د افغانستان دفاع وزارت، د هېواد پر ځینو سیمو د پاکستان هوایي بریدونو په غبرګون کې وایي، افغانان د هیڅ «یرغلګر» پر وړاندې بې ځوابه نه دي پاتې او له خپلې خاورې، خلکو او وطنه دفاع کوي.
د افغانستان مرکزي بانک د دغه بانک د پروژو بیا پیلولو په موخه د نړیوال بانک له استازو سره انلاین ناسته وکړه.
د غزني اوسېدونکي له نوي سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د هغو رغنیزو پروژو درېدلي کارونه بېرته پیل کړي چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې او اوس نیمګړې پاتې دي.
د میدان وردګو ولایت د اقتصاد رييس وايي، ځينې نادولتي موسسې ورسره همغږي نه لري او له همدې امله د مرستو په وېش کې بې عدالتي کېږي.
د زابل د اقتصاد رییس وايي، د امنیت له ټینګښت وروسته دغه ولایت ته د بهرنیو موسسو پاملرنه ډېره شوې ده.
. . .
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان وایي، تمه لري نجونو او هلکانو ته د یو شان زده کړو زمینه برابره شي؛ څو وکولای شي د افغانستان راتلونکې سوله تامین کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر له افغانستان سره د سویډن بشري مرستو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د بلخ ولايت امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولايت په مرکز کې یې يو ماشوم د تښتوونکو له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته يې سپارلی دی.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار د ښاروالۍ مسوولین وایي، د دغه ښار د دویمې ناحیې په اړونده سیمه کې هغه څلور تنه قصابان یې نیولي چې د آس او مړه شويو څارويو غوښه خرڅوله.
د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای کابل کې د معتادینو د ۱۰۰۰ بسریز روغتون د لامبو وهلو حوض او تفریحي پارک د پرانیستې په مراسمو کې له اعتیاد سره پر ګډه مبارزه ټینګار وکړ.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د نړیوالې پرمختیا ادارې په مرسته د ښځو لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون نن پرانيستل شو.