ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قوش‌تیپې کانال په اړه
author avatar
14 Oct 2023 - 16:10
د قوش‌تیپې کانال په اړه
author avatar
14 Oct 2023 - 16:10

د پښتو ژبې متل دی چې وایي مېړونه مري نومونه یې پاتې کېږي. د پښتو د دې متل پر اډانه نن غواړم د داسې یوه کس او ملي موضوع په اړه دا لیکنه وکړم چې هغه کس تاسې د هغوی د لاسته‌راوړنو په اندازه هومره چې ضروري ده خبر نه یاست ولې هغوی د دې وړتیا او حق لري چې هېوادوالو ته یې په اړه دا لیکنه ترسره شي، تاسې به د قوشتیپې کانال نوم ضرور اورېدلی وي چې په دې ورځو کې یې نه یوازې د ملي، بلکې د بین‌المللي رسنیو (غږیزی- انځوریزی او چاپی) او په ځانګړي ډول د خواله رسنیو پام ځان ته ور اړولی دی او په اړه یې لیکنې، تبصرې، تجزیې، تحلیلونو، راپورونه او شننې کېږي.

د قوشتیپې کانال پروژه یوه ملي موضوع ده او ټول هېوادوال که له هرې سیمې سره اړه لري یا په هر قوم او تبار پورې تړلي دي، د دې ملي پروژې داسې ملاتړ کوي ته به وایې چې ګواکې دا ملي پروژه یې بشپړه خپله پروژه ده نو ویلای شو چې د قوشتیپې کانال نه دا چې د اوبو رسولو، اوبو مهارولو، د هېواد د دښتو زرخیزولو، د کار پیدا کولو، د سوداګرۍ رامنځته کولو، د صادراتو لوړېدلو، د ثبات او ټیکاو رامنځته کېدلو، د چاپېریال خوندي کېدلو، خوراکي توکو ډېرېدلو او د هېواد ښېرازه کولو پروژه ده، بلکې د ملي یووالي، ورورولۍ او ملي فکر رامنځته کېدلو پروژه هم ده چې د هېواد له هر ګوټه یې خلک ملاتړي دي او پر ودانیزو چارو یې د خوشحالۍ احساس کوي.

تاسې ته به معلومه وي چې دا کانال د بلخ کلدار ولسوالی کې له امو سینده راپیلېږي او همالته یې سربند ورته جوړ کړی دی چې ټول ټال یې اوږدوالی په داسې حال کې چې درې ولایتونه  (بلخ- جوزجان او فاریاب) سره تړي او خړوبوي، ۲۸۶ کیلومتره اوږدوالی، له ۱۰۰ تر ۱۵۰ مترو پورې سور او له ۸ مترو نیولې ان تر ۱۲ نیمو مترو پورې ژوروالی لري، جوړ شوی دی.

په پام کې ده چې دا کانال به تر ۵۵۰ زره هکتاره ځمکې پورې خړوبه کړي او له دې لارې به د سیمې د ابادۍ، ښېرازۍ، سوکالۍ او نیکمرغۍ په لار کې ستر رول او ونډه ولري.

د دغه کانال جوړېدو په صورت کې به نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې هېوادونه هم د ښېرازۍ او نېکمرغۍ پر درشل پل کېږدي او د ډېرو خوراکي توکو په برخه کې به ان‌شاالله افغانستان پر خپل ځان بسیا شي او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته به دغه خوراکي توکي د سوداګرۍ له لارې ولېږدوي چې د نورو هېوادونو د اوسېدونکو د نېکمرغۍ لامل به هم وګرځي.

د کانال لومړۍ برخه د الله په مرسته او د دې ادارې د زحمت منونکي مشرتابه د نه ستړو کېدونکو هلوځلو او د دوی د کاري ټیم د زیار پر مټ بشپړه شوې ده، بلکې د دویم فاز یا دویمې برخې کارونه یې هم دا دي د پیل په درشل کې دي چې ان‌شاالله ډېر ژر به دا برخه هم لکه د لومړنۍ برخې په څېر چې د خلکو په ګومان کې هم نه وه، بشپړه شي.

