کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۵): د بدخشان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو کښتونو د اړولو پر مهال یو شمېر سیمهییزو اوسېدونکو «د مغرضو کسانو په پارونه» اعتراض وکړ او له امله یې په رامنځته شوي کړکیچ کې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړ.
د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې د کوکنارو کروندو د اړولو بهیر په دوام، تېره ورځ له نشهیي توکو سره د مبارزې موظفه قطعه د ارګو ولسوالۍ اتنجلو سیمې ته ولېږل شوه، څو د کوکنارو کروندې له منځه یوسي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې وخت کې یو شمېر بزګرانو او سیمهییزو اوسېدونکو «د خلاف کارو کسانو او د نشهیي توکو د قاچاقبرو په پارونه» هڅه وکړه چې د دغه بهیر مخه ونیسي.
سرچینه زیاتوي چې د رامنځته شوو کړکېچونو په پایله کې پرون یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړ.
امنیه قومانداني لیکلي چې نن هم په همدې سیمه کې یو شمېر اوسېدونکو د مغرضو کسانو او د نشهیي توکو د قاچاق شبکو په پارونه اعتراض او ګډوډي رامنځته کړه چې د دې ګډوډۍ پر مهال یو بل کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې پېښې وروسته د کشم–فیضاباد لویهلار د لنډې مودې لپاره د تګراتګ پر مخ وتړل شوه، خو د امنیتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو وضعیت تر کنټرول لاندې راغی او دغه لویهلار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
سرچینه زیاتوي چې اوسمهال په سیمه کې وضعیت عادي دی او سیمه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.