ژبه

پکتیا کې له پاکستانه راقاچاق شوې ۲۸ ميله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

ګردېز (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۵): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه راقاچاق شوې ۲۸ میله بېلابېلې وسلې او ۹۰۰ مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.

د پکتیا امنیې قوماندانۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه وسلې او مهمات د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند د ناري په زاندو سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ترلاسه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قاچاق‌برانو غوښتل دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته راوړي، خو تر لېږد مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ضبط شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې قاچاق‌‌کوونکي د امنیتي ځواکونو د حضور له خبرېدو وروسته له سیمې تښتېدلي او د نیولو هڅې يې روانې دي.