ژبه

حقاني او فریزر د رسنیو، بشري حقونو او تاریخي ابداتو په اړه خبري کړي

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یوناما د بشري حقونو له مسوولې فیونا فریزر سره په کتنه کې د رسنیو د وضعیت، بشري حقونو او تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه خبرې کړې؛ فریزر د رسنیو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې کابل کې د معتادینو پر روغتون د برید په اړه څېړنې روانې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې د رسنیو وضعیت، د بشر د حقونو او تاریخي ابداتو د ساتنې پر څرنګوالي خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې فیانو فریزر ویلي: «د رسنیو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فعالیتونه ښه شوي دي، د خبریالانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه شوې او د اطلاع رسونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.»

هغې ټینګار کړی چې د رسنیو ملاتړ د دوامداره اووسي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې فریزر د بشر د حقونو ساتنې په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د فرامینو صادرول ښه اقدام بللی.

دغه راز هغې ویلي چې کابل کې د معتادینو پر روغتون د وروستی برید په اړه څیړنې روانې دي.

د راپورونو له مخې،  د پاکستان پوځي رژیم د کب په ۲۵مه شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د روږدو درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې له امله یې څه باندې ۴۰۰ کسان شهیدان او ۲۵۰ نور ټپيان شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د یوناما د بشري حقونو له مسوولې سره په یاده ناسته کې ویلي: «د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قانون په رڼا کې د رسنیو پوره ملاتړی دی، د اصولو په اساس له رسنیو سره هر وخت همغږی دی او د رسنیو د اقتصادي وضعیت د لا ښه کېدو په موخه خپلې پوره هڅې کوي، ترڅو د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې حل شي.»

د خبرپاڼې له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر زیاته کړې چې د انساني ټولنې لپاره د مشرتابه ټول فرامین د خیر او کامیابي په موخه صادریږي او په دغو فرامینو کې د ښځو حقونه په پوره توګه ساتل شوي او ښځو ته د هغوی بشپړ اسلامي حقونه ورکړل شوي دي.