ژبه

هند کې د طبیعي پېښو له امله ۸۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د هند په اترپردېش ایالت کې د بارانونو، توپان او تندر لوېدو پېښو کې  لږ تر لږه ۸۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۳ نور ټپیان شوي دي.

هندي رسنۍ د ټایم اېف انډیا نن په یوه راپور کې ویلي چې سخت باران او توپان په اترپردېش ایالت کې د تېرې ورځې (چهارشنبه) د سهار له اتو بجو پیل او د شپې تر یوولس‌نیمو بجو یې دوام درلود.

د اترپردېش چارواکو ویلي چې په دغو پېښو کې ۸۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۳ کسان ټپیان شوي دي.

چارواکو زیاته کړې چې ډېری مړینې د دېوالونو نړېدو، د ونو چپه کېدو او د تلندر لوېدو پېښو کې رامنځته شوې دي.

سرچینې لیکلي، د دغه ایالت تر ټولو ډېرې ځپل شوې سیمې پریاګراج، سنت رویداس نگر، فتح‌پور، میرزاپور، اوناو، بداون، بریلي او پرتاپ‌ګړ دي چې ډېره مرګ‌ژوبله پکې رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د سختې هوا له امله ۱۱۴ څاروي هم تلف شوي دي.