د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ کسان پر کرونا اخته شوي او یو کس یې له امله مړ شوی دی.
د فراه ولایت په مرکز کې ناپېژاندو وسله والو یو زرګر وژلی او بل يې ټپي کړی دی
په کندهار ښار چاودنې درې ماشومان ټپيان کړي او په یوه بله پېښه کې بیا له یوه کس څخه سر پرې شوی دی.
د کونړ د پېچ درې په ولسوالي کې د ټولګټو چارو وزارت له خوا يو استحکامي پول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د خوست صنعتکاران او د توليدي کارخانو مالکان وايي، د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ او د صنعتي پارک د نشتوالي له امله په دې وروستيو کې ٣٠ سلنه کارخانو خپل فعاليتونه درولي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۲۸ کسان پر کرونا اخته شوي دي.
د زابل د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په نوي ښوونیز کال کې به د نورو ترڅنګ ۱۰۶ تړلي ښوونځي هم پرانیستل شي او څه باندې ۳۰زره هغو زده کوونکو ته به د زده کړو زمینه برابره شي چې په تېرو کلونو کې ترې بې برخې وو.
د ننګرهار د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې خلکو پر شاوخوا ١٢٥٠ جریبه ځمکه بڼونه جوړ کړي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، حاجي فضل محمد صابر د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړ.
د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې له بېلابېلو سیمو ٢١٨٠ کسان د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
د زابل په مرکز کلات کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې.
د پکتيا چارواکي وايي چې د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې يې درې قصابان د ناروا او حرامې غوښې د پلور په تور نيولي دي.