د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د پانګې په اړه د جوبایډن فرمان ته په غبرګون کې ویلي، د نړۍ تر ټولو دولتمند (پیسه دار) هېواد د نړۍ تر ټولو بېوزلي هېواد پيسې غلا کوي.
د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یو ایرانی ډاکتر د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د پکتيکا د مرکز ښرنې په ملکي روغتون کې په يوه اوونۍ کې دوو مېرمنو اته ماشومان زېږولي چې مسوولين يې د ماشومانو روغتیا د اندېښنې وړ بولي.
د نورستان د پوهنې رياست وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولايت په منډول ولسوالۍ له دوولسم ټولګي څوک نه دي فارغ شوي.
په کابل کې له څلور سوه بې ځایه شويو او بې وزلو کورنيو سره د خوراکي او روغتیایي توکو مرسته وشوه.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د یوې ښځې په ګډون یې هغه درې کسان نیولي چې ۱۴ کاله مخکې یې دوه کسان (پلار او زوی) وژلي وو.
د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ١٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اکسيجن د تولید یو ماشین فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وطني غالیو يو شمېر هټۍ وال او تولیدوونکي وايي چې په دې وروستیو کې د ایراني، ازبکي او ترکي غالیو واردات او استعمال د دوی کاروبار زيانمن کړى دى.
په پکتیکا کې د الفجر په نوم یو خیریه بنسټ له اړو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو ترڅنګ اړو کسانو ته د کارموندنې په موخه کوچني پورونه ورکوي.
په کندهار کې سږ کال د ګاز بیې له لوړېدو سره خلکو د ګازي بخاریو پر ځای د لرګیو بخارۍ کارولو ته مخه کړې چې له امله یې په کور دننه د دغو جوړېدونکو بخاریو بازار ښه شوی دی.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر پر موټر چاودنه شوې خو زیان او مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د کابل هوايي ډګر د څو مهمو کليدي موضوعاتو ترڅنګ د دغه ډګر د ځينو برخو د مديريت او ګټې اخيستنې په اړه د افغانستان له سرپرست حکومت او ترکيې سره د هوکړې خبر ورکړى دى.