کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې چین د ۲۰۰ بوینګ الوتکو له پېرلو سره موافقه کړې او ښايي په راتلونکي کې د دغو الوتکو شمېر ۷۵۰ ته لوړ شي.
د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ د جمعې په ورځ له بیجینګ څخه د ستنېدو پر مهال خبریالانو ته په الوتکه کې ویلي چې په دغه قرارداد کې د «جياې اېروسپېس» شرکت په انجنونو سمبالې شاوخوا ۲۰۰ بوینګ الوتکې شاملې دي او که دواړه لوري رضایت ولري، ښايي د الوتکو شمېر نور هم زیات شي.
خو تر اوسه د الوتکو د ډول او د سپارلو د وخت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. تر دې دمه نه د چین حکومت او نه هم د بوینګ شرکت دغه تړون په رسمي ډول تایید کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د هوايي چلند صنعت کارپوهانو ویلي، د ۲۰۰ الوتکو د فرمایش ارزښت ښايي د ۱۷ او ۱۹ میلیاردو ډالرو ترمنځ وي او که د سترو الوتکو شمېر زیات شي، دغه رقم ان تر ۲۵میلیاردو ډالرو پورې رسېدلی شي.
سرچینې لیکلي چې دغه تړون ښايي له بوینګ سره مرسته وکړي څو د چین په بازار کې له خپل اروپايي سیال، ایربس سره واټن راکم کړي. په وروستیو کلونو کې ایربس د چین د هوايي چلند په بازار کې ډېره ونډه ترلاسه کړې ده.