ژبه

د کونړ پېچ دره کې يو استحکامي پل جوړ شو

[restrict paid="true"]

اسعد اباد (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۰): د کونړ د پېچ درې په ولسوالي کې د ټولګټو چارو وزارت له خوا يو استحکامي پول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ياد پل چې درې نیم ميليون ډالر لګښت پرې راغلی، د فوايد عامې وزارت له خوا د پېچ درې په وډيګرام سيمه کې جوړ شوی دی.

د کونړ د ټولګټو چارو رییس قدرت معاذ پژواک ته وويل چې د ۳۳ مترو په اوږدوالي او شپږ متره په پلنوالي دغه پل د يوې مياشتې په موده کې جوړ شوی دی.

هغه وويل: “د چپې درې د وډیګرام سیمې اوسېدونکي چې پخوا د پل د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، اوس د فوايد عامې وزارت په همکارۍ پول ورته جوړ شو.”

د کونړ چپې درې د وډیګرام سیمې خلک د دغه پله جوړېدو ته خوښ دي.

د يادې سيمې یوه اوسېدونکي نعیم خان پژواک ته وويل چې پخوا د پله د نشتوالي له  امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

ده زياته کړه چې اوس به د خلکو د تګ راتګ ستونزې حل شي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی یوسف بیا له حکومته غواړي چې د وران شوو سړکونو د جوړېدو کارونه دې هم پیل کړي.

هغه وایي، د نورستان او پېچ درې ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لار له تېرو څو کلونو راهیسې خرابه ده او له حکومته يې غوښتنه دا ده چې دغه لار جوړه کړي.

د يادونې ده، څه موده مخکې د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې هم د لس میلیونه ډالرو په لګښت استحکامي پل نصب شوی و.

[/restrict]

ورته موضوع