کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د فابریکو شمېر له شاوخوا درې زرو څخه ۶۵۰۰ ته لوړ شوی او د صنعت برخه کې په ټولیز ډول نږدې ۴۵۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې؛ خو اقتصادي کارپوهان د برېښنا، پانګې، ترانسپورټي زېربناوو او مسلکي کاري ځواک کمښت د دې برخې له مهمو ننګونو بولي.
اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شو او اوس پنځه کاله ترې تېرېږي؛ پژواک په دغه راپور کې په دغه موده کې د هېواد د صنعت برخې وضعیت څېړلی دی.
د تولیدي فابریکو د شمېر زیاتوالی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند قاري محمداصف الیاس پژواک ته وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې په هېواد کې شاوخوا درې زره فابریکې فعالې وې؛ خو په تېرو پنځو کلونو کې د فعالو فابریکو شمېر زیات شوی او اوس ۶۵۰۰ ته رسېدلی چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې فعالیت کوي. د هغه په وینا، ډېری فابریکې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار کې فعالیت لري.
هغه وویل چې دغه فابریکې د خوړو، پلاستیک، سمنټو، ودانیزو توکو، درملو، پاکوونکو موادو، ماشینالاتو، کرنې، اوسپنې ویلې کولو، پيويسي، نوشابو، نفتي موادو، جامو، فرنیچر، ډبرو، لوښو او نورو برخو کې فعالیت کوي.
اصف الیاس وویل: «په ټولیز ډول د صنعت په برخه کې نږدې ۴۵۰ زرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.»
هغه د کورنیو تولیداتو زیاتوالی د سیمې او له سیمې بهر هېوادونو ته د افغانستان د وابستګۍ د کمېدو له عواملو وباله او ویې ویل چې افغانستان اوس د ۳۳۰ ډوله توکو په تولید کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، افغانستان څو کاله مخکې ان ایسکریم، نوشابې او ځیني ورته محصولات له بهر څخه واردول؛ خو اوس په کور دننه د تولید شوو سلګونو توکو، چې غیرالکولي نوشابې هم په کې شاملې دي، یو شمېر اسیایي هېوادونو، امریکا، اروپا او نورو سیمو ته صادرېږي.
هغه زیاته کړه: «اوس شاوخوا ۴۰ سلنه درمل په هېواد کې دننه تولید او مصرفېږي.»
پر اقتصاد د فابریکو د زیاتوالي اغېز
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا د تولیدي فابریکو زیاتوالی د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او ویې ویل، هغه هېوادونه چې د تولید لوړه وړتیا لري، په اقتصادي او سیاسي برخو کې هم پیاوړی دریځ لري.
هغه وویل چې د تولیدي فابریکو زیاتوالی کولی شي د وارداتو لپاره د بهرنیو اسعارو د وتلو مخه ونیسي او د وارداتي توکو پر وړاندې د هېواد وابستګي راکمه کړي.
د رشتیا په خبره، کله چې هغه توکي چې مخکې له بهر څخه واردېدل، په کور دننه تولید شي، د وارداتو لپاره لګېدونکې پیسې په هېواد کې دننه په دوران کې پاتې کېږي، د کار زمینه پراخېږي او اقتصادي وده پیاوړې کېږي.
د اقتصادي چارو بل کارپوه قیس محمدي هم د فابریکو، کورنیو او بهرنیو پانګونو زیاتوالی د افغانستان لپاره مهم وباله او ویې ویل چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی کولی شي د وارداتو له پلوه د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان وابستګي راکمه کړي.
هغه زیاته کړه چې د کورنیو تولیداتو له زیاتېدو سره هغه توکي چې مخکې واردېدل، په هېواد کې دننه تولیدېږي او دا چاره کولی شي د ناخالص کورني تولید او سرانه عوایدو له زیاتېدو سره مرسته وکړي.
د محمدي په خبره، څومره چې په هېواد کې پانګونه زیاته شي، په هماغه اندازه د کار زمینه پراخېږي او د بېوزلۍ کچه هم راکمېدای شي.
هغه زیاته کړه چې د پانګونې او کورنیو تولیداتو زیاتوالی کولی شي د دولت عواید هم لوړ کړي؛ ځکه د اقتصادي فعالیتونو پراختیا د دولت د مالیاتي عوایدو د زیاتېدو لامل کېږي.
محمدي وویل چې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی له هېواد څخه د ډالرو وتل هم کموي.
هغه څرګنده کړه: «هر څومره چې کورني تولیدات زیات شي، په هماغه اندازه له افغانستان څخه لږ ډالر وځي. هر توکی چې له نورو هېوادونو واردوو، په بدل کې یې باید ډالر ورکړو او هر ډالر چې له هېواده بهر نه وځي، په افغانستان کې د پانګونې لامل کېږي.»
د نوموړي په وینا، په هېواد کې د پیسو دوران کولی شي د عوایدو له زیاتېدو او د خلکو د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
د صنعت برخې ننګونې
محمدي وویل چې په افغانستان کې پانګوال له یو شمېر ستونزو سره مخ دي چې د برېښنا او انرژۍ کمښت، ترانزیټي او ترانسپورټي ستونزې، د پانګې کمښت او د بانکي سیستم کمزوري په کې شامل دي.
هغه زیاته کړه چې د کافي او ارزانه برېښنا نشتوالی د تولید لګښتونه لوړوي؛ ځکه ځینې تولیدوونکي اړ دي خپله اړینه برېښنا په خپلواکه توګه تولید کړي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د ترانسپورټي لارو زېربناوې هم کافي نه دي او د ارزانه لېږد د امکاناتو، په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ، نشتوالی د دې لامل شوی چې خام مواد او محصولات د بار وړونکو موټرو له لارې ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
محمدي د پانګې او پانګونې کمښت هم له نورو محدودیتونو وباله او ویې ویل چې بانکي سیستم لا هم په بشپړه توګه نه دی پراخ شوی او پانګوالو ته د پورونو برابرول له ستونزو سره مخ دي.
هغه همداراز وویل چې د افغانستان د مسلکي کاري ځواک یوه برخه له هېواده وتلې او د دغو کسانو د ساتلو لپاره د کافي هڅو نشتوالي د هېواد پر تولیدي ظرفیت منفي اغېز کړی دی.
صنعتکاران: کورني تولیدات زیات شوي، خو د برېښنا کمښت لا هم ستونزه ده
د «الیف پرل فارما» درمل جوړولو فابریکې مرستیال ابراهیم امرخېل وویل چې د دغې فابریکې د جوړولو چارې په ۱۳۹۷ کال کې پیل او په ۱۴۰۳ کال کې پرانیستل او فعاله شوه. هغه زیاته کړه چې په دې فابریکه کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې او اوس شاوخوا ۵۰۰ کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کې کار کوي.
د امرخېل په خبره، دغه فابریکه د بېلابېلو درملو پنځه د تولید کرښې لري او هره ورځ د ۵۰ زره بوتله مایع شربت، ۳۰ زره بوتله وچ شربت، دوه میلیونه کپسول، دوه میلیونه تابلیتونه او ۲۰ زره ساشې وچ پوډر د تولید ظرفیت لري.
هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له محدودېدو وروسته، چې د نوموړي په وینا، مخکې د هېواد د درملو د بازار له ۸۰ سلنې څخه ډېره اړتیا له دغه هېواد څخه د وارداتو له لارې پوره کېده، د افغانستان بازار تر ډېره پر کورنیو تولیداتو، په ځانګړي ډول درملو، متکي شوی دی.
هغه وویل چې دغه وضعیت د معیاري فابریکو د تولید د کچې له ودې او لوړولو سره مرسته کړې ده.
خو امرخېل د منظمې او کافي برېښنا نشتوالی او د درملو د خامو موادو په رسېدو کې ځنډ د هېواد د درمل جوړولو فابریکو له مهمو ستونزو وبلل.
د تحسین پیرزاده فابریکو ګروپ عمومي مدیر وهیبالله فضلي وویل چې دغه ګروپ په ۲۰۱۹ کال کې په کابل کې جوړ شوی او د غیرالکولي نوشابو او روغتیايي موادو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.
فضلي وویل چې د صنعتکارانو د فعالیت شرایط د تېر په پرتله ښه شوي او په هېواد کې د امنیت او ثبات زیاتېدو د فابریکو او کورنیو پانګوالو لپاره د فعالیت زمینه مساعده کړې ده.
هغه زیاته کړه چې دې وضعیت صنعتکارانو ته زمینه برابره کړې چې د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره په ډېر ډاډ پلانونه جوړ کړي.
د فضلي په وینا، یو له مثبتو بدلونونو څخه کورنیو تولیداتو ته زیات پام دی او اوس د کورنیو صنعتونو د ودې لپاره مناسب فرصتونه شته.
خو هغه هم د برېښنا کمښت او د دوامدارې برېښنا نشتوالی د صنعتکارانو له عمده ستونزو وباله او ویې ویل چې د فابریکو فعالیتونه له برېښنا سره جدي تړاو لري او د هغې کمښت د تولید لګښتونه زیاتوي او د فابریکو د فعالیتونو په بهیر کې د ګډوډۍ لامل کېږي.
هغه د خامو موادو لوړ بیې او له بهر څخه د هغو د لېږد لګښتونه هم د صنعتکارانو له نورو ستونزو وبلل او ویې ویل چې د خلکو د پېرلو د وړتیا زیاتوالی او د کورنیو تولیداتو لا ډېر ملاتړ کولی شي د پلور له ودې او د فابریکو له پراختیا سره مرسته وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند محمداصف ریاض د صنعتکارانو د ستونزو په اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دغه وزارت مشرتابه د برېښنا د کمښت ستونزه د اسلامي امارت له مشر سره شریکه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشر لارښوونه کړې چې په دولتي ادارو کې د لمرینې برېښنا سیستمونه جوړ شي، څو له دې لارې د دولتي او وارداتي برېښنا مصرف کم او فابریکو ته لا ډېره برېښنا ووېشل شي.
خو نوموړي د خامو موادو د لوړ قیمت او د لېږد د لګښتونو په اړه معلومات وړاندې نه کړل.