Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د معتادینو د ۱۰۰۰ بستريز روغتون تفریحي پارک او د لامبو وهلو حوض پرانیستل شول

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای کابل کې د معتادینو د ۱۰۰۰ بسریز روغتون د لامبو وهلو حوض او تفریحي پارک د پرانیستې په مراسمو کې له اعتیاد سره پر ګډه مبارزه ټینګار وکړ.

د لامبو وهلو دغه حوض او تفریحي پارک، د «تیکا» له خوا چې د ترکیې هېواد اړونده موسسه ده، جوړ شوي دي. دغه موسسه د زده کړې او روغتیا برخو کې پر نشه يي توکو روږدو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

کابل کې د تیکا دفتر رییس زوهتو وویل، دې موسسې په ۲۰۲۰ کال کې په یاد روغتون کې پر نشه يي توکو د ۲۵۰۰ روږدو کسانو درملنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، اوسمهال په یاد روغتون کې، د دې موسسې په همکارۍ پر نشه يي توکو ۱۷۰۰ روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای د لامبو وهلو د حوض او یاد تفریحي پارک د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، اعتیاد او معتادینو ټولنې ته لویه ستونزه جوړه کړې او باید له دې پدیدې سره ګډه مبارزه وشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیب الله اخندازه په دې مراسمو کې وویل: ((ترلاسه شوي معلومات ښيي چې له تېر نظام څخه شاوخوا ۳.۵ میلیون پر نشه يي توکو روږدي کسان په میراث پاتې دي.))

هغه هم ټینګار وکړ چې له نشه يي توکو سره باید مبارزه وشي، چې د معتادینو د شمېر د زیاتېدو مخه ونیول شي.

نوموړي په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او اړوند بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه دغه راز وویل، هڅه کېږي چې په یاد روغتون کې د درملنې سطحه لوړه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.