کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۵): په دوحه کې د افغانستان ا.ا سفیر محمدسهیل شاهین د افغانستان په چارو کې د چين له ځانګړي استازي یو شیايو یونګ سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، سیاسي وضعیت، اقتصادي همکاریو او افغانستان ته د چین د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه سفارت پر اېکسپاڼه راغلي چې په دوحه کې د افغانستان سفیر محمدسهیل شاهین د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي یو شیايو یونګ او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو ترڅنګ پر سیاسي، تجارتي او اقتصادي موضوعاتو هم نظرونه تبادله کړي دي.
همداراز افغانستان ته د چین بشردوستانه مرستې او ځیني نور اړوند موضوعات د دې لیدنې د بحثونو له مهمو برخو څخه بلل شوي دي.