دلته د دې یادونه لازم او ضروري ګڼم چې د ملي پراختیا شرکت د مشرتابه یا د اجرائیوي عمومي رییس ښاغلي عبدالرحمان عطاش یادونه وکړم چې نوموړی د دې ټولو نوښتونو او ابتکاراتو سرلاری دی او په دې لار کې یې هر ډول ننګونې پر ځان منلې دي ولې ستونزو او ننګونو ته تسلیم شوی نه دی او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې نه ستړي کېدونکي زیارونه ګاللي دي. زه لازم او ضروري ګڼم چې له نوموړي دلته مننه او یادونه وکړم؛ ځکه خپله نه غواړي د رسنیو له لارې لکه د پخوانیو چارواکو په څېر راڅرګند شي او ځان لکه د یوه کا‌ذب او دروغجن شخصیت په شان د رسنیو پر مټ د خلکو ذهنونو ته ور پېچکاري کړي، بلکې دوی په رښتینې معنا پرته له دې چې رسنیو ته راشي، مرکې وکړي او د نوم ایستنې هڅه وکړي، د یوه خاموش او غلي خادم په څېر یوازې وطن او هېواد ته د خدمت ملا تړلی دی.

له همدې امله مې د دې لیکنې پیل له همدغه پښتو متله وکړ چې مېړونه مري نومونه یې پاتې کېږي؛ دا اوسني ټول خلک به یو وخت نه وي، ولې د مېړونو مېړانې او نېکې کارنامې به تل یادې او تلپاتې وي او یا د دري ژبې د دې بیتونو مصداق چې وایي:

مرد نمیرد به مرگ، مرگ از او نام جست

نام چو جاوید شد، مردنش آسان کجاست؟

د ښاغلي عطاش دا مېړانه او ستر خدمت به هېواد او هېوادوالو ته د نېکمرغۍ یو داسې تلپاتی میراث وي چې نسلونه به یې یادوی.

زه د اشخاصو او چارواکو د مدحو او ستاینو لیکلو خورا سخت مخالف یم، ولې دا مې ډېره ضروري وګڼله چې نوموړی د یوه رښتیني افغان په توګه چې د دغه وطن د ابادۍ او سوکالۍ پلانونه لري او د تطبیق او پلي کولو لپاره یې بې دریغه لګیا دی، شپه او ورځ خدمت کوي، یادونه وشي؛ ځکه چې:

لومړی: له وطن سره د بې کچې مینې او خدمت کولو په پار یې یادونه پر خلکو حق بولم.

دویم: دا چې د هېواد راتلونکی ځوان کول او نسل ته داسې رښتیني اتلان وروپېژندل شي څو نوی نسل ترې د یوه نېک میراث په توګه الهام واخلي او داسې ملي فکر لرونکي کسان وستایل شي او لارویان پیدا کړي چې لار یې تعقیب کړي.

درېیم: دا افغانی دود چې موږ تل مړي پاللي او پالو، باید له منڅه یوسو او دا نوی دود چې باید خپل اتلان پر ژوندوني ونمانځو، په هېواد او خلکو کې دود کړو.

څلورم: هغو کا‌ذبو او درواغجنو څېرو ته چې کلونه کلونه یې د خپل نوم ایستنې لپاره خلک ګومارلي وو چې د دوی لپاره پراخ تبلیغ وکړي او د ملت په پیسو یې شخصیتونه ور جوړ کړي، که لږ شرم ورته ودریږي، د خجالت احساس وکړي او خلک هم ترې پند او عبرت واخلي چې یوازې رښتینی خدمت کولای شي له خلکو اتلان جوړ کړي، نه د ګومارل شوو خلکو پر پروپاګند او درواغجنو مدحو او ستاینو.

