ژبه

ترکیه د مالدارۍ برخه کې ۲۰ زره افغانانو ته کاري ویزې ورکوي

کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۹۵): ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت د مالدارۍ برخه کې ۲۰ زره افغانانو ته کاري ویزې صادر کړې او هم‌مهاله د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ د ستونزې د حل لپاره هم هڅې کوي.

د دغو رسنیو په خبره، په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر سادن اییلدیز دا موضوع د چهارشنبې په ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو، په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو، بشري مرستو او د سیمه‌ییز اتصال برخو کې د افغانستان د رول په اړه خبرې کړې دي.

د رسمي اعلامیې له مخې، اییلدیز ویلي چې افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی اهمیت لري.

هغه زیاته کړې: «د دولتي مرستو ترڅنګ، د ترکیې یو شمېر غیرحکومتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو کسانو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو په پلي کولو کې فعالیت لري.»

د ترکیې سفارت شارژدافیر دغه‌راز ویلي چې انقره د یو باثبات او پر ځان متکي افغانستان ملاتړ کوي او باور لري چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال برخه کې مهم رول لوبولی شي.

هغه زیاته کړې: «د ترکیې حکومت د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي او خپلې هڅې به په دې برخه کې جاري وساتي.»

په همدې حال کې، مولوي عبدالکبیر د ترکیې له مرستو او همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې د کابل او انقرې اړیکې تل د متقابل احترام او همکاریو پر بنسټ ولاړې دي.

هغه دغه‌راز ټینګار کړی چې افغانستان اوس بشپړ امنیت او ثبات لري او دغپ وضعیت هېواد ته د سیمه‌ییز اتصال برخه کې د لا زیات رول لوبولو فرصت برابروي.