ژبه

د پاکستان له بندخونو ۴۹۱ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بند‌خونو ۴۹۱ افغان کډوال ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کډوال د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ازاد شوي او د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي د دغو کسانو له ډلې ۳۷۹ کسان د تورخم او ۱۱۲ نور د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې کورنۍ او مجردان شامل وو او د استوګنیزو سندونو نه لرلو له امله بندیان شوي وو چې د ثبت او مرستو له ترلاسه کولو وروسته اصلې سیمو ته ولېږدول شول.

د یادونې ده، د کډوالو وزارت د تېرې اپرېل میاشتې په ۳۰مه هم ویلي وو چې د پاکستان له بندخونو ۵۲۷ افغان کډوال ازاد شوي وو او بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.