په فراه ولایت نامعلومو وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.
په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلې کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان سلطان مسعود دقیق، وایي هڅه کوي، افغانستان کې داسې کمپنۍ جوړه کړي چې ډېره ګټه یې بیتالمال ته ورکړي.
تېرې شل کلنې جګړې په هلمند کې د يوې کورنۍ ټول نارينه اخيستي او د ۲۸ يتيمانو سرپرستي څلورو کونډو ته ورپاتې ده، اوس د بېوزلۍ په انتها کې ژوند کوي.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د برمې څاه ته لوېدلې ماشومه له ۲۲ ساعتونو وروسته ژوندۍ راویستل شوه.
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د تېر حکومت یو پولیس وژل شوی دی.
د زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالۍ له پرمختیايي بهیره شا ته پاتې شوې او له تېرو شلو کلونو راهیسې په کې هیڅ راز بیارغنیز کارونه نه دي شوي.
عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲۴۸ کسان پر کرونا اخته شوي او یوه کس د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
. . .
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ الوتنې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پیل شي.
د کابل امنیه قومندانۍ مسوولین وایي چې د دویمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه يې ۷ هاموې ټانکونه ترلاسه کړي دي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د سولې بنسټ (ROP) په نوم موسسې په همکارۍ به راتلونکی کال پر ۱۱۵۰ جریبه ځمکه باغونه جوړ کړي.