ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرهنګ، ژبه او ډيپلوماسي
فرهنګ، ژبه او ډيپلوماسي

لیکنه: شهزاد اریوبي

په پراګ کې د افغانستان سفیر

لنډیز: دا لیکنه اصالتاً په ډيپلوماتیک ماموریت کې د ژبې پر ارزښت او ونډې تمرکز لري، مګر له دې مخکې چې ژبه د یو جلا عنصر په توګه په نظر کې ونیسو، د عمومي او فرهنګي ډيپلوماسۍ په چوکاټ کې د عمومي ډيپلوماسۍ او د افغانستان د موقعیت په اړه بحث پرانیزم چې ژبه یې یو له اصلي محورونو څخه ده.

کلیدي کلمې: فرهنګ، ژبه، ډیپلوماسي، ډیجیټل ډیپلوماسي، نړیواله ډیپلوماسي، او افغانستان

پېژندنه: افغانستان په عمومي ډيپلوماسۍ کې د هراړخیزې ستراتيژۍ له نشتون سره مخ دی؛ د افغانستان ډيپلوماتیکه دستګاه تر رسمي ډيپلوماسۍ محدوده ده، په داسې حال کې چې په اوسنۍ نړۍ کې د دولتونو ترمنځ د رسمي مناسباتو ترڅنګ هغه عمومي اړیکې هم رواج شوې چې فرهنګي، اطلاعاتي او ښوونیزه جنبه ولري؛ دا سمه ده چې افغانستان حتی د امیر حبیب‌الله خان او وروسته د امیر امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال د عمومي ډيپلوماسۍ تجربې درلودې او زموږ په ښوونیزو او فرهنګي جوړښتونو کې د هغو فرهنګي مناسباتو ګڼې او موفقې تجربې درلودې دي چې ژبه یې یوه مهمه وسیله وه، مګر په داسې حال کې چې د تېرو شلو کلونو د نړۍ‌والې ټولنې له حضور څخه موثره ګټه اخیستل شوې وای، او د یو نوي رویکرد پر اساس د ژبې، فرهنګ او ټولنیزو مناسباتو په زمینه کې د خلکو او خلکو ترمنځ د ارتباطاتو اساسات اېښودل شوي وای، لا هم کمرنګه برېښي.

افغانستان ولې د عمومي ډيپلوماسۍ لپاره مناسب هېواد دی؟ ژبه یوه مهمه ځانګړنه ده چې د افغانستان دولت او خلک پرې لږ تر لږه د سیمې له هېوادونو سره د خپل هېواد د تاریخ، مشترکو مناسباتو، ګډ فرهنګ، ژبې، او ټولنیزو تجربو راکړه ورکړه کولای شي. د افغانستان هغه طبیعي نفوذ د ځانګړې یادونې وړ دی چې د سیمې پر هېوادونو یې په تاریخي ډول درلود.

فرهنګ او ډيپلوماسي: په عمومي ډيپلوماسۍ کې له ډېرو او پراخو ابزارو څخه کار اخیستل کېدای شي، لکه سیاسي خبرې اترې، سوداګري او پانګونه، پر عقایدو او باورونو سربېره له مدني ټولنو سره اړیکې، ښوونیز او پوهنتوني پروګرامونه، په دواړو هېوادونو کې د ژبو ادارې، رسنیزه همکاري او ملګرتیا، د فرهنګي مشترکاتو په باب د سیمینارونو او کنفرانسونو جوړول، ټوریزم، فرهنګي مناسبتونه او داسې نور….

عمومي ډيپلوماسي لپاره،چې په علمي ترمینالوژۍ کې زیاتره له فرهنګي ډيپلوماسۍ سره ورته بلل کېږي، د فرانسې تجربه او موډل د پام وړ دی؛ فرانسې وکړی شول چې په نورو هېوادونو کې د ژبې له زده‌کړې، فرهنګي توکو او ښوونیزو پروګرامونو له لارې د خپل هېواد نفوذ او ونډه پر مخ یوسي. په دې لړ کې یوه مهمه پایله وه چې د دوو ملتونو ترمنځ تفاهم او همغږي پیاوړي او مناسبات پراخ شي.

له هندي مسلمانانو نیولې تر ډيورنډ کرښې لاندې او همدارنګه تاریخي روهیلکڼد پورې د افغانستان فرهنګي جغرافیه چې د مشترکې ژبې، مشترک فرهنګي تجربو او ټولنیزو مناسباتو پر اساس تعریفیږي، دا امکان زېږولی شي چې پر دولتي جریانانو سربېره عمومي مناسبات تقویه کړي او د اړوندو هېوادونو ترمنځ خبرو اترو او رسمي راکړو ورکړو ته ذهنیت جوړ کړي.

افغانستان په خپلو ډېرو نږدې ګاونډیو هېوادونو کې چې تر بل هر ګاونډي زیات مشترکات ورسره لري، نه دی توانېدلی چې د عمومي ډيپلوماسۍ په مرسته د خپل هېواد اهداف د هغه هېواد د وګړیو ترمنځ خپاره کړي؛ دا چاره تر بلې هرې ډيپلوماتیکي چارې ډېره اسانه او اړینