ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ  اسیايي جام؛ د افغان لوبډلې پر وړاندې ننګونې او حل‌لارې
د کرکټ  اسیايي جام؛ د افغان لوبډلې پر وړاندې ننګونې او حل‌لارې

لیکنه: ميوند او سمندر

افغانستان چې په ۵۰ اوريزه لوبو کې يې شاوخوا ۱۵۰ لوبې کړې، نور یوه نوې او ځوانه لوبډله نه ده؛ له يونيم سل لوبو يې بايد ډېر څه زده‌کړي وي او اوس يې بايد دغه فارمټ ته منظم بيټينګ او باولينګ لاينونه او معلوم کسان ان، ريزرف هم لرلای چې له بده مرغه داسې نه ده.

ټيم او راتلونکی يې له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ زموږ جنګ ځپلي هېواد کې افغانانو ته د خوښۍ همدغه يوه سرچينه پاتې ده، نو په کرکټ ټيم، لوبغاړو، ان د دوی بې وړتیا روزونکو، غيرمسلکي او بې‌تفاوته مدیریت، د خپلوۍ اړیکو، او د بورډ نه پاملرنې په اړه هيڅوک څه نه وايي او نه يې ليکي.

که غواړو چې افغانستان لوبډله په ټولو فارمټونو کې وځلېږي او په لږ وخت ډېرې اتلولۍ ولري، ستونزې یې حل شي، نو د افغانستان او ملي لوبډلې د رښتینو خواخوږو په توګه بايد د ټيم، لوبغاړو، روزونکو، مدیریت او بورډ پر وړتیا او مسووليتونو ژور بحث او ليکنې وکړو.

ټولنيزو رسنيو کې زموږ هېوادوالو لويې برخې ته د کار، جوړېدو، رغېدو او سمون خبره نه شې کېدای؛ نه يې زغم لري او نه حوصله؛ بس خوله يې تل له کښنځلو ډکه او ګوتې يې پر ماشه وي؛ آبرو عزت دې په يوه دقیقه کې له خاورو سره خاورې کوي؛ کنه پر دغو مسايلو هلته ژور او ارزښتمن بحثونه کېدای شي.

يونيم کسان چې پر کرکټ پوهېږي، پر دغه وضعيت درديږي، هغوی ویني چې د افغانستان لوبډله د لا ډېر ځلېدو روښانه چانسونه لري، بايد له فرصتونو ښه ګټه واخيستل شي. په دې برخه کې اوږده رسنيز بحثونه، اوږدې ليکنې کېدای شي. نن د پاکستان او هند رسنيو يو کليدي بحث د دواړو هېوادونو ترمنځ  د کرکټ سيالۍ او د ټيمونو ارزونه او ان پر هر لوبغاړي ژور بحث و خو زموږ رسنۍ د ژوند ټولو خواوو باندې بحث او ليکنو ته لږ وخت ورکوي.

له يو ځوان مبصر سره مې د بنګله‌دېش او پاکستان پر وړاندې د افغانستان يوه ورځنۍ لوبې وليدې، يو شمېر ستونزې مو د جدي ننګونو په توګه يادښت کړې چې بايد د رسنيو، دوستانو او خبريالانو ملګرو پر مټ خپرې شي؛ ښايي د کرکټ بورډ، مدیریت، سلېکشن کمېټه، روزونکو او د کپټان په يادښتونو کې هم شامل وي خو تر اوسه يې د حل کولو هڅه نه ده شوې:

۱- يوولس کسيز ټيم کې د وړتيا ځای مصلحت نيولی؟

که چېرې د ۱۱ کسيز ټيم د غړو په ټاکنه کې دخيلو کسانو ته د افغانستان بریا، ځلېدل او د ملت خوشحالي ارزښت ولري نو بايد مصلحت، د خپلوۍ اړیکې او د کورنيو واسطې او پالل يوې خوا ته پرېږدي او دغه کسان د اسيا کرکټ جام ټولو سياليو کې شامل کړي:

۱- رحمت‌الله ګوربز ۲- ابراهیم ځدراڼ، ۳-  ریاض حسن، ۴-  حشمت شاهدي، ۵-  نجیب ځدراڼ/ اکرام علي‌خېل، ۶-  محمدنبي ۷-  عزمت‌الله عمرزی/ ګلبدین نایب، ۸-  راشد خان، ۹-  نوراحمد، ۱۰-  مجیب ځدراڼ، ۱۱-  فضل‌حق فاروقي.

خو له بده مرغه ښايي د مصلحت له مخې رحمت‌شاه ته د رياض حسن پر ځای، فريد ملک، عبدالرحمن او کريم جنت ته د )نړۍوال معياري باولر( د نوراحمد او تجربه‌کار ګلبدين نايب او عمرزي پر ځای مصلحتاً يا د فرمايش او نورو خوشالولو لپاره چانس ورکړل شي چې دغه کار به له هېواد سره د جفا او خيانت په معنا وي.

۲- د غوره فاسټ باولرانو کمی

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو فنډونو، بودجو، غوره سپانسر سره بيا هم دومره وخت کې نه دی توانېدلی چې حد اقل دوه د بولټ، سټارک، بومراه، ارش ديپ سينګ، شهنشاه افريدي، نسيم‌شاه په شان باولران پيدا کړي. اوسني ځوان فسټ باولرانو روزنه کې هم پاتې راغلي دي.

حميد حسن هيڅکله په خپل لنډ هال کرکټ بګراونډ کې دوه مياشتې په دوامداره توګه فيټ نه دی پاتې شوی، نور باولران به له هغه څه زده کړي؟ دې برخه کې کرکټ بورډ د يوې کاري او اغېزناکې ستراتيژۍ جوړولو کې پاتې راغلی او له مهمو حريفانو سره وروستۍ لوبې موږ د بې تجربې، ناروزل شوو په نوم فسټ باولرانو له لاسه بايللې دي چې درد يې هيڅکله د هېوادوالو له زړه نه وځي.

۳- د نوراحمد نه شموليت، لويه جفا او خيانت

له يوې خوا غوره فسټ باولر، روزلای او پيداکولای نه شي، له بل لوري د نړۍ په کچه نومياليو سپين باولرانو ته چې ساری نه لري، په لوبه کې چانس نه ورکوي.

د هېواد کرکټ مينه‌والو ته ثابته ده چې ټول ميچونه تر دې دمه موږ ته وړلد کلاس سپينرانو (راشد، مجيب، نبي او نورو) ګټلي. بايد په ټولو لوبو کې خپل ټاپ سپېنران (راشد، نبي، مجيب، نوراحمد) او يو ريګولر فسټ فاروقي او بل پارټ ټايم لپاره عمرزی/ ګلبدين ولوبوو.

د اسیا جام لوبو موقعیت، ميدانونو او لوبو څرنګوالي ته په کتلو که چېرې لوبډلمشر او منجمنټ د نوراحمد په شان قیمتي او د ځانګړو مهارتونو لوبغاړي ته په ټولو لوبو کې چانس ور نه کړي نو منجمنټ، سلېکشن کمېټې او لوبډلمشر له افغانستان سره خيانت کوي.

ډېر د حيرانۍ او پوښتنې ځای دی چې د لوبدلې منجمنت ولې هغه ته د پاکستان پر خلاف لوبو کې چانس ورنه کړ!؟ نوراحمد هغه لوبغاړی دی چې د ګجرات ټاټیټنز په نیمو لوبو کې له راشد سره يو ځای د ټيم برخه او د لوبو ګتونکی و.

ايا دا به ښه وه چې راشد ته ورته یو کیڼ لاس لیګ سپینر/ چینا من د ټيم برخه وي چې سیالې لوبډلې یې په دوه يا درې ویکټو سره يوازې ۲۰ یا ۳۰ منډې ورکړي؟ یا داسې په نوم تېز توپ‌اچوونکی شامل کړو چې ۷۰ منډې ورکوي او یوه ویکټ په سختۍ اخلي؟

۴-  غيرمنظم بيټينګ ارډر

د توپ‌وهنې منظم ارډر باید په نظر کې ونیول شي؛ د لوبډلې وروستيو لوبو کې معلومه شوه چې د لوبې حالت ته په کتو د توپ‌وهنې ارډر ډېر بې‌نظمه کښته او پورته لاړ؛ د مثال په توګه د پاکستان له لوبډلې سره په دویمه لوبه کې د دواړو لومړیو توپ وهونکو له اوټ وروسته د ارډر خلاف محمدنبي ته چانس ورکړل شو، حال دا چې ۱۳ اورونه پاتې وو او ځوان تکړه توپ‌‍وهونکي ته باید چانس ورکړل شوی وای څو هغوی د وضعیت پر اساس چټکه یا هم ورو توپ‌وهنه کړې وای، افغان لوبډلې منجمنت ټاپ ارډر توپ‌وهونکي د دغه حالت جوړولو باندې ټول دفاعي حالت ته اړ کوي چې دغه ستراتیژي يې تل له ناکامۍ سره مخ شوې ده. د ټاپ ارډر یو توپ‌وهونکی باید دفاعي او چټکه لوبه په خپله طريقه او خوښه وکړای شي.

یوه توپ وهونکي ته باید د بیټینګ پر مهال یو نمبر مشخص شي او هغه د هماغه نمبر لپاره ښه کلک تمرین وکړي او ټول چمتووالی ولري.

د بیټینګ ارډر ښکته پورته کول پر ټارګېټ پوره کولو هم اثر کوي؛ ځکه که یو یا دوه توپ‌وهونکي اوت شي بیا لوبډله  له جدي ستونزو سره مخ کېږي، لکه په تېرو لوبو کې چې تجربه شوه.

۵- بې ضرورته او له حده ډېر تغیير او تبديل

زموږ د بيټينګ ارډر د دې لپاره پرله پسې له ناکامۍ سره مخ کېږي چې له څو میاشتو راهیسې لوبډله کې ډېر او دوامداره تغییرات راځي؛ دغه بدلونونه د لوبدلې پر هيلو، تعهد، شوق، وړتيا ډېر اغېز کوي؛ لوبغاړي تر روحي او رواني فشار لاندې راځي، تشويش ورته پيدا کېږي؛ ځکه هغوی ډاډه نه وي چې ایا د لوبډلې برخه به وي کنه؟ که سکواډ کې شامل شي، د لوبې چانس به ورکړل شي کنه؟ ډېر داسې مثالونه لرو چې ځوان لوبغاړي لوبډله کې شامل شوي خو د توب‌وهنې ضرورت وخت کې ورته چانس نه دی ورکړل شوی او هماغه دوه یا هم درې توب‌وهونکو باندې هر حالت کې اتکا يا اکتفا شوې ده.

باید لوبډله د یو دقیق پلان، تېرو لوبو، د لوبغاړي وړتیا او ځوانانو وړتيا ته په کتلو برابره شي؛ ځوان لوبغاړي ته بايد مسوولیت ورکړل شي او متوجه شي چې د ښې لوبې تمه او هيله ترې کېږي.

د وروستيو لوبو باولنګ برخه کې د پاکستان پر وړاندې عبدالرحمن ته چانس ورکړل شو، ځوان او بې تجربې و، ورپسې فرید ملک ته چانس ورکړل شو، دواړه ښه ونه ځلېدل، د دواړو اورونه پر لوبډلمشر یو دروند بار ثابت شول او په سختۍ يې د لوبې منځ کې تېر کړل؛ که د دغو دواړو پر ځای نوراحمد ته چانس ورکړل شوی وای، نو لوبډلمشر باندې به تاوان نه وای.

٦-  د تشويق او حوصلې نشتوالی

له يوې غوره ستراتيژۍ پرته، نابرابره او په اتفاقي توګه ځوانانو ته د واسطې، نوبت تېرولو چانس يا هم ورباندې احسان اچولو په موخه، په لوبډله کې چانس ورکول کېږي، پرته له دې چې د سينير لوبغاړو له خوا تشويق او ښه لارښوونه يې وشي د کمې تجربې، فشارونو، سټريس له وجې يې د لوبې نتيجه مطلوبه نه وي او د لوبې پای ته رسېدو مخکې يې له لېسته حذف کړي؛ څو کاله وروسته به بل دغسې امتحاني، اتفاقي چانس يا نوبت ولري کنه. د دغه مېتود له لارې هيڅکله ملي ټيم ته وړ استعدادونه لار نه شي موندلای. د نورو هېوادونو ټيمونو کې ځوان او نوي لوبغاړي ته ټول ټيم احساس او ډاډ ورکوي، ټول يې ملاتړ او همکاري کوي چې پر ځان او لوبه يې اتکا او باور زيات شي.

۷- له مسوولیته د سينير لوبغاړو تېښته

د افغانستان ټيم فيلډنګ او باولنګ پر مهال ليدل کېږي چې سينیر او با تجربه لوبغاړي له مسووليته لرې تښتي او باونډرۍ کې ولاړ وي، بې تجربې او ځوان لوبغاړي نږدې او سختو مهمو ځايونه کې فيلډنګ ته درېدلي وي.

معمول خو دا وي چي سينير لوبغاړي نږدې او حساسو پوزيشنونو کې فيلډنګ وکړي چې يو د رنز مخه ونيسي، بل کيچ ښه ترسره کړي او ورسره کپټان او باولر ته مشورې ورکړي.

د لوبډلي مديريت کې له ونډې نه اخيستلو معلومېږي چې سينير لوبغاړي يا پر ځان باور نه لري چې مشورې به يې مطلوبې پايلې ونه لري، يا هم د خپلو مشورو له ښو او بدو پايلو ډاريږي، نه غواړي يوه ملي مسووليت کې شريک شي.

۸- د لوبډلمشر نه بښل کېدونکې ستونزې

لوبډلمشر خپله توپ‌وهنه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی او په لوبډلمشرۍ کې هم هيڅ ډول ضروري، اني پلان، تحرک، فعاليت، توجه، تشويق او لازمه لارښوونه نه لري. د بیټینګ برخه کې يې هم د لوبډلې د یوه بل تکړه يا ځوان بېټسمين ځای نيولی. د بیټينګ پر مهال تر حد زيات فشار لاندې لوبېږي او هيڅ د فشار لرې کولو وړتيا نه لري.

موږ ډېر وخت د اخري اورونو ګټلې لوبې د ښه لوبډلمشر نه شتون له وجې بایللې دي، وروستيو اورونو لوبه بلخصوص توپ‌اچونې پر مهال ډېر د لوبډلمشر ستراتیژي، توب‌اچوونکي سره نږدې ارتباط، هغه ته ډاډ ورکولو، سینیر لوبغاړو سره مشوره کولو، د توپ‌اچوونکي او لوبډل شر ګډ پلان، مناسب فیلډینګ درولو پر اساس ګټل کېږي.

۹- د باولر، کپټان او فيلډرانو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی

زموږ د لوبډلمشر، باولرانو او فيلډنګ يونټ هماهنګي هم د لوبې پر مهال ډېره ضعيفه ده، لوبډلمشر د يو شمېر پياوړو لوبډلمشرانو په شان اګرسيو خواص نه لري؛ د لوبډلې او لوبډلمشر ترمنځ باید ډېر نږدې، له تشويقي احساساتو، شور او انرژۍ ډک ارتباط وي؛ هر باولر بايد وپوښتل شي چې فیلډینګ چېرته ورته ودرول شي او کله د کوم فيلډر ځای بدل شي، لوبډله تشویق شي، احساسات، تشويق، ستاينه له ورايه معلومه شي، د لوبې پر اساس باولران تغییر او تبدیل شي، دا ټول موار، په ځانګړې توګه د لوبې په پای کې ډېر مهم او د پام وړ دي او د لوبې په بریا کې مهم رول لري.

۱۰- ضعیف فیلډینګ

د فيلډینګ برخه کې زموږ کمزوري اوږدمالې ستونزه ده چې حل کولو ته يې هيڅ توجه نه ده شوې، د څو روزونکو په تبدیلولو سره دا ستونزه حل نه شوه، نه پوهېږو چې دې برخې کې لوبغاړي خپله دنده سمه نه ترسره کوي، زيار نه باسي، بې پروا دي، تمرکز نه لري، له خپلې ټولې انرژۍ او وړتياوو کار نه اخلي او که د روزونکو توجه کمه ده.

د کمزوري فيلډینګ او بې تفاوتۍ له وجې لوبغاړي هره لوبه کې څو کېچونه غورځوي، ۲۰ يا ۳۰ زياتې منډې ټارګېټ ته ورزياتيږي؛ ډېر ځله ملي لوبډلې د دې ستونزې له کبله لوبې بايللې دي چې حل کول يې پلان، جدي کار، زحمت او ان جدي چلند غواړي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.