کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د پروان امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د موټرسایکلونو د غلا په تړاو درې کسیزه ډله له ۱۱ غلا شوو موټرسایکلونو سره نیول شوې ده.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار وایي، چې د یادې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي مدیریت منسوبینو د ځانګړو کشفي او تعقیبي عملیاتو په ترڅ کې د موټرسایکلونو د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
هغه زیاته کړه چې یاد کسان د پروان په بېلابېلو سیمو کې د دوامدارو کشفي هڅو او بېلابېلو عملیاتو په پایله کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.
د ده په وینا، نیول شوو کسانو له کابل او پروان ولایتونو د موټرسایکلونو په غلا کې لاس درلود او غلا شوي موټرسایکلونه یې بیا د بېاسنادو موټرسایکلونو په نوم پر خلکو پلورل.
مسکینیار وایي، امنیتي ځواکونو د کشفي هڅو په پایله کې ۱۱ غلا شوي موټرسایکلونه هم ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به اړوندو ادارو ته وسپارل شي.