کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): د بغلان ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې نوی صنعتي پرانیستل شو او د شاوخوا دوه میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د وریجو د پروسس یوې فابریکې جوړولو چارې پیل شوې.
د بغلان ولایت د مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکزي بغلان په چمقلا سیمه کې د صنعتي ودې او پانګونې د پراختیا په موخه نوی صنعتي پارک په رسمي ډول پرانیستل شو.
سرچینه زیاتوي چې په دې اړه د جوړ شوو مراسمو پر مهال د مبارز برکتزي په نوم یو کورني شرکت له خوا د شاوخوا دوه میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د وریجو د پروسس فابریکې جوړولو چارې هم رسماً پیل شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، د دې فابریکې له جوړېدو سره به سلګونه کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي چې دا به د سیمې اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د ښهوالي لپاره یو مهم ګام وي.