ژبه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په تازه درجه‌بندۍ کې د نړۍ ۲۱م مقام خپل کړی

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۵): د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) په تازه درجه‌بندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړۍ ۲۱م او د اسیا پنځم مقام خپل کړی دی.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په نوې درجه‌بندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اوو پړاوونو پرمختګ کړی او د نړۍ ۲۱م مقام یې ترلاسه کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا په کچه هم پنځم مقام خپل کړی دی.

د وثیق د معلوماتو له مخې، د فوټسال ملي لوبډلې د ۱۱۹۴.۶۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ له ۲۸م مقام څخه ۲۱م مقام ته پرمختګ کړی دی.