ژبه

راستنو شوو کورنیو ته تر اوسه د ځمکې څه باندې ۳۱ زره نومرې وېشل شوې دي

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، تر دې مهاله راستنو شوو کډوالو ته د ځمکې څه باندې ۳۱ زره نومرې وېشل شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې تېره ورځ په ننګرهار کې ۳۰۸ کورنیو ته، اروزګان کې ۵۵ کورنیو ته، فراه کې ۲۵۳ کورنیو ته، کندوز کې ۱۸۰ کورنیو ته او هلمند کې ۳۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.

فطرت لیکلي، په ټوله کې په تېره یوه ورځ کې ۱۰۹۶ راستنو شوو کورنیو ته نومرې وېشل شوې دي.

د اسلامي امارت د مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د ځمکې د وېشل شوو نومرو مجموعي شمېر ۳۱۰۲۵ ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.