پنځم ټکی یې دا دی چې هېوادوالو ته دا جوته شي چې ښاغلی عطاش د هېواد دننه او بهر خلک د انجنیر عطاش په نوم یادوي چې اصلاً انجنیر نه دی، بلکې د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې یې لوړې زده‌کړې کړې دي او د مسلکي برخې له انجنیري سره هیڅ اړیکه نه لري ولې فکر او ذهن یې د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په لار کې لکه د یوه ښه انجنیر د رغونې او جوړونې فکر او لیدلوری لري.

ملګري مې راته وویل چې ما ورسره د دې پورته دلایلو پر بنیاد څو وارې د دې یادونه کړې ده چې ولې رسنیو ته نه راښکاره کېږي او ولې خپلې لاسته‌راوړنې له خلکو سره په خپله نیغه په نیغه نه شریکوي؟ راته ویل یې، ځواب یې دا و چې پرېږدئ کار وکړو او خلکو ته خپل عملي کارونه او پایلې په میراث پرېږدو، دا ملت به مو یوه ورځ یاد کړي که یاد یې هم نه کړو نو له خدای سره یې اجر او ثواب شته نو ضرور نه ده چې زه د ځان د شهرت لپاره له رسنیو کار واخلم؛ همدا راته بسنه کوي چې خلکو ته کار او خدمت وکړم.

دلته د دې یادونه لازمه او ضروري ګڼم چې ښاغلی عطاش او د دوی د ملي پراختیا اداره د دغه کانال د بشپړېدو ترڅنګ په پام کې لري چې یو ستر زراعتي او یو ستر صنعتي کمپلیکسونه له نړۍوالو معیارونو او ستنډرډونو سره سم تاسیس او جوړ کړي څو د زراعتي توکو په برخه کې هېواد پر خپل ځان بسیا شي. له بله پلوه، د دغو زراعتي توکو لپاره داسې صنعتي کمپلیکس جوړ کړای شي چې دغه زراعتي توکي پروسس کړي او پر تیارو خوراکي توکو یې بدل کړي څو ګران افغانستان د خوراکي توکو په برخه کې نه دا چې پر ځان بسیا شي، بلکې د سیمې هېوادونو ته یې د سوداګرۍ له لارې ولېږدوي.

پر دې پروژې همدا اوس د ارزونې په برخه کې کار روان دی او لرې نه ده چې هېواد به ډېر ژر د دې دواړو پروژو په برخه کې د عملي چارو د پیل ګواه و اوسي، په پیل کې هماغسې چې خلکو ته د قوشتیپې کانال جوړېدا ناشونې ښکارېده دا به هم ورته ناشونې ښکاري، ولې راتلونکی به د دې ګواه وي چې په دې برخه کې هم عملي کار پیل شو.

د دې پروژې له عملی کېدو سره سم به د لسګونه زره وطنوالو لپاره د کارموندنی په برخه کې مرسته وشي، سلګونه زره هکتاره ځمکه به تر کښت او کرنې لاندې راشي، پرمختلې کرنه او مالداري به رامنځته شي، د خوراکي توکو په برخه کې به افغانستان پر ځان بسیا شي، د سیمې له هېوادونو سره به سوداګري نوره وغوړیږي، د هېواد د ترانسپورټ برخه به پرمختګ او پراختیا پیدا کړي، د سیمې پر هېوادونو به انحصار او تکیه راکمه شي، د هېواد د نورو سیمو د اوبو مهارولو په لار کې به دا یوه نمونه او مثال وي، د چاپېریال ساتنې او د سیمې د ښکلا ترڅنګ به طبیعي چاپېریال مزید ښکلی او سمسور شي، د هېواد ملي عواید به لوړ شي، مالي او بودجوي خودکفايي لار کې به ستره ونډه ولري او د هېواد د بهرني سیاست د ټاکنې په لار کې به تر ډېره مرستندوی رول ولري او بالاخره هېواد به د ابادۍ او سوکالۍ په بېرته نه راستنېدونکې لار مزل پیل کړي او دا به د ښېرازۍ، نېکمرغۍ او ځان بسیاینې مزل وي.

د یوه ښېرازه او پر ځان بسیا افغانستان په هیله

Views: 73

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.