ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هریرود سیندیزې حوزې اړوند د افغانستان او ایران ترمنځ د اختلافاتو ارزونه
د هریرود سیندیزې حوزې اړوند د افغانستان او ایران ترمنځ د اختلافاتو ارزونه

لیکوال: احمد احمدزی

سریزه

الحمد لله رب العالمین و الصلاة والسلام علی اشرف الانبیاء والمرسلین و علی اله و اصحابه اجمعین!

اما بعد! اوبه زموږ د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې په کرنه، صنعت، اقتصاد او د انسان په ټولنیزو چارو مستقیمه اغېزه لري. د اوبو ماهیت داسې دی چې په یو ځای کې نه ساکن کېږي او له یو ځای څخه بل ځای ته خپل ځای تغییروي. د اوبو د مصرف لپاره د تقاضا زیاتوالی او د اوبو د سرچینو ضعیف مدیریت د هېوادونو دننه او د دووه یا څو هېوادونو په اړیکو کې د اوبو د سرچینو د کارولو په اړه شخړو او اختلافاتو ته لمن همواره کړې ده. چې په ځانګړې توګه د وچکالۍ او د اوبو د کمښت په وخت کې د منازعاتو او اختلافاتو یو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي، نن ورځ له پولو تېرېدونکو سیندونو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی، د سطحي او تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو کمښت له یوې خوا او له بلې خوا د اوبو د سرچینو د اقتصادي موثریت په خاطر د دولتونو د اړتیاوو د زیاتوالي ترڅنګ د نفوس زیاتوالی او د دولتونو د متضادو ګټو په خاطر، له پوله تېرېدونکې اوبه په ستراتیژیکې موضوع بدلې شوې دي. ګډي اوبیزې حوزې په نړۍ کې شتون لري چی له اوبو څخه یې د ګټه اخیستنې څرنګوالی د هېوادونو ترمنځ د شخړو رامنځته کېدو لامل کېږي؛ افغانستان هم له دغه امر څخه مستثنأ نه دی؛ ځکه چې له پولو تېرېدونکې اوبه لري.

عموماً هېوادونه هڅه کوي د اوبو شخړې په دوه یا څو اړخیزه مذاکراتو سره تر خپل منځ حل او فصل کړي او یوه توافق ته ورسېږي، خو اُوبو ته د غوښتنې زیاتوالی د دې لامل شوی چې په یو شمېر هېوادونه، په تېره بیا په وچو او نیمه وچو کې راګیر سیمو کې اوبه امنیتي بحثونو ته داخلې شي، له همدې امله هېوادونه هڅه کوي چې د اوبو په مذاکراتو کې له نور عواملو لکه د ځینو امتیازاتو ورکولو یا د ځینو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره له ګواښونکې ژبې کار واخلي.

د اوبو د منازعو د حل او فصل لپاره د سیمې په کچه قواعد او کمیسیونونه جوړ شوي دي چې هیچ یو یې الزامې نه دی او هېوادونه کولی شي هر یوه سره یې په خپله خوښه یوځای شي. د دې قواعدو له جملې څخه کولی شو د هلسینکي قواعد، د ۱۹۹۲ کنوانیسیون، د ۱۹۹۷ کنوانیسیون او د د برلین د اوبو منابعو قواعدو ته اشاره وکړو. دا هر یو خپلې ګټې او زیانونه لري، هېوادونه باید تر یو ځای کیدو د مخه ټول اړخونه یي په دقت سره مطالعه او ارزونه یې وکړي.

هریرود هم له هغو حوزو څخه دی چې اوبه یې په موسمی ډول په څو میاشتو کې د افغانستان سربېره ایران او ترکمنستان ته جريان مومي او همداراز له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په اړه سره اختلاف لري.

په تېرو وختونو کې په افغانستان کې د تحمیلي جګړو، د متخصصینو او مالي سرچینو د نشتوالي او داسې نورو عواملو له امله افغانستان ونه شو کولی خپلې اوبه تنظیم، مدیریت او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ترې ګټه پورته کړي، خو ګاونډیو هېوادونو د افغانستان له ناوړه وضعیت څخه په ګټه اخیستنی، د دې حوزې اړوند سیمه کې ډېر تاسیسات د نړیوالو اصولو او قواعدو خلاف جوړ کړي دي. په دې وروستیو کې افغانستان هم د بهرنیو هېوادونو په مرسته او ملي عزم او ارادې په درلودو سره یو څه بندونه او تاسيسات د اوبو تنظیم په موخه جوړ کړل؛ دا کار د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ايران سره د اوبو پر سر د اختلافاتو زياتېدو لامل وګرځېد؛ ان تر دې چې افغانستان او ایران څو څو ځلې په دې اړه له ډیپلوماتیکو لارو خپل اعتراضونه وړاندې کړل. په دې څېړنه کې هڅه شوې څو د هریرود حوزې اړوند د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافات د نړیوالو اصولو او قواعدو په رڼا کې وڅېړل شي.

هریرود سیندیزه حوزه

هریرود په دوه عمده برخو وېشل شوی دی چې د پورنتي هریرود (هریرود علیا) او ښکتني هریرود (هریرود سفلی) په نوم یادېږي. دغه سیند د بابا غرونو له څنډو، د مرکزي سیمو د لعل او سرجنګل له لوړو سیمو سرچینه اخلي [1] او ۱۲۳۷.۴۱ کیلومتره اوږوالی لري، له دې جملې څخه ۶۷۲.۹۵ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې په نسبتاً یو مستقیم مسیر کې لوېدیځ لوري ته جریان پیدا کوي، یاد سیند په غور ولایت کې له اوږد واټن وهلو وروسته د غور ولایت مرکز، چغجران ښار څخه هرات ولایت ته داخلېږي او د اسلام کلا لوري ته جریان پیدا کوي او بیا د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۴۱.۹۳ کیلومترو په اوږوالي ګډه پوله جوړوي او په پای کې د قره قوم په دښتو کې جذبېږي. د علیا او سفلی هریرود سیمې مساحت ۳۹۲۲۱ کیلومتره مربع دی، [2] چې له دي جملې څخه ۴۰ سلنه کرنیزه ځمکه یې خړوبېږي او پاتې ځمکې د اوبو له کمښت سره مخ دي. د اوبو اړتیاوې په دې حوزه کې د کرنې، څښاک، صنعت او چاپېریال په ګډون د نفوسو له زیاتوالي او د ژوندانه ډول له بدلون سره مخ په زیاتېدو دي. له بل پلوه په پورتني هریرود کې د رباط اخند هایدرولوژیکي سټېشن او په کتني هریرود کې د تېرپل هایدرولوژیکي سټېشن د پخواني او اوسني ارقامو پرتله، د هریرود اوبو د اندازې کمښت ښيي.  [2]

