ژبه

سعودي عربستان په مارچ کې د ایران پر وړاندې غچ‌اخیستونکي بریدونه کړي وو

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د وروستۍ جګړې پر مهال پر خپلې خاورې د ایران د بریدونو غبرګون کې د مارچ میاشتې په وروستیو کې پر ایران څو نااعلان شوي بریدونه کړي وو.

رویټرز خبري اژانس پرون (سې‌شنبه) د دوو لوېدیځو او دوو ایراني چارواکو له قوله چې په دې اړه معلومات لري، راپور ورکړی: «سعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال پر دغه هېواد د شوو بریدونو غبرګون کې په ایران کې پر ځینو هدفونو څو بریدونه ترسره کړل، خو دغه بریدونه په علني ډول اعلان شوی نه وو.»

دغو دوو لوېدیځو چارواکو ویلي چې دغه بریدونه د سعودي هوايي ځواک له لوري د مارچ میاشتې په وروستیو کې ترسره شوي دي.

په راپور کې راغلي چې دغه بریدونه پټ وو او دغه لومړی ځل و چې سعودي عربستان په مستقیم ډول د ایران په خاوره کې پوځي اقدام ترسره کړی دی.

په راپور کې نه دي مشخص شوي چې دغه بریدونه د ایران پر کومو سیمو ترسره شوي دي.

د سعودي عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو تر اوسه په دې اړه رویټرز ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم دوه ورځې مخکې د «باخبره سرچینو» له قوله لیکلي وو چې متحده عربي اماراتو هم په پټه د ایران پر ضد پوځي بریدونه کړي وو؛ هغه اقدام چې د ورځپاڼې په وینا، دغه هېواد یې د جګړې د فعال لوري په توګه مطرح کړی دی.