میدانښار (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۵): د میدانوردګو ولایت له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست وایي چې د دغه ولایت په د دایمیرداد ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله شپږ ماشومان ټپیان شوي دي.
د یاد ریاست خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه تېره ورځ د دایمیرداد ولسوالۍ په اورمړ کلي شوې ده.
سرچینه زیاتوي، ماشومانو دغه مرمۍ موندلې وه چې چاودنه یې کړې او شپږ کسان یې ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په ټپیانو کې درې ماشومان برسېرن ټپیان دي، خو د درېیو نورو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او د درملنې لپاره د میدانښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده، تېره ورځ هم په پروان او ننګرهار ولایتونو کې د مرمۍ چاودنو د ماشومانو په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.