ژبه

د امریکا په میامي کې یوه تفریحي کښتۍ کې چاودنې ۱۱ کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د امریکا د ژغورنې ادارو ویلي، میامي ساحل ته نږدې په یوه تفریحي کښتۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه پر ځایي وخت له غرمې وروسته شاوخوا ۱۲ بجې او ۴۸ دقیقې د «هاولوور سنډبار» سیمې ته نږدې  شوې؛ هغه سیمه چې میامي بیچ ته نږدې د ګرځندوی له مشهورو سیمو ګڼل کېږي.

سرچینې لیکلي، د فلوریډا د وحشي ژوو ساتنې ادارې ځواکونو او د امریکا ساحلي ګارډ هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې او ټول ټپیان سیمه‌ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه رسمي چارواکو د دې پېښې کره لامل نه دی اعلان کړی؛ خو د کښتۍ یوه سپرلي میامي هرالډ ورځپاڼې ته ویلي چې ښايي دغه پېښه په کښتۍ کې د ګاز چاودنې له امله شوې وي.

په راپور کې راغلي چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.