ژبه

په غزني کې د کتابونو دوه ورخنی نندارتون پرانیستل شو

غزني ښار (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): په غزني کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه نن د کتابونو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو او زرګونه بېلابېل کتابونه په کې نندارې ته وړاندې شول.

په دغه نندارتون کې چې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یو شمېر کتاب پلورنځیو او فرهنګي بنسټونو په همکارۍ جوړ شوی، زرګونه بېلابېل علمي، ادبي، تاریخي، دیني او فرهنګي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمید الله نثار پژواک ته وویل، هڅه کوي د داسې پروګرامونو له لارې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړی کړي.

هغه وویل:«کتاب د یوې ټولنې د فکري بیدارۍ او پرمختګ بنسټ دی. زموږ هڅه دا ده چې ځوان نسل کتاب لوستنې ته وهڅوو او له مطالعې سره یې اړیکه نوره هم پیاوړې شي.»

نثار زیاتوي، په اوسني وخت کې که څه هم ډېری ځوانان له موبایل او ټولنیزو شبکو سره بوخت دي، خو بیا هم د کتاب لوستنې لپاره لېوالتیا موجوده ده او ورته نندارتونونه کولای شي دا لېوالتیا نوره هم زیاته کړي.

هغه وویل د تېر په پرتله سږ کال د مطالعې مینه‌وال زیات شوي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له عامه کتابتون څخه شاوخواه ۲۵ زره کسانو لیدنه کړې، په داسې حال کې چې په تېر کې به دا شمېر لسو زرو ته هم نه رسېده.

قومي مشر حاجي محمد امین انصاري هم وایي، کتاب د ټولنې د اصلاح او پرمختګ مهمه وسیله ده او باید ځوانان مطالعې ته وهڅول شي.

هغه وویل: «هغه ملتونه چې له کتاب او مطالعې سره تړاو لري، تل پرمختګ کوي. زموږ ځوانان باید خپل ډېر وخت په بې‌ګټې کارونو ضایع نه کړي، بلکې کتاب لوستنې ته مخه کړي.»

د نندارتون ګډونوال احمد فهیم وایي، په غزني کې د کتابونو دا ډول نندارتونونه کم جوړېږي، خو اړتیا ده چې دوامداره شي.

هغه وویل:«کله چې خلک کتابونه له نږدې وویني او له نویو چاپونو خبر شي، د مطالعې شوق یې زیاتېږي. دا ډول پروګرامونه په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره ډېر اغېز لري.»

یو بل ګډونوال سید رحیم هم وویل، اقتصادي ستونزو د کتاب اخیستنې کچه راکمه کړې، خو لا هم خلک مطالعې ته لېواله دي.