ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کرونا وروسته، نړۍ د غلې د کمښت له ناورین سره مخ ده
له کرونا وروسته، نړۍ د غلې د کمښت له ناورین سره مخ ده

لیکوال : عبدالمالک عاصم

++++++

پر نړۍ له کرونا وروسته د غلې یا غنمو د کمښت سیوری په غوړیدو دی،
روسیه او یوکراین چې اوس د یوه اوبل د تباهۍ په جګړه بوخت دي د ټولې نړۍ ۳۰ په سلو کې غنم صادروي. ورپسې هندوستان دی چې د نړۍ د غلې لویه برخه تولید او د سویلي اسیا، اروپا او افریقا مارکیټونو ته وړاندې کوي. د هند په دننه کې د غنمو بیې له ۱۵ تر ۲۰ په سلو کې پورته ختلي دي .
د یوکراین او روسیې له غذايي زیرمو نړیوالو مارکیټونو ته د غنمو د صادراتو له دریدو سملاسي وروسته ډیرو هیوادونو له نورو مارکیټونو د خپلو ستراتیژیکو زیرمو د ډکولو لپاره مټې را ونغاړلې. مثلا ترکیې چې د یوکراین څخه یې خپل اوړه او غنم پوره کول، نوي ډیلي ته مخه کړه او په لومړي ګام کې یې ۵۰۰ زره ټنه غنم له هند څخه وپیرل.
مصر او یوشمیر نورو عربي هیوادونو هم ورته ګامونه پورته کړیدي. هند په همدې اپریل میاشت کې ۱ اشاریه ۴ میلیونه ټنه غنم بهر ته صادر کړل چې د تیرکال ورته مهال پرتله ۵ برابره زیات وو.
هند کې د غنمو د حاصلاتو ټولولو ته په کتو فکر کیږي چې په روانه مې میاشت کې به یو نیم میلیون ټنه نور غنم بهر ته صادر کړي. نوي ډیلي ته د یوکراین جګړه له دې اړخه یو طلايي چانس شو چې د سویلي اسیا پر مارکیټونو سربیره د اروپا د غلې مارکیټ هم تر یوه بریده ورخپل کړي.
هندوستان تمه کوله چې د جون تر وروستیو به ۱۱۱ میلیونه ټنه غنم تولید کړي، خو نوې ارزونې ښيي چې د وچکالۍ له کبله به ایله ۱۰۵ میلیونه ټنه غنم په دغه هیواد کې تولید شي. د غلې په ډګر کې له وریجو وروسته غنم د هند دویم سترمصرفونکی توکی دی چې نړیوالې تقاضا یې په هندي مارکیټ کې بیې پورته کړیدي. خو لاهم هند د خرڅلاو لپاره څه باندې ۷ میلیونه ټنه اضافي غنم لري او پخوانیو زیرمو کې یې پام وړ اندازه غله پرته ده.
خو په نړیوالو مارکیټونو کې د غلې دانې او خوراکي توکو د اړتیا چټکې پورته کیدا د ډیرو نورو په څیر دنوي ډیلي دواکمنو سوچ هم بدل کړ او د غنمو د صادراتو د بندولو او زیرمه کولو هوډ یې وکړ. لاملونه یې د کرونا د واکسین په څیر د خوړو احتمالي ناوریون ته غبرګون او په مارکیټ کې د بیو د لاپورته کیدو له اړخه ډیره ګټه ترلاسه کول دي. دې غږ ډیر نژدې او لیرې هیوادونه وارخطا کړل او همدا اوس اوس ډیرو واکمنو چټکې هڅې پیل کړي چې همدا نن د خپل ولس لپاره د راتلونکو څو میاشتو د غلې دانې بحران کابو کړي. په سیمه کې ډیر پام اوس پرقزاقستان ور ټول دی چې د افغانستان د مارکیټ لپاره هم مهم بلل کیږي.
د خوړو د ارزونې نړیوالې ادارې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو میاشتو کې د خوراکي توکو لپاره د ډیرو هیوادونو وضیعت اندیښمنونکی ګڼي چې عواقب یې په یوشمیر هیوادونو کې د سریلانکا په څیر د حکومتونو او نظامونو تر چپه کیدو رسیدی شي.
ښکاري دا چې د ستراتیژیک لید لوري لرونکي هیوادونه د خپلو ورځنیو چارو ترڅنګ د انرژۍ او غلې له اړخه د را دبره کیدونکو بحرانونو پرکنټرول بوخت دي او پر کوڅې او سړک د ولس له غږ پورته کیدو وړاندې ددغه ناورین د مهارولو کوښښ کوي.
په نړیوال ډګر کې د روانو کړکیچونو له برکته هر اړخیز اقتصادي ناورین په پراخیدو دی. فکر کیږي چې د نړۍ په مختلفو برخو کې به کمزورو هیوادونو ته ددغه مخ پرزیاتیدونکي ناورین څپیړه خورا درنه پریوځي.
په اسیا کې یې د چین اوهند په څیر زبرځواکونه په نوي سوچ کې اچولي او ددوی د شاوخوا کمزورو هیوادونو پښې په لړزیدو دي. شرایط په یوشمیر اسیايي هیوادونو کې د واکمنو لپاره په سختیدو دي او خپل تصاویر په اوبو کې ویني چې ډیرې کوچنۍ څپې یې ړنګوي. کیسه د خوراکي توکو او انرژۍ د کمښت او د بیو پدورته کیدو له اړخه په سختیدو ده.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 175

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.