کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): یوه امنیتي سرچینه وايي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې «درې وسلهوال غله» چې له یوې صرافۍ یې پیسې غلا کړې وې، له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
سرچینې پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن (یکشنبه، د غویي ۲۷مه) له غرمې وروسته د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مرکز کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، یادو کسانو په ګرشک کې له یوې صرافۍ پیسې لوټلې وې او دوه کسان یې هم ټپیان کړي وو خو وروسته دغه غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د هلمند امنیې قوماندانۍ تر اوسه په ادې اړه څه نه دي ویلي.