ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دقیق: افغانستان ته د سوداګرۍ لپاره نه يم راغلی، مرستې ته راغلی يم

دقیق: افغانستان ته د سوداګرۍ لپاره نه يم راغلی، مرستې ته راغلی يم

کابل (پژواک ۲۳ کب ۱۴۰۰): په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلې کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان سلطان مسعود دقیق، وایي هڅه کوي، افغانستان کې خلکو ته داسې کمپنۍ جوړې کړي چې ګټه يې بيت‌المال ته ورسيږي.

دقیق – چې له ۳۸ کلونو وروسته د کب پر ۱۵مه له جرمني څخه کابل ته راغلی- نن یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره ولیدل.

عزیزي په دغه لیدنه کې وویل، افغانستان کې صنعت نوی دی او په دغه هېواد کې پانګونه ځکه ښې پایلې لرلای شي چې دلته کار نه دی شوی.

ده له دقیق څخه وغوښتل چې خپله پانګه هېواد ته راولېږدوي او په بهر کې نور پانګوال هم وهڅوي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه، هېواد کې د پانګونې لپاره هېڅ ستونزه نشته، حکومت د ټولو پانګوالو ملاتړ کوي او اسانتیاوې هم ورته برابروي.

سلطان مسعود دقیق په دغه لیدنه کې وویل چې افغانستان کې اوږدې جګړې د هېواد اقتصاد زیانمن کړی دی.

دی وایي، په وروسته پاتې هېوادونو کې پانګونې امنیت ته اړتیا لري او دا چې اوس افغانستان کې پانګونې ته فرصت برابر شوی، دی به یې انځور اروپایي رسنیو ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه چې هېواد کې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره پیسې پیدا کوي او بهرني خلک به له دغه هېواد سره وصل کړي.

دقیق د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هغې غوښتنې په اړه – چې دی دې هېواد ته پانګه راولیږدوي – وویل، افغانستان ته د تجارت لپاره نه ده راغلی او مرستې ته راغلی دی.

دی وايي، هڅه به وکړي، افغانستان کې خلکو ته داسې کمپنۍ جوړې کړي چې ګټه يې بيت‌المال ته ورسيږي او په دغو کمپنيو کې د ځان پر ځای نورو افغانانو ته ځای ورکوي او ملاتړ يې کوي.

د یادونې وړ ده چې سلطان مسعود دقیق له تېرو لسو ورځو راهیسې افغانستان کې دی او تراوسه یي د ریاست الوزرا د مرستیالانو په ګډون، له یو شمير نورر لوپوړو حکومتي چارواکو سره کتلي او د بشري او افغانستان کې یې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو په اړه، ورسره خبرې کړي دي.
[/restrict]

Visits: 659

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.