د دولت د مذاکراتي ټيم غړې فوزيه کابل – پروان پر لويه لاره په يوه وسله وال بريد کې ټپي شوې ده.
. . .
د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د سولې لویې مشورتي جرګې ډېری کمېټو پرېکړه وکړه چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان دې هم خوشي شي څو د سولې د مذاکراتو د ځنډ لپاره پلمه نه وي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د اختر د اوربند پر مهال په ټول هېواد کې د نا امنيو له امله ١٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې یې هېواد ته د بهرنیو داعشيانو د رالېږدولو مسوول نيول شوى دى.
د ملي دفاع وزارت وایي چې د میدان وردګو ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والي په یوه نښته کې وژل شوی دی.
د المان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه اړیکه کې یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه توب وړاندیز کړی دی.
کابل(پژواک، ۲۱ چنګاښ۹۹): امریکا کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره دېوال د بیا جوړېدو لپاره د یوه شرکت د ۸۸ زره ډالرو غوښتنه رد
د امریکا د پوځ یو جګپوړی جنرال وایي چې روسیې په افغانستان کې له طالبانو سره د وسلو او پیسو په برخه کې همکاري کوله، خو داسې استخباراتي معلومات نشته چې وښيې روسیې دا همکاري طالبانو ته د امریکایي عسکرو د وژلو لپار کوله.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تېرو ۴۵ ورځو په نسبت د کرونا ویروس د لېږد کچه له ۶۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.
کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹) : په کابل کې د کاناډا او اسټرالیا سفارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د نړیوالی ټولنی له نورو غړو
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند دوو ځانمرګو چې غوښتل یې د مولا علي پر روغتون او یوه رسنۍ برید وکړي، نیول شوي دي.