ژبه

شي جین‌پینګ او پوتین په بیجینګ کې پر مهمو مسایلو خبرې کوي

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د چین او روسیې ولسمشرانو په بیجینګ کې سره کتلي او تمه ده چې په دې ناسته کې به د منځني ختیځ پر وروستیو تحولاتو، د اوکراین پر جګړې او د چین او امریکا ترمنځ د وروستیو خبرو پر پایلو بحث او د نظر تبادله وشي.

چین ته د پوتین سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د نږدې همکاریو پنځه‌ویشتم کال ته داخلې شوې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د چین او روسیې د ولسمشرانو لیدنه به تر ډېره د مسکو او بیجینګ ترمنځ د شته همغږیو او همکاریو پر پیاوړتیا متمرکزه وي.

په راپور کې راغلي چې تمه ده د چین او روسیې مشران د منځني ختیځ د تحولاتو، د اوکراین د جګړې او همدارنګه د چین او امریکا ترمنځ د وروستیو خبرو د پایلو په اړه د نظر تبادله وکړي.

سرچینې لیکلي چې له پوتین سره په دې سفر کې د روسیې د دولتي چارواکو او سوداګرو لوی پلاوي مل دی.

کرملین اعلان کړی چې دواړه هېوادونه به د اقتصاد، ګرځندوی، زده‌کړو او انرژۍ په برخو کې شاوخوا ۴۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي.

د څارونکو په وینا، د انرژۍ امنیت به د دواړو مشرانو د خبرو له اصلي محورونو څخه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۴مه او ۱۵مه بیجینګ ته تللی و او له شي جین‌پینګ سره یې د سوداګرۍ، تایوان، ایران او نورو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کړې وې.