ژبه

لوګر کې راستنو شوو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پيل شوه

پل علم (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۵): په لوګر ولایت کې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه.

د لوګر ولایت په مرکز کې راستنو شوو کډوالو ته د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حقاني او د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي له لوري پیل شوه.

د مسؤلینو په وینا، دغه استوګنیز ښارګوټی پر شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، چې په کې ۱۰۲۵ استوګنیزې نمرې شاملې دي او هرې کورنۍ ته به د پنځو بسوو یوه نمره ورکړل شي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نمرو د وېش مراسمو کې وویل، خوښ دی چې لوګر ته د سفر پر مهال د ولایتي مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ د څه باندې زر راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ هم پیلوي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې په نږدې راتلونکې کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې راستانه شویو کډوالو ته استوګنیزې نمرې ووېشي.

ښاغلي حنفي وویل، په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې پنځه میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې د اړوندو ادارو له لوري ورته بېلابېل خدمات وړاندې شوي دي.

نوموړي همداراز د ګاونډیو هېوادونو له لوري له کډوالو سره ناوړه چلند وغنده او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف وباله.

د مسؤلینو په خبره، یاد ښارګوټی د مرکز اړوند د مخکیني کډوالو ښارګوټي ترڅنګ موقعیت لري او د استوګنې ترڅنګ پکې د یوه معیاري ښارګوټي اړینې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر مرکز اړوند اشنپور سیمه کې هم د راستانه شویو کډوالو لپاره د یوه بل استوګنیز ښارګوټي جوړولو پلان موجود دی.