ژبه

پزشکیان: ایران په مذاکراتو کې له خپلو حقونو او ملي ګټو نه شاته کېږي

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، تهران به له امریکا سره په مذاکراتو کې د خپلو خلکو له قانوني حقونو او ملي ګټو دفاع وکړي او له هغو به شاته نه شي.

پزشکیان نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «خبرې اترې د تسلیمېدو په معنا نه دي. د ایران اسلامي جمهوریت له عزت، اقتدار او د ملت د حقونو په ساتلو سره خبرو اترو ته داخلېږي او په هېڅ ډول د خلکو او هېواد له قانوني حقونو نه شاته کېږي.»

ده ټینګار کړی چې د ایران حکومتي چارواکي به له منطق سره او «په ټول توان» د خلکو په خدمت کې وي او تر وروستۍ سلګۍ به د دغه هېواد له ګټو او عزت څخه ساتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې له تهران څخه د سولې د یوه تازه وړاندیز له ترلاسه کولو وروسته یې پر ایران د پلان شوي برید د درولو امر کړی؛ خو امریکایي ځواکونه به د مذاکراتو د ناکامۍ په صورت کې لا هم د پراخ برید ترسره کولو ته چمتو وي.

ایراني چارواکو هم د ټرمپ له څرګندونو وروسته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه د امریکا هر ډول نوي برید ته د ځواب ورکولو بشپړ چمتووالی لري.