ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسیایي جام سیالۍ؛ د افغان لوبډلې پر وړاندې ننګونې او د حل لارې
د کرکټ اسیایي جام سیالۍ؛ د افغان لوبډلې پر وړاندې ننګونې او د حل لارې

لیکوال:  میوند سمندر

د کرکټ اسیايي جام سیالۍ د پاکستان په کوربه توب پیل شوې، خو دا چې هندوستان پاکستان ته له تګ څخه انکار کړی و، نو ددې سیالیو یو شمېر لوبې په سریلانکا کې هم ترسره کېږي، په دې سیالیو کې د ګډون کوونکې افغان لوبډلې نوملړ اعلان شوی چې خلکو یې پرې بېلا بېل ډول تبصرې کړې دي.

افغانستان تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ یوه ورځنۍ نړۍوالې لوبې کړې دی؛ نور ورته د يوې نوې او ځوانې لوبډلې ويل به د ځان، ولس او نورو تير ویستل وي. له يو نيم سل لوبو یې بايد ډير څه زده کړي وای او اوس يې بايد دغه فارمټ ته منظم بيټينګ او باولينګ لاينونه او هرې برخې ته لکه د نورو هېوادونو په څېر معلوم لوبغاړي او د هرې برخې لپاره بیا نور ریزرف لوبغاړي درلودلی وای، خو له بده مرغه دغسې نه ده.

ملي لوبډله او راتلونکی يې له ګڼو ننګونو سره مخ ده. زموږ جنګ ځپلي هيواد کې افغانانو ته د خوښۍ همدغه يوه سرچينه پاتې ده، نو په کرکټ ټيم، لوبغاړو، آن ددوی پر روزونکو، غير مسلکي او بې تفاوته منېجمنټ، خپلوۍ پاللو  او د کرکټ بورډ پر نه پاملرنو په اړه هېڅوک نه څه نه وايي او نه يي ليکي.

که غواړو چې افغانستان لوبډله په تولو فارمټونو کې وځليږي او په لږ وخت ډيرې اتلولی ولري، ستونزې حل شي. نو د افغانستان او ملي لوبډلې رېښتینو خواخوږو په توګه بايد دټيم، لوبغاړو، روزونکيو، منجمنټ او بورډ پر وړتیاوو او مسئوليتونو ژور بحث او ليکنې وشي.

ټولنيزو رسنيو کې زموږ هېوادوالو لويې برخې ته د کار، جوړېدا، رغېدا او سمون خبره نه شی کېدای، نه يې زغم لري، نه حوصله. بس خوله يې تل له کنځلو ډکه اوګوتې يې پر ماشه وي. آبرو عزت دې په يوه دقیقه کې له خاورو سره خاورې کوي؛  کنه پر دغسې مسايلو هلته ژور او ارزښتمن بحثونه کېدای شي.

يو نيم کسان چې، پر کرکټ پوهيږي، پر دغه وضعيت درديږي. هغوي وينی چې د افغانستان لوبډله د لا ډيرې ځلېدا روښانه چانسونه لري، بايد له فرصتونو ښه ګټه واخيستل شي. په دې برخه کې اوږده رسنيز بحثونه، اوږدې ليکنې کېدای شي. نن د پاکستان او هند ټولو رسنيو يو کليدي بحث دواړو هيوادونو ترمنځ کرکټ سيالي او دټيمونو ارزونه وه  او آن پر هرلوبغاړي ژور بحث و. خو زموږ رسنۍ د ژوند پر ټولو خواوو بحث او ليکنو ته لږ وخت ورکوي.

د يو ځوان مبصر سره مې د بنګله ديش او پاکستان پر وړاندې د افغانستان يوه ورځنۍ لوبې وليدې. يو شمير ستونزې مو د جدي ننګونو په توګه ياد داشت کړې چې بايد د رسنيو، دوستانو او خبريالانو ملګرو پر مټ نشر شي. ښايي د کرکټ بورډ، منېجمنټ، سليکشن کمېټه، روزونکيو او د کپتان په ياداشتونو کې هم شامل وي، خو تر دمه يې حل کولو هڅه نده شوې:

 ملي لوبډله کې د وړتیا ځای مصلحت نیولی:

که چيرته د ۱۱ کسيز ټيم ټاکنو کې دخيلو کسانو ته افغانستان ګټل، ځلېدا او د ملت خوښي ارزښت ولري، نو بايد مصلحت، خپلوۍ پاللو او د کورنيو واسطې او پالل يوخواته پريږدي او دغه کسان د آسيا کرکټ جام ټولو سياليو کې شامل کړي.

( ۱-رحمن الله ګربز ۲- ابراهیم ځدراڼ ۳- ریاض حسن ۴- حشمت شاهدي، ۵- نجیب ځدراڼ/اکرام علي خیل ۶- محمد نبي ۷- عظمت الله عمرزی/ګلبدین نایب، ۸- راشد خان ۹- نور احمد ۱۰- مجیب ځدراڼ، ۱۱- فضل حق فاروقي).

خو له بده مرغه ښايي د مصلحت له مخې، “رحمت شاه” ته  چې اوس یې خونده نشته، د “رياض حسن” پرځای، “فريد ملک، عبد الرحمان او کريم جنت” ته د نړۍوال معياري باولر (نور احمد) او تجربه کار (ګلبدين نايب) او عمرزي پرځای، يا د فرمايش او نورو خوشالولو لپاره چانس ورکړل شي چې دا کار به د هېواد سره د جفا او خيانت په مانا وي.

په ملي لوبډله کې د غوره تېز توپ اچوونکو کمښت:

د افغانستان کرکټ بورډ له دومره بودیجو او مالي ملاتړو سره سره بیا هم تر اوسه پر دې نه دی توانېدلی چې په نړۍوال معیار برابر دوه یا درې تیز توپ اچوونکي پیدا کړي ، دوی دومره هم نه شي کولی چې اوسني تیز توپ اچوونکو ته ښه روزنه ورکړي.

حميد حسن هيڅکله خپله لنډ مهال کرکټ بګراونډ کې ۲ مياشتې دوامداره توګه فټ ندی پاتې شوی، نور باولران به له هغه څه زده کړي؟ دې برخه کې کرکټ بورډ د يوې کاري او اغيزناکې سترتيژي جوړولو کې پاتې راغلی او له مهمو حريفانو سره وروستی لوبې موږ د بې تجربې، نا روزل شويو (په نوم) فاسټ باولرانو له لاسه بايللي دي چې درد يې هيڅکله د هيوادوالو له زړه نه وځي.

د لوبغاړو غیر منظم لوبول (بيټينګ ترتیب) :

د توپ وهنې منظم ترتیب باید په نظر کې ونیول شي. د لوبډلې وروستيو لوبو کې مالومه شوه چې د لوبې حالت ته په کتلو د توپ وهنې ترتیب ډیر بې نظمه ښکته او پورته ولاړ.  د مثال په توګه د پاکستان لوبډلې سره په دوهمه لوبه کې د دواړو لومړیو توب وهونکو له سوځېدلو وروسته د ترتیب خلاف محمد نبې ته چانس ورکړل شو. حال دا چې ۱۳ اورونه پاتې و او ځوان تکړه توپ وهونکي ته باید چانس ورکړل شوی وای څو هغوی د وضعیت پر اساس چټکه یا هم آهسته توب وهنه کړې وای. افغان لوبډلې منېجمنت ټاپ آرډر توپ وهونکي دغسې حالت جوړولو باندې، ټول دفاعي حالت ته مجبوروي چې دغه ستراتیژې يې تل له ناکامۍ سره مخ شوې. د ټاپ آرډر یو توپ وهونکی باید دفاعی او چټکه لوبه په خپله طريقه او خوښه وکړای شي.

یو توپوهونکي ته باید بیټینګ پر مهال یو نمبر مشخص شي او هغه د هماغه نمبر لپاره ښه کلک تمرین وکړي او ټول چمتو والی ولري.

د بیتینګ آرډر ښکته پورته کول د هدف ترلاسه کولو هم اغیزه کوي ځکه که یو یا دوه توب وهونکي وسوځیږي  بیا لوبډله جدي ستونزو مخ کيږي لکه تيرو لوبو کې چې تجربه شوه.

له اړتیا پرته بدلونونه راوستل:

زموږ د بيټينګ آرډر ددې لپاره پرله پسې له ناکامۍ سره مخ کيږي چې، له څو میاشتو راهیسې لوبډلې کې ډیر زیات او دوامداره تغیرات راځي. دا بدلونونه د لوبډلې پر هيلو، تعهد، شوق، وړتيا ډېر اغېز کوي. لوبغاړی روحي او رواني فشار لاندې راځي. فکري نارامتیا او تشويش ورته پيدا کيږي. ځکه هغوی ډاډه نه وي چې آیالوبډلې برخه به وي کنه؟ که  ټیم کې شامل شي لوبې چانس به ورکړل شي کنه؟ ډیر داسې مثالونه لرو چې ځوان لوبغاړي لوبډلې کې شامل شوي خو د توب وهنې د اړتیا وخت کې ورته چانس نه دی ورکړل شوی او هماغه دوه یا هم درې توب وهونکيو باندې هر حالت کې اتکا يا اکتفا شوې.

باید لوبډله د یو دقیق پلان، تیرو لوبو، د لوبغاړي وړتیا او ځوانانو وړتيا ته په کتلو برابره شي. ځوان لوبغاړي ته بايد مسئولیت ورکړل شي او متوجه شي چې ورنه د ښې لوبې تمه او هيله کيږي.

په وروستيو لوبو، باولنګ برخه کې، پاکستان پروړاندې عبدالرحمن ته چانس ورکړل شو، ځوان او بې تجربې وو. ورپسې دستي فرید ملک ته چانس ورکړل شو. دواړه ښه و نه ځلیدل.د دواړو اوررونه پر لوبډل مشر یو دروند بار ثابت شول او په سختۍ يې د لوبې منځ کې تېر کړل. که دغو دواړو پر ځای نور احمد ته چانس ورکړل شوی وای، نو يو په لوبډلمشر باندې به تاوان نه و، بل يې د راشد، مجیب او نبې تر څنګ سیاله لوبډله له ګڼو ستونزو سره مخ کولای شوه.

د تشويق نشتوالی:

د يوې غوره ستراتيژی پرته، ناببره او په اتفاقۍ توګه ځوانانو ته د واسطې، نوبت تيرولو چانس يا هم ورباندې احسان اچولو په موخه، په لوبډله کې چانس ورکول کيږي. پرته له دې چې د مشرانو لوبغاړو له خوا تشويق او ښه لارښونه يې وشي د کمې تجربې، فشارونو، سټريس له وجې يې د لوبې نتيجه مطلوبه نه وي او د لوبې پای ته رسيدو مخکې يې له لسته حذف کړي. که خدای مهربانه وو څوکاله وروسته به بل دغسې امتحاني،  اتفاقي چانس يا نوبت ولري کنه خير . له دې لارې هيڅکله ملي ټيم ته وړ استعدادونه لاره نشي موندلای. د نورو هيوادونو ټيمونو کې ځوان او نويو لوبغاړيو ته ټول ټيم احساس او ډاډ ورکوي ټول يې ملاتړي او همکاري کوي چې پر ځان او لوبه يي اتکا او باور زيات شي.

د مشرانو لوبغاړو له مسئوليته تېښته:

د افغانستان د ملي لوبډلې  د ډګرساتنې او توپ اچونې پر مهال ليدل کيږي چې مشران او تجربه لرونکي لوبغاړي له مسئوليته تښتي او  د میدان په وروستۍ برخه کې ولاړ وي  ،بې تجربې او ځوان لوبغاړي نږدې او سختو مهمو ځايونه کې فيلډنګ ته دريدلي وي.

مشران لوبغاړي باید پېچ ته نږدې او حساسو ساحو کې ودریږي چې، د منډو مخه ونيسي، کیچونه واخلي او ورسره کپتان او باولر ته مشورې ورکړي.

د لوبډلي مديريت کې ونډې نه اخيستلو څخه معلوميږي چې مشران لوبغاړي يا پرځان باور نه لري چې مشورې به يې مطلوبې پايلې ونه لري. يا هم د خپلو مشورو ښه او بدو پايلو ډاريږي، نه غواړي يو ملي مسئوليت کې شريک شي.

د لوبډلمشر ستونزې:

لوبډلمشر خپله توپ وهنه کې له ډیرو ستونزو سره مخ دی اوپه لوبډلمشرۍ کې هم هيڅ ډول اړین، پلان، تحرک، فعاليت، توجه، تشويق او لازمه لارښونه نه لري. د بيټنګ برخه کې يې هم د لوبډلې یو بل تکړه يا ځوان بيټسمين ځای نيولی. بېټينګ پرمهال له حده زيات فشار لاندې لوبيږي او هيڅ د فشار لرې کولو وړتيا نه لري.

موږ زيات وخت د آخري اورونو ګټلې لوبې د ښه لوبډلمشر د نشتوالي له امله بایللې دي. په وروستيو اورونو کې باید لوبډلمشر ډیره ښه ستراتيژي ولري له توپ اچوونکي سره له نږدې مشورې وکړي او په یوه ګډ پلان وروستي اورونه ترسره کړي.

کمزورې ډګر ساتنه:

ډګر ساتنه زموږ د لوبډلې اوږود مهاله ستونزه ده چې حل کول ته يې هيڅ توجه نه ده شوې. د څو تنو روزونکيو بدلولو سره سره دا ستونزه حل نه شوه. نه پوهیږو چې دغې برخې کې لوبغاړي خپله دنده سمه نه ترسره کوي. زيار نه باسي، بې پروا دي، تمرکز نه لري، خپلې ټولې انرژي او وړتياوو څخه کار نه اخلي او که د روزونکيو توجه کمه ده.

کمزوري فيلډنګ او بې تفاوتی له وجې لوبغاړي هره لوبه کې څو کيچونه غورزوي، ۲۰ يا ۳۰ زياتې منډې  ټارګيټ ته ورزياتيږي. ډير ځله ملي لوبډلې  ددغې ستونزې له کبله لوبې بايللي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 741

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.