ژبه

رواداري: پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۸۷ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي

آرشیف

احمد صهیب حسرت

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۳

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): یوه تازه څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۸۷ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، له ۲۹ زرو ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې او سلګونه کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ شوي دي؛ په راپور کې راغلي چې د پاکستان مستند شوي بریدونه له نړیوالو بشردوستانه حقونو سرغړونه ده او په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید ښايي د جنګي جنایت مصداق وبلل شي.

د «رواداري» بنسټ په افغانستان کې پر ملکي وګړو د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو د اغېزو په اړه یو راپور خپور کړی.

سرچینې لیکلي چې په ټولیز ډول یې ۵۰ بریدونه د نړیوالو حقونو له نظره څېړلي او د دغه بنسټ موندنې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه د پاکستان د پوځي بریدونو له امله د نړیوال بشردوستانه حقوقو مستندې سرغړونې رانغاړي.

د بریدونو مرګ‌ژوبله او زیانونه

په راپور کې راغلي چې پاکستان یاد بریدونه په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل کې ترسره کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱۸۷ ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي، له ۲۹ زرو ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوي او سلګونه کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او نور ملکي تاسیسات او زیربناوې په بشپړ یا جزيي ډول ویجاړې شوې دي.

دغه راز، د یاد بنسټ موندنې ښيي چې په کابل ښار کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان پوځي رژیم د هوايي برید له امله لږ تر لږه د دغه مرکز ۳۰۰ ناروغان او کارکوونکي شهیدان او ټپیان شوي دي؛ «هغه اقدام چې د دې څېړنې د موندنو له مخې، د نړیوال بشردوستانه حقونو د بنسټیزو اصولو ښکاره نقض دی او ښايي د جنګي جنایت مصداق وبلل شي.»

په نورستان کې د مواصلاتي لارې بندول

په راپور کې راغلي چې پاکستاني پوځیانو د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له لومړۍ د اپرېل تر ۱۴مې، له دوو میاشتو ډېر وخت د نورستان د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو یوازینۍ مواصلاتي لاره تړلې وه.

د یاد بنسټ په وینا، دغه اقدام د دواړو ولسوالیو اوسېدونکي له سخت وضعیت سره مخ کړي وو او خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو اساسي اړتیاوو ته یې لاسرسی له جدي ستونزو سره مخامخ کړی و.

رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې

په راپور کې راغلي چې د بریدونو اغېزې یوازې په انساني مرګ‌ژوبله او مالي زیانونو پورې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې د زیانمنو شوو کسانو، د قربانیانو د کورنیو او سیمه‌ییزو ټولنو رواني، ټولنیز او اقتصادي ژوند یې هم سخت اغېزمن کړی دی.

وېره، د خوندیتوب د احساس له منځه تګ، د ماشومانو په زده‌کړو کې ګډوډي، د بې‌وزلۍ زیاتوالی، د عایداتي سرچینو له لاسه ورکول او د کورنیو بې‌ځایه کېدل هغه ګډې اغېزې دي چې د څېړنې له مخې د ډېری مرکه شوو کسانو په څرګندونو کې په ډاګه شوې دي.

یاد بنسټ زیاته کړې چې د بریدونو اغېزې د جګړو تر پای وروسته هم د ملکي وګړو پر ژوند پاتې شوي او عادي ژوند ته د زیانمنو کسانو او بې‌ځایه شوو کورنیو ستنېدل یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

د راپور له مخې، د پاکستان د بریدونو د پام وړ برخه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په استوګنیزو سیمو او کلیو کې شوې ده؛ هغه سیمې چې زرګونه کورنۍ پکې ژوند کوي.

د څېړنې میتود

رواداري وايي، دغه راپور د میداني شواهدو، له زیانمنو شوو کسانو، د هغوی د کورنیو له غړو، عیني شاهدانو، د روغتیايي مرکزونو له کارکوونکو، سیمه‌ییزو مشرانو او نورو اړوندو سرچینو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

سرچینه لیکي چې د څېړنې په لړ کې له بریدونو د اغېزمنو ولایتونو له ۲۲ نارینه‌وو سره په انلاین ډول په پښتو او دري ژبو مرکې شوې او د معلوماتو د کره‌والي د ارزونې لپاره له انځورونو، ویډیوګانو، د روغتونونو او کلینیکونو له اسنادو او د رسنیو او بشري حقونو د سازمانونو له راپورونو هم استفاده شوې ده.

د راپور له مخې، په وروستیو شمېرو کې یوازې هغه پېښې شاملې شوې دي چې اړوند معلومات یې لږ تر لږه د دوو خپلواکو سرچینو له خوا تایید شوي وي؛ هغه موارد چې د لاسرسي د محدودیت یا د کافي شواهدو د نشتوالي له امله نه دي تایید شوي، له وروستیو شمېرو ایستل شوي دي.

د څېړنې محدودیتونه

دغه بنسټ ویلي چې کلیو او لرې پرتو سیمو ته محدود لاسرسی، د منظمو انټرنېټي خدمتونو نشتوالی، د شاهدانو امنیتي اندېښنې او ځینې نور محدودیتونه د معلوماتو د راټولولو او کره‌کولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی او دغو محدودیتونو ته په پام، ښايي د مرګ‌ژوبلې، زیانونو او د نړیوالو بشردوستانه حقونو د سرغړونو واقعي شمېر تر هغو شمېرو لوړ وي چې په راپور کې ثبت شوي دي.

د دې خبر تر خپرېدو پورې پاکستاني چارواکو د رواداري په راپور کې مطرح شوو موندنو ته غبرګون نه دی ښودلی.