همدا راز د ایران په خاوره کې هریرود سیندیزه حوزه د قره قوم یا سرخس په نوم یادیږي او د ایران په شمال شرق کې واقع دي او له دهنه ذالفقار تر تېرېدو وروسته د ایران او ترکمنستان ترمنځ (۱۵۰.۸۶) کیلومتره ګډه پوله جوړوي او په پای کې د قرقوم دښتو کې جذبېږي. د ایران لوري هغه فرعي سیندیزي حوزې چې پر هریرود پورې تړاو لري، ۲ حوزې دي. د یادو حوزو ټولټال مساحت ۴۵۴۵۹ کیلومتر مربع دی.  [2]په دې حوزو کې د مشهد، سرخس، تایباد، فریمان او تربت جام ښارونه واقع شوي دي، کشف رود او جام رود یې له مهمو سیندونو څخه دي.

حقوقي ارزونه:

اساساً د پوله شریکو (پوله تېرېدونکو) اوبو د سرچینو شتون، د یوې اقتصادي سرچینې او همداراز د هېوادونو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو رامنځته کېدو یو مهم عامل ګڼل کېږي. د اوبو پر سر د شخړو رامنځته کېدل په نړۍ کې اوږده تاریخي مخینه لري او اوس مهال د نړۍ شاوخوا ۵۰ هېوادونه په ورته وضعیت کې واقع دي. [3] په نړۍوالو سیندیزو حوزو کې بشپړې طبیعي پروسې لکه د اقلیم بدلون، د نفوسو وده او د سیندیزو حوزو په غاړو بشري فعالیتونه د اوبو کمښت لمړني لمسوونکي عوامل ګڼل کېدی شي چې د اوبو په کمښت او کیفیت اغېز پرېباسي، په نتیجه کې په اقتصادي چاپېریالیز ناورین اوړي، د ژوند کیفیت راښکته کوي او په هېوادونو کې د کورنۍ ګډوډۍ لامل کېږي. یاد عوامل ملي ناامني او بې ثباتي لا تقویه کوي؛ ممکن د دوو یا ډېرو د اوبو شریکو هېوادونو ترمنځ د شدیدې شخړې رامنځته کېدو لامل وګرځي. [4] له بل پلوه ځیني عوامل کولای شي د اوبو د کمښت او د اوبو پر سر د هېوادونو او سیندیزو حوزو په شاوخوا کې پرتو ټولنو ترمنځ د شخړو د شدت لامل شي. کارپوهان پر دې باور دي چې څلور جغرافیایي لاملونه، لکه د اوبو ککړتیا، د اوبو کمښت، ناعادلانه او نامنصفانه وېش او طبیعي یا انساني افتونه کولی شي په بالقوه توګه د اوبو شخړې رامنځته کړي. [3] له همدې امله په نړۍواله کچه ډېرې هڅې شوې دي چې د پولې تېرېدونکو اوبو د سرچینو د وېش او تنظیم لپاره د یو جوړښت او فورمولبندي په واسطه د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د پېښیدونکو شخړو د حل لپاره اجماع رامنځته شي او د فزیکي شخړو او جګړو رامنځته کېدو کچه ټیټه شي.

د دې هڅو پایله د هلسینکي قواعدو، د ۱۹۹۲ کنوانیسیون، د ۱۹۹۷ کنوانیسیون او د برلین د اوبو منابعو قواعدو د جوړېدو لامل شوي دي. هریرود په حوزه کې هم ځیني عوامل د اختلافاتو رامنځته کېدو سبب شوي دي چې هغه عوامل عبارت دي له: د اقلیم بدلون یا د اوبو کمښت (طبیعي آفت)، د سیندیزې حوزې پر غاړه بشري فعالیتونه (انساني افتونه)، د اوبو ناعادلانه او نامنصفانه کارونه او د نفوسو وده چې دې عواملو د ایران او افغانستان ترمنځ اختلافاتو ته لمن همواره کړې ده.

همداراز څېړنې ښیي چې د پوله تېرېدونکو اوبو پر سر د هېوادونو ترمنځ مرستې ډېرې کمې عادلانه دي او د اوبو سرچینو کنټرول او د خبرو اترو او همکارۍ له پروسې ترلاسه شوې ګټې په مستقیم ډول د دولتونو په واک پورې اړه لري.  [5] په بل عبارت، هر یو دولت چې د ډېر واک خاوند وي، د اوبو پر زېرمو باندې خورا ډېر کنټرول لري او د خبرو اترو او همکارۍ له پروسې ډېرې ګټې دوی ترلاسه کوي. همداراز جغرافيايي موقعيت په نړۍوال ډګر کې د دولتونو د ځواک په ټاکلو کې کليدي رول لوبوي؛ په دې معنا که چېرې هغه هېواد چې په پورته پرته سیمه کې واقع دی، د کافي زېرمو په جوړولو سره اوبه داسې کنترول کړي چې د لاندې پرتو سیمو هېوادونه تر اغېزې لاندې راولي.

د دې ښه بېلګه چین او ترکیه دي خو دا د مطلق واک په معنا نه دی، بلکې یو امتیاز دی، په هغه صورت کې چې یو هېواد نظامي، اقتصادي او سیاسي واک ولري، یادې ځانګړتیاوې کولای شي یو دولت په یو نړیواله حوزه کې په ځواک (هژمون) بدل کړي، که څه هم په ځایي لحاظ په لاندې پرته سیمه کې پروت وي. د مثال په توګه، د نیل په نړیواله حوزه کې، ایتوپیا یو داسې هېواد دی چې په پورته پرته سیمه کې پروت دی او له یادو ځانکړتیاوو څخه برخمن ندی، د دې سیمې هایدرو هژمون نه شي ګڼل کیدی، خو مصر چې له یادو ځانګړتیاوو برخمن دی، په اصل کې د دې سیمې هایدرو هژمون دی، که څه هم په لاندې پرته سیمه کې موقعیت لري. اسرائیل هم د موقعیت له پلوه پورته پروت هېواد نه دی، مګر په دې سیمه کې د اوبو د هژمون رول لوبوي. پورته پراته هېوادونه د اقتصادي او ساختاري ضعف له امله، د اوبو د کنټرول لپاره کافي زېرمو د نه جوړولو او خپل پوځي ځواک ته وده نه ورکولو له امله نه دي توانېدلې چې له خپل جغرافیایي امتیازه ګټه پورته کړي. هغه هېوادونه چې هیڅ ډول جغرافیایي امتیازات نه لري، کولی شي د قوي اقتصادي منابعو او نظامي ځواک په برابرولو سره ځان ته هژمونیک دریځ خپل کړي.

که موږ د ایران او افغانستان اړیکو ته پام وکړو، په ښکاره توګه لیدل کېږي چې د هلمند او هریرود سیندونو سرچینه د افغانستان په خاوره کې ده او دا د افغانستان لپاره یو طبیعي امتیاز ګڼل کېدای شی. افغانستان که په اقتصادي او نظامي برخو کې پراختیا ومومي، پر هلمند او هریرود حوزو سربېره د افغانستان په ټولو حوزو کې به په یو قوي او غښتلي واکمن (هژمون) بدل شي. ایران برعکس له داسې طبیعي امتیازاتو بې برخې دی خو د افغانستان اوسني سیاسي او اقتصادي حالت ته په کتو (چې د نړۍوال مشروعیت په لټه کې دی) د افغانستان په پرتله ایران ښه سیاسي، اقتصادي او پوځي ځواک لري او په دې حوزه کې پر اوبو د واکمنۍ (هژمون) په لټه کې دی.

هریرود یو موسمي پوله تېرېدونکی سیند دی چې د اوبو د جریان کچه یې د کال په موسمونو کې توپیر کوي، یوازې په څو میاشتو کې اوبه له سرحد څخه تېرېږي؛ دا اوبه کله دومره کمیږي چې حتا د غوریان، زنده جان، کهسان او اسلام قلعه والسوالۍ چې د افغانستان په خاوره کې قرار لري، په ډیرو فصلونو کې په خپله د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ وي. د تیرپل هایدرومیترولوژیکي سټیشن د څو کلنو ارقامو (د میاشتنی جریان اوسط کچې) څخه چې په (۱) شمیره ګراف کې ښودل شوي، معلومیږي چې په څلورو میاشتو کې اوبه له سرحد څخه تېرېږي او په پاتې ۸ میاشتو کې هریرود په هغه اندازه اوبه نلري چې له پولې واوړي او ایران ته ورسیږي.

همداراز له تاریخي استفادې او د تاریخ لیکونکو او جغرافیه پوهانو له تاریخي اثارو څرګنديږي چې ایران لوري د دوستۍ بند له جوړولو مخکې له پورتني هریرود څخه په زراعت کې کار نه دی اخیستی؛ یعنې د سرخس اوسېدونکو خپلې یو اندازه محدودې ځمکې د کاریزونو له لارې خړوبولې او پاتې برخه اوسېدونکي یې په مالدارۍ بوخت وو. د افغانستان په خاوره کې د هرات ښار خلکو د هریرود سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستې او تاریخې استفادې په هکله تاریخ لیکونکو او جغرافیه پوهانو په خپلو اثارو او کتابونو کې یادونه کړی ده. د مثال په توګه، معین الدین محمد اسفزاري د نهمې هجري قمري پېړۍ تاریخ لیکونکې په خپل کتاب  [6] کې راوړي چې: په هرات ښار د مغلو حملې پر مهال د انجیل کانال چې د اوبو رسولو په موخه ورڅخه کار اخیستل کېده، په بشپړه توګه له منځه لاړ او دا کانال د هرات خلکو د همت پر مټ د دوو میاشتو پرله پسی هڅو په ترڅ کې بیا ورغول شو او اوبو بېرته ښار او زراعتي سیمو ته جریان پیدا کړ.» همداراز اسفزاري زیاتوي چې: «ابو سعید په هرات کې د مغولو وروستي سرلښکر یو کانال د «جوی سلطاني» په نوم جوړ کړ چې په یاد کانال کې د پاشتان سیند اوبه بهېدې او له پاشتان تر سلقمان کلي پورې چې دا سیمه شپږ فرسنګه (فرسخ) وه، په باغونو او باغچو بدله کړه.» ابن حوقل چې د څلورم پېړۍ جغرافیه پوه دی، په خپل کتاب  [7]کې د «بلوکات هرات» په هکله داسې لیکي: «د هرات ښارونه چې باید د مالان له سیند څخه اوبه شوي وای، د سیند په شمال او جنوب کې پراته وو. د یاد سیند په دواړو خواوو کې د دې سیمې خلکو کانالونه او ویالې جوړې کړې وې چې اوبه به یې کلیو او کرنځایونو ته رسولې. یادو کانالونه ته به بلوک ویل کېدل. په شمال خوا کې د انجیل، النجان، غوروان او پاشتان، توران او تونیان، خیابان، سبقر، پروانه او هوا دشتک او همداراز په جنوب خوا کې کمبراق، ادوان او تیزان کانالونه جوړ شوي وو.»  [3]

دغه راز د ایران په خاوره کې د هریرود سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستې یا تاریخې استفادې په هکله تاریخ لیکونکو او جغرافیه پوهانو په خپلو اثارو او کتابونو کې هم یادونه کړې ده؛ د مثال په توګه یعقوبي د درېیمې پېړۍ جغرافیه پوه، په خپل کتاب [8] کې لیکي «سرخس یوه ښایسته (باشکوه) او لوی ښار دی چې شګیزو دښتو کې واقع شوی دی او کډ خلک په کې اوسېږي چې عبدالله بن خازم سلمی د عثمان په خلافت کې فتح کړ او د څښاک اوبه یې له څاګانو څخه دي؛ سیندونه او چینې نه لري.» ابو اسحاق ابراهیم اصطخري مکني د ۳۴۶ه‍.ق متوفی د دغه ښار په هکله داسې لیکلي: «سرخس د نیشاپور او مرو ترمنځ یو ښار دی او روانې اوبه نه لري.» په بل ځای کې لیکي: «د پوشنګ اوبه له هري (هریرود) څخه دي او دا سیند سرخس ته بهېږي؛ خو هغه وخت چې هوا ګرمه وي، اوبه هلته نه رسېږي.» چې دا خپله د هریرود سیند پر موسمي توب دلالت کوي. یاقوت حموي د معجم البلدان کتاب مؤلف د اوومې هجري پېړۍ په لومړیو کې د دغه کتاب په (څلورم ټوک، ۲۰۸ ص) کې سرخس ښار داسې تعریفوي: «سرخس د خراسان له پخوانیو ښارونو څخه دی چې د نیشاپور او مرو ترمنځ واقع شوی… هغه تږی ښار دی چې هلته د څاګانو له اوبو چې خورا پاکې او خوندورې دي، نورې هیڅ اوبه نه موندل کېږي، روان سیند هلته شتون نه لري، پرته له هغه سیند څخه چې د کال په یوه برخه کې جاري وي او دایمي نه دي چې هغه هم د هرات اضافه اوبه دي.» ولادیمیر په خپل کتاب [9] کې لیکي: «د سرخس په دوه فرسخۍ کې یو سیند چې مکمل ښار یې قطع کاوه، شتون درلود چې د سرخس اوبه په هرات کې د اوبو د ډېرې کارونې له وجې د اوړي په موسم کې په بشپړه توګه وچېدې، له همدې امله په دې سیمه کې للمي کرنه ډېره عامه وه.» وحید سنایي په «هیدروپولیتیک، امنیت و توسعه در روابط ایران، افغانستان و ترکمنستان » کې لیکي: «د هریرود جریان د ژمي په وروستیو او د پسرلي په لومړیو پورې تړلی دی.» ډاکتر محمد عجم د سولې نړۍوالو مطالعاتو مرکز (IPSC)، د نړۍوالو حقوق کارپوه، د هریرود سیند له اوبو څخه د ایران د استفادې به هکله داسې لیکي: «په ایران کې له اسلامي انقلابه مخکې د هریرود سیند اوبو ته دومره اړتیا نه وه، ایران له هریرود څخه تقریباً هیڅ ډول استفاده نه کوله او د ایران دننه له صالح اباد تر سرخس پورې ډېر کم نفوس اوسېده او اکثره مالداره وو.» [3] دغه تاریخي حقیقت او تخنیکي ارقام د هریرود پر موسمي توب دلالت کوي او دا څرګندوي چې د ایران هېواد له پخوا د پورتنۍ هریرود له اوبو څخه حقابه نه ده درلوده، خو په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان له ناوړه وضعیت څخه په ګټې اخیستنې، ایران او ترکمنستان په یو اړخیزه توګه اوبیزې زېرمې جوړې کړې چې له نړۍوالو قوانینو او مقرراتو څخه ښکاره سرغړونه ده.

همدارنګه اسلامې تیوري (نظریه) پر هغه قوانینو بنأ ده چې د رسول الله (ص) له خوا په مدینه کې وضع شوي دي، دا نظریه له مشترکو منابعو څخه د ګټې اخیستنې د لومړیتوب حق د هغه مالک یا پورته پروت هېواد ته ورکوي او هغه اضافه اوبه دي چې باید ښکته پرتو سیمو ته جریان پیدا کړي [10].

دا نظریه له مشترکو منابعو څخه د کارونې په هکله د ایران د مدني قوانینو اساس هم دی. د ایران د مدني قانون په ۱۵۸مه ماده کې د اوبو له مشترکو منابعو د ګټې اخیستنې په هکله داسې راغلي: «هرګاه تاریخ احیای اراضی اطراف رودخانه مختلف باشد، زمینی که احیای آن مقدم بوده است، در آب نیز مقدم می شود، بر زمینی متاخر در احیا، اګر چه پایین تر از آن باشد. [11]» ژباړه: “هرکله چې د سیند په شاوخوا کې د ځمکو د احیا نېټه توپیر ولري، هغه ځمکې چې مخکې رغول شوې وي، په اوبو کې هم د هغو ځمکو په پرتله چې وروسته رغول شوي، مقدم دي. که څه هم د هغې څخه ټېټه پرته وي.” له تاریخي کارونې ثابتېږي چې له دېر پخوا راهیسې د هریرود اوبه په افغانستان کې کارول کېدې او په یادې حوزه کې اکثره تمدنونه د سیند پر غاړه منځته راغلي او د هریرود له سیند څخه یې د ځمکو خړوبولو په خاطر کانالونه جوړ کړي ول چې دې کانالونو ته به بلوکات ویل کیده. او د دې کانالونو په واسطه به یې خپلو ځمکو ته اوبه رسولې چې اوس هم د بلوکات هرات په نامه یادېږي. او همداراز تاریخي څیړنې ښیي چې د ایران په سرخس ښار کې د هریرود له اوبو څخه هیڅ کله په کرنه کې ګټه نده اخیستې. یعنی د سرخس سیمې لږ نفوس د کاریزونو له لارې خپلې محدودې ځمکې خړوبولې. او د سیمې پاتې برخه لک په مالداري کې ښکیل ول، خو په دې وروستیو کې د دوستي بند له جوړولو وروسته یې خپلو ځمکو ته پراختیا ورکړې.

همداراز په ۱۵۹ ماده کې بیا داسې راغلي چې: «هرګاه کسی بخواهد جدیداً زمینی را در اطراف رودخانه احیا کند، اګر آبخ رودخانه زیاد باشد و برای صاحبان اراضی، سابقه تضییفی نباشد، می توان از آب رودخانه، زمین جدید را مشروب کند، در غیر این صورت حق بردن آب را ندارد، اګر چه زمین او بالاتر از دیګر اراضی باشد. [11]» ژباړه: “هرکله که څوک غواړي د سيند په شاوخوا کې نوې ځمکه ورغوي، که د سيند اوبه زياتې وي او د ځمکې پخواني خاوندانو لپاره په اوبو کې کمښت رانشي، کولی شي د سيند له اوبو څخه نوې ځمکې خړوبې کړي، خو که د اوبه کمښت رامنځته کېږي، د اوبو د وړلو حق نه لري. که څه هم د نورو ځمکو په پرتله پورته پرته وي.”

د يادې مادې پر اساس ویلی شو چې هریرود یو موسمي پوله تېرېدونکی سیند دی او د اوبو د جریان کچه یې د کال په موسمونو کې توپیر کوي، یوازې په څلورو میاشتو کې اوبه له سرحد څخه تېرېږي او په پاتې ۸ میاشتو کې هریرود هغه اندازه اوبه نلري چې ایران ته ورسیږي؛ او کله یې اوبه دومره کمیږي چې حتا د افغانستان دننه د یادې حوزې د لاندې پرتو سیمو اوسیدونکي د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو له کمښت سره مخ کیږي.

همدارنګه په دې هکله د رسول الله دا حدیث دیر واضح صراحت لری: «إنّ رجُلاً مِن الأنصارِ خاصَمَ الزُّبيرَ عندَ رسولِ اللّه ِ صلى الله عليه و آله في شِراجِ الحَرّةِ التي يَسقُونَ بها النَّخلَ، فقالَ الأنصاريُّ : سَرِّحِ الماءَ يَمُرَّ ! فأبى علَيهِم، فاختَصَمُوا عِند رسولِ اللّه ِ صلى الله عليه و آله فقالَ رسولُ اللّه ِ صلى الله عليه و آله للزُّبيرِ : اسْقِ يا زُبيرُ ثُمّ أرسِلِ الماءَ إلى جارِكَ، فَغَضِبَ الأنصاريُّ، فقالَ : يا رسولَ اللّه ِ، أن كانَ ابنَ عَمَّتِكَ ! فَتَلَوَّنَ وَجهُ نَبيِّ اللّه ِ صلى الله عليه و آله ثُمّ قالَ : يا زُبيرُ اسْقِ، ثُمّ احبِسِ الماءَ حتّى يَرجِعَ إلَى الجُدُرِ. فقالَ الزُّبيرُ : و اللّه ِ، إنّي لأحسَبُ هذهِ الآيةَ نَزَلَت في ذلكَ : «فَلا وَ ربِّكَ لا يُؤمِنونَ.» [12]

ژباړه: د انصارو څخه يو سړي له زبير سره د حره ویالې د اوبو په سر چې له هغې څخه يې ونې اوبه کولې، شخړه منځ ته راغله. زبیر ته یې وویل: پریږده چې اوبه لاړې شي، خو زبیر انکار وکړ. هغوی قضاوت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ویؤړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم زبیر ته وویل: ای زبیره! خپلې ونې اوبه کړه او بیا د خپل ګاونډي (ځمکو) ته اوبه ور پریږده. انصاري په غوسه شو او ویې ویل: ای د خدای رسوله! ځکه چې هغه ستاسو د ترور زوی وه (چې تاسو داسې قضاوت وکړ)؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مخ رنګ بدل شو. بیا یې وویل: اې زبیره! خپلې ونې اوبه کړه او بیا د اوبو مخه وتړه ترڅو دیوالونو ته بیرته راوکرځي. زبیر وویل: زه په خدای قسم خورم لکه دا آیت چې په دې اړه نازل شوی دی: «خو داسې نه ده، زه ستا په رب قسم خورم چې دوی ایمان نه راوړي»”.

له دې حدیث څخه ډېر واضح معلومېږي چې پورته پروت هېواد د اوبو په کارونه کې د اولویت حق لري او باید پورته پروت هېواد خپلې اړتیاوې ورڅخه پوره کړي او بیا ښکته پراته هېوادونه ته جریان ومومي.

دا چې هریرود یو موسمي پوله تېرېدونکی سیند دی او کله یې اوبه دومره کمیږي چې حتا د افغانستان دننه د یادې حوزې د لاندې پرتو سیمو اوسېدونکي د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو له کمښت سره مخ کېږي او د دې حوزې ۴۰-۴۵ سلنه ځمکې له دې سیند څخه اوبه کېږي او پاتې ۵۵-۶۰ سلنه ځمکې یې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي. په یادې حوزه کې د تېرپل سټېشن د څو کلونو (۲۰۰۸-۲۰۲۰) ارقام ښیي چې په اوسط ډول ۳۸۲ میلیون متر مکعبه اوبو له دغه سټېشن څخه د کال په څلورو میاشتو کې تېرېږي، نو د دې نظریې پر اساس او د افغانستان اړتیاوو ته په کتو چې تقریباً ۶۰ سلنه ځمکې په یاده حوزه کې اوبو ته اړتیا لري او دا اوبه هم ورته بسنه نه کوي. نو په داسې حال کې څنګه کولی شو دا ۳۸۲ میلیون متر مکعبه د هریرود اوبه چې هغه هم په ۴ میاشتو کې تولیدېږي، د درې هېوادونو (افغانستان، ایران، ترکمنستان) ترمنځ ووېشو.

د ایران حقابه غوښتنه او د افغانستان د زېرمو پر جوړولو اعتراضات د نړۍوال عرف او نړۍوالو حقوقو له مخې مؤجه نه دي؛ که چېرې هریرود یو پوله تېرېدونکی سیند هم وبولو، دا چې د هریرود سیندیزه حوزه ۴۵۴۵۹ کیلومتر مربع د ایران په خاوره کې واقع شوې ده او د هریرود سیند اوبه د پولې ها خوا د ایران خاورې ته یې هم پراختیا موندلې ده، نو بې له شکه ټولې برخې یې د یو حقوقي نظام تر چتر لاندې راځي. په ایران کې د هریرود حوزه د قره قوم او کله هم د سرخس سیندیزې حوزې په نوم یادیږي. د ایران له لوري د سرخس، کشف رود، ګنبدلی، صالح اباد- جنت اباد، فریمان، تربت جام، شهرنو، باخزر، تاباد او کرات فرعي برخو اوبه همدغه سیند ته بهیږي. [13]

د یادې حوزې سطحي اوبه د ایران له لوري د څو بندونو په جوړولو سره مهار شوي. او شاوخوا ۴۰ بندونه د ایران خاورې په قره قوم حوزه کې پر ډېرو فرعي برخو کې د ګټه اخیستنې، جوړولو او مطالعې په حال کې دي، [3] چې نه پرېږدي اوبه یې هریرود ته وبهیږي. د دوستۍ بند چې د هریرود سیند اوبو پر سر په یو اړخیزه توګه او د افغانستان توافق او ورته د خبر ورکولو پرته جوړ شوی، په قره قوم حوزه کې د جوړ شوو بندونو یوه ښه بېلګه ده. د ایران له لوری د قره قوم د اوبو د کنټرول او مهار پراخ پروګرام د دې لامل شوی چې تقریباً د ایران هیڅ اوبه هریرود ته ونه رسېږي او افغانستان د توجه محراق وګرځي.

په داسې حال کې چې په هریرود حوزه کې د ایران ونډه باید په هیڅ وجه له پامه ونه غورځول شي او د ایران هېواد هم باید د هریرود حوزې د اوبو په برابرولو کې چې سرخس سیمه او بالاخره ترکمنستان ترې ګټه اخلي، خپله ونډه ولري.

د دې ترڅنګ له اوبو څخه معقوله او عادلانه ګټه اخیستنه یو له هغو اصولو دی چې نړۍوال قواعد او کمېسیونونه یې پر اطاعت خورا ټینګار کوي. د هلیسنګي قواعد چې د نړۍوالو عرفي قواعدو له جملې څخه دي، د یادو قواعدو د دویم فصل ۴مه ماده بیانوي چې: “په حوزه کې ښکېل هر هېواد حق لري چې معقولانه او منصفانه ونډه د نړۍوالې حوزې له اوبو څخه د کټورو (مفیدو) کارونو لپاره ولري.” منصفانه وېش په دې معنا نه دی چې هر هېواد دې په یوه اندازه اوبه ترلاسه کړي، بلکه د هر هېواد ونډه، د یاد کنوانسیون په ۵مه مادې کې د ذکر شوو عواملو له مخې ټاکل کېږي.

د یادو قواعدو ۵مه ماده بیا د منصفانه او معقولانه ونډې څرنګوالۍ بیانوي، دا ونډه د ځینو عواملو له مخې ټاکل کېږي چې ځیني مهم لاملونه یې عبارت دي له:

۱- د حوزې هیدرولوژي، په ځانګړې توګه د اوبو په تولید کې د ګډې حوزې هېوادونو ونډه (د هریرود اوبو پر سر چې د دوستي بند جوړ دی، د افغانستان د اوبو پر سر جوړ شوی او ایران خپلې ټولې اوبه د څو بندونو په جوړولو سره مهار کړي او د هریرود د اوبو په تولید کې ونډه نه لري)

۲- د حوزې له اوبو څخه پخوانۍ کارونه، په ځانکړې توګه اوسنۍ کارونه (له تاریخي کارونې جوتېږي چې د پورتني هریرود د اوبو اصلي کارونکي د هرات اوسیدونکي دي)

۳- په حوزه کې د هر هېواد اقتصادي او اجتماعي اړتیاوې (افغانستان په اوسنۍ شرایطو کې د سیمې تر ټولو هېوادونو په ځانکړي توګه د ایران په پرتله چې اتمي ځواک لري، د اقتصادي او اجتماعي له پلوه کمزوری دی)

۴- د ګډې حوزې هېوادونو نسبی هزینه یا دارای چې په حوزه کې د اقتصادي او اجتماعي اړتیاوو د برابرولو ځایناستی (جایګزین) کیدی شي (ایران یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د اقتصاد له پلوه د افغانستان په پرتله دير بډایه دی او همداراز پریمانه تیل لري)

۵- نورو سرچینو (منابعو) ته لاسرسی (افغانستان پرته له اوبو په اوسنیو شرایطو کې کومه بله داسې سرچینه په لاس کې نه لري چې وکولی شي د هغې په واسطه خپلې اړتیاوې پوره کړي، په داسی حال کې چې ایران له ګڼو منابعو برخمن دی او په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره پراخې اړیکې لري او په سیمه کې د تېلو، نفتو او بریښنا صادرونکی دی او ګڼ شمیر توکي د تېلو نفتو او برښنا په شمول افغانستان ته صادروي.) او داسې نور عوامل.

همداراز د ۱۹۹۷کنوانسیون په پنځمه ماده کې بیا راغلي «هغه هېوادونه چې د اوبو منابع/ مسیر کې ښکیل دي، مکلف دي چې په خپله خاوره کې د اوبو له نړیوالو سرچینو څخه په عادلانه او منصفانه توګه ګټه واخلي. په ځانګړې توګه دا اړینه ده ترڅو یو نړیوال اوبیز مسیر څخه هغه هېوادونه چې په دې مسیر کې پراته دي، داسې ګټه واخلي او وده او پراختیا ورکړي چې په یاد مسیر د نورو پرتو هېوادونو د اعظمي او دوامداره استفادې ملاحظات او همدارنګه ګټې یې په پام کې نیولې وي. او د اوبو سرچینو د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره شوي وي.»

او د دې ترڅنګ د ۲۰۰۴ کال د برلین قواعدو په ۱۲مه ماده کې د منصفانه ګټې اخیستنې تر عنوان لاندې یادونه کوي چې « د سیندیزې حوزې هېوادونه په خپله خاوره کې د نړیوالې حوزې اوبه باید په منصفانه او معقولانه توګه او په حوزه کې نورو ښکیلو هېوادونو ته د توجه وړ ضرر نه رسولو اصل په پام کې نیولو سره مدیریت کړي.» چې دا ماده په اصل کې هماغه د هلسینکي قواعدو ۴ ماده او د ۱۹۹۷ کنوانسیون ۵ ماده ده.

افغانستان هم یادو اصولو ته په کتو کولای شي په هریرود حوزه کې خپل له لاسه ورکړي او ورک حقونه )د تاسیساتو جوړول، د زراعتي ځمکو بیا رغونه، د بریښنا تولید او…) ترلاسه کړي او د موجوده پتانسیلونو او تاریخي کارونې څخه په استفادې د هریرود حوزې د اوبو زېرمو ته کم تر کمه د سیمې نورو هېوادونو په کچه وده ورکړي؛ ځکه دا په هیڅ وجه منصفانه او معقولانه نه ده چې پورته پرته سیمه کې – چېرې چې د اوبو زیاته برخه تولیدیږي – حتی د څښاک پاکو اوبو او کافي خوړو ته لاسرسي نه لري او زیات شمېر وګړي د امکاناتو د نشتوالي او د اوبو د کنټرول د ودانیو د نشتوالي له امله هر کال د ژمي د سختې یخنۍ او د پسرلني سېلابونو له ګواښ سره مخ وي؛ خو د اوبو او سېلابونو د مهار لپاره د پروژو پلې کولو اجازه دې ونه لري او په لاندې پرتو سیمو کې پراته هېوادونه د بندونو، کانالونو او د اوبو بېځایه کارونې په واسطه، اوبه په نامعقوله توګه مصرف کړي. دا هم منصفانه نه ده چې افغانستان تقریباً ۸۰ سلنه برېښنا له بهرنیو هېوادونو را واردوي؛ خو ایران او ترکمنستان بیا پر افغانستان برېښنا پلوري. د احصایې ملي ادارې د ۱۳۹۹ کال راپور پر اساس افغانستان له ایران څخه ۸۱۷.۳۹ میلیون کیلووات/ ساعت او له ترکمنستان څخه ۷۳۳.۱۹ میلیون کیلووات/ ساعت برېښنا را واردوي. [14]

د هلسینګي قواعد په ۲۹مه ماده کې د مخکې خبر ورکولو ((Prior Notification په هکله داسې راغلي: “د دې لپاره چې د سیندیزې حوزې هېوادونو ترمنځ د قانوني حقونو یا نورو ګټو په اړه د شخړو مخنیوی وشي، دا سپارښتنه کیږي چې د سیندیزې حوزې هر هېواد چې په خپله خاوره کې د حوزې د اوبو په اړه اړونده او معقول معلومات په لاس کې ولري باید له نورو هېوادونو سره یې شریک کړي.” د همدې مادې په دویم پراګراف کې لیکل شوي “یو دولت پرته له دې چې په اوبیزه حوزه کې د هغه موقعیت په پام کې ونیول شي، باید په خاصه توګه په اوبیزه حوزه کې هر هغه هېواد ته چې ممکن ګټې یې د پام وړ د تاثیر لاندې واقع شي، د هر ډول وړاندیز شوي تاسیساتو د جوړولو او نصب کولو په اړه چې د حوزې رژیم ته په یو ډول تغییر ورکولی شي، وړاندې کړي.”

همداراز د ۱۹۹۲ کنوانسیون ۹مه ماده داسې صراحت لري چې که چېرې په حوزه کې دوه یا ډېر ګډ نهادونه شتون ولري، دوی باید هڅه وکړي چې خپل فعالیتونه په حوزه کې د فرامرزي اغېزو د مخنیوي، کنټرول او کموالي په موخه همغږي کړي.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۷ کنوانسیون د دوولسمې مادې پر اساس هغه هېوادونه چې د پوله تېرېدونکو اوبو د مسیر په اوږدو کې پراته دي، مکلف ګرځوي چې په مسیر پراته نورو هېوادونو ته د خپلو پلان شوو کړنو په اړه په خپل وخت سره خبر ورکړي.

خو ایران او ترکمنستان په لاندې پرته سیمه کې د څو موافقتنامو په ګډون د دوستۍ بند جوړولو پر وخت افغان حکومت ته خبر ورنه کړ او نه یې په دې هکله معلومات شریک کړل. د یاد بند پر جوړولو افغان دولت رسماً اعتراض وکړ او د کار په جریان کې هم افغان دولت د رسمي یادښت پر ورلېږلو سره خپل رسمي دریځ وښود او له دغه کار سره یې شدید مخالفت ښکاره کړ او د کار بندولو غوښتنه یې وکړه؛ خو مقابل لوري په دې هکله هیڅ توجه ونه کړه او د یاد بند کارونه یې سرته ورسول. له همدې امله د ایران دولت له خوا یو اړخیز عمل او د افغان دولت د اندېښنو له په پام کې نیولو پرته د نړۍوال عرف او حقوقو خلاف عمل دی. د ایران او ترکمنستان دا کار افغانستان دې ته اړ باسي او په هغه موقف کې یې واقع کوي څو پر وړاندې یې متقابل چلند (عمل بالمثل) غوره کړي، او یادو هېوادونو ته له مخکنۍ خبرتیا پرته خپل تاسیسات پیل کړي. متقابل چلند د نړۍوالو حقوقو له نظره په نړۍواله کچه یو پېژندل شوی اصل دی چې پر اساس یې هېوادونه د یو اړخیزو اقداماتو په ترسره کولو سره هڅه کوي څو هغه هېوادونه چې مخکې یې له نړۍوالو حقوقو او مقرراتو څخه سرغړونې کړې وي، مجبور کړي، څو له یادو مقرراتو څخه اطاعت وکړي.

په پای کې باید ووایو چې د ایران له لوري د هېواد دننه او همداراز له افغانستان سره د ګډې پولې سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د ناسم مدیریت له وجې نه یوازې خپل ځان ته سرخوږی جوړ کړی او ایران یې د اوبو بحران خوا ته بیولی دی، بلکې دا ډول نه سنجول شوې کړنې د افغانستان او ایران هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو لامل ګرځېدلې دي او اوبه یې د شخړو په وسیلې بدلې کړې دي؛ په داسې حال کې چې اوبه باید د دوو هېوادونو ترمنځ د مرستو د پراختیا او دوستۍ وسیله و اوسېږي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان له محرومیتونو څخه ځان وژغوري او د خپل ځان لپاره د اوبو د تلپاتې زېرمو په رامنځته کولو او د هریرود حوزې د ودې لپاره چې د افغانستان مشروع حق دی، اقدام وکړي، له خپلو اقتصادي او ټولنیزو حقوقو څخه په عادلانه او معقولانه ډول ګټه پورته کړي.

پایله

  • افغانستان تر اوسه په هریرود سیندیزه حوزه کې د پورته پروت هېواد په توګه له خپلو ښکته پرتو ګاونډیو هېوادونو سره کوم تړون نه دی لاسلیک کړی؛ په داسې حال کې چې ایران او ترکمنستان پرته له دې چې دا په پام کې ولري چې افغانستان د هریرود د اوبو اصلي سرچینه ده، د اوبو د ګډو منابعو په هکله سره توافق ته رسېدلي دي.
  • د هریرود سیند اوبه په درېیو هېوادونو (افغانستان، ایران، ترکمنستان) کې جریان مومي، له همدې امله پر دغه سیند هر ډول اقدام چې د هر یو هېواد له لوري کېږي باید د دې حوزې نورو اړوند هېوادونو ته خبر ورکړل شي. خو ایران او ترکمنستان د خپلو اقداماتو او په لاندې پرته سیمه کې د دوستۍ بند جوړولو پر وخت له افغان حکومت سره نه مشوره کړې او نه یې ورسره په دې اړه معلومات شریک کړي دي، له همدې کبله د ایران او ترکمنستان دولتونو له خوا یو اړخیز عمل او د افغانستان دولت اندېښنې له په پام کې نیولو پرته د نړۍوال عرف او حقوقو خلاف عمل دی.
  • افغان دولت د دوستي بند پر جوړولو رسماً اعتراض کړی او له دغه کار سره یې شدید مخالفت ښکاره کړی دی او د دغه کار بندېدو غوښتنه یې کړې ده؛ مقابل لوري په دې هکله حتا هیڅ توجه نه ده ښودلې او کلونه کلونه یې د افغانستان له اوبو پرته له کوم امتیازه ګټه اخیستې ده. که چېرې افغانستان په هریرود حوزه کې کومه پروژه پلې کوي، دا اعتراض چې د افغانستان له لوري شوی، د ایران او ترکمنستان هېوادونو د حقوقي اعتراض او مخالفت دروازې تړي.
  • د ایران د اوبو کمښت، په سیمه کې د وچکالۍ او له دې څخه هم مهمه د ایران اوبو د مدیریت کوونکو د ناسم او غلط مدیریت او سیاستونو پایله ده. افغانستان نه باید د ایران د اوبو مدیریت کوونکو د غلطۍ تاوان له خپلې برخې پرې کړي.
  • دا چې هریرود یو موسمي پوله تېرېدونکی سیند دی، د هریرود سیند اوبو پر سر په اوس وخت کې له ایران سره مذاکرې ته اړتیا نه لیدل کېږي.
  • افغانستان په هریرود حوزه کې په تاریخي استفادې او منصفانه او عادلانه اصولو تکیه کولو سره کولای شي خپل ورک شوي حقونه ترلاسه کړي او د شته پوتانسیلونو او تاریخي کارونې څخه په استفادې د هریرود حوزې زېرمو ته کم تر کمه د سیمې نورو هېوادونو په کچه په منصفانه او معقولانه توګه وده ورکړي او د اوبو شته منابعو او پوتانسیلونو څخه د کرنیزو ځمکو پراختیا او انرژي په تولید کې ګټه واخلي.

اخذلیکونه:

[1] س. محمودمحمودی, مدیریت جامع منابع آبی در حوزه آبریز افغانستان، جلد دوم, کابل: انتشارات پرند, تابستان ۱۳۹۶.

[2] د. ا. ا. ا. و. د. پ. ت. ا. ریاست, MEW, کابل, 1401.

[3] س. حسینی, هریرود (مرور بر حوزه ی آبریز), هرات: د افغانستان د استرانیژیکو مطالعاتو انستیتوت, 1397.

[4]A. P. Elhance, Hydropolitics in the Third World: Conflict and cooperation in international river basins., US: US Institute of Peace Press, 1999.

“Gleick, 1993; Homer-Dixon, 1995; Stucki, 2005; Kramer, 2008; Zeitoun & Warner, 2006”.[5]

[6] م. ا. م. اسفزاری, روضات الجنات فی اوصاف مدینه هرات, ۹-۸۹۷ ه‍ ق..

[7] ا. ا. ح. م. د. ج. شعار, سفرنامه ی ابن حوقل یا ایران در صوره الارض.

[8] ا. ا. ی. ب. یعقوبی, البلدان, تهران: انقره, ۲۷۹ ه‍ ق، ۱۳۳۷ ه‍ ش..

[9] و. و. بارتولد, آبیاری در ترکستان, ۱۸۶۹-۱۹۳۰.

[10]د. م. ر. دهشیری, “دیپلوماسی آب ایران در قبال همسایګان,” in فصلنامه سیاست های راهبردی و کلان, تهران, دانشکده روابط بین الملل وزارت امور خارجه ایران، ګروه مطالعات منطقه ای, ۱۳۹۷, p. ۶۰۲.

[11]و. ع. ایران, قانون مدنی, تهران, ۱۳۶۹.

[12]م. ب. ا. أ. ن. پوری, صحیح المسلم, بیروت: داراحیاء التراث العربی.

[13] ب. ا. آریوبی, د افغانستان د اوبو منابعو مدیریت ( نړېوال مقررات او سیمه ایز تعاملات), کابل: سوله خپرندویه ټولنه, ۱۳۹۹.

[14] د. ا. د. ا. ا. م. م. اداره, سالنامه احصایوی ۱۳۹۹،, کابل, ۱۳۹۹.

 احمد احمدزی “له پولو د تېرېدونکو اوبو پر سر د اختلافاتو د تحلیل متخصص”

نېټه: ۲۶/۴/۱۴۰۱

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 201

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.