د پوهنې وزارت سرپرست جوزجان ولایت ته د سفر پر مهال وویل، په نوي کال کې مسلکي کادرونه جذبوو او د زده کړو کیفیت لوړولو په برخه کې به لوی پروګرامونه تطبیق شي.
د فاریاب او بادغیس ولایتونو سیمه ییزو مسوولین د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د ګذر د یوه وکیل او د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې د وژل کېدو خبر ورکوي.
ښرنه (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): په پکتیکا کې د وژل شوو دوو ښځو (مور او لور) د کورنۍ غړي وايي، حکومت دې د دې پېښې
د امریکا متحده ایالتونو، هغه يو افغان چې د «تخلیې پروګرام» له لارې امریکا ته لېږدول شوی و، د «جرمي سابقې لرلو» له امله له دغه هېواده ایستلی او بېرته یې افغانستان ته رالېږلی دی.
ملي دفاع وزارت وايي، له تېر حکومت څخه پاتې شاوخوا ۳۰۰ زره ميله سپکې او ۲۶ زره میله درنې وسلې، ۶۱ زره پوځي وسایط او ۸۱ چورلکې او پوځې الوتکې یې ثبت کړي او د مهماتو ډیپوګانې هم پر خپل ځای ساتل شوې دي.
د ناروې حکومت وایي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې نږدې لس میلیون ډالره مرسته کوي.
د اوبو او برېښنا وزارت په چوکاټ کې د شمال زون سیندیزې حوزې عمومي ريیس نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته د خلم ایبک سیندیزې حوزې د نیمه کاره پروژو د څېړنې په موخه سفر کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ټولنو فدراسیون مسوولین وایي چې په هېواد کې له سياسي بدلون وروسته ۴۰ سلنه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې او ۶۰ سلنه نارینه او ۸۰ سلنه ښځو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې مخ پټو وسله والو د شمس الدین خانزاده په نوم د مخکني حکومت د سرحدي پولیسو یو افسر پر ډزو وژلی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ټولګټو چارو ریاست له خوا د یوه پول او ۲۲ پولګوټو د بیاجوړولو چارې پيل شوې چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د هرات روغتیایي مسوولین وایي چې د کرونا د څلورم پړاو د ناروغانو شمېر د تېرې یوې میاشتې په پرتله ۶۱ سلنه ډېروالی ښیي.
کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ١٤٠٠): لسګونو کسانو په کابل کې د يوه لاريون په ترڅ کې له متحده عربي اماراتو وغوښتل چې د ويزې ورکولو