ژبه

افغان لوبغاړي د رزمي لوبو په اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټه وایي، افغان لوبغاړي محمد قاسمي د اوزبېکستان په تاشکند کې د رزمي لوبو په اسیایي سیالیو کې د برونز مډال ترلاسه کړ او د هېواد دوه نور لوبغاړي هم نن په دغو سیالیو کې له خپلو سیالانو سره مخ کېږي.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ملي کمېټې نن سه‌شنبې پر اېکس په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې محمد قاسمي د دغو سیالیو په مډرن سبک او ۴۵ کیلوګرام وزن کې لومړی له خپل تاجکستاني سیال سره مخ شو او لوبه یې وبایلله؛ خو وروسته د قرعې له مخې له سیالۍ پرته بل پړاو ته ولاړ، بیا یې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه او د درېیم مقام په خپلولو یې د دغو سیالیو د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان بل لوبغاړي روحید ستانکزي چې په ۶۰ کیلوګرام وزن کې یې خپل اوزبېک سیال ته ماتې ورکړې، نن به له قزاقستاني سیال سره مخ شي.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې بل افغان لوبغاړی فیاض احمد ابراهیمي هم تر یوې ماتې او استراحت وروسته نن له خپل سیال سره سیالي کوي.

د رزمي لوبو اسیایي سیالۍ په بېلابېلو سبکونو کې د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو په ګډون د اوزبېکستان په تاشکند ښار کې روانې دي.

دغه سیالۍ د روان کال د مې په ۱۶مه پیل شوې او نن پای ته رسېږي.