کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۵): د مکسیکو د پوئبلا ایالت چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په تهویتسینګو ښار کې د ډزو یوه پېښه کې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه ډزې پرون شپه ناوخته په ځايي وخت شاوخوا دوه بجې شوې او د سیمې اوسېدونکو د پرلهپسې ډزو غږونه اورېدلي دي.
سرچینې لیکلي، وسلهوالو کسانو پر یوه استوګنیز کور برید کړی چې قربانیان یې شپږ سړي، درې ښځې او یو ماشوم دي.
د پوئبلا ایالت څارنوالۍ هم د دې پېښې په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی. تر اوسه د برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د ډزو انګېزه هم نه ده روښانه.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې ټاکل شوې مکسیکو تر یوې میاشتې په کمه موده کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کوربهتوب وکړي.
د مکسیکو حکومت ویلي، د دغو سیالیو د امنیت ټینګښت لپاره به د ملي ګارډ، پولیسو او خصوصي امنیتي ځواکونو په ګډون شاوخوا سل زره امنیتي ځواکونه وګومارل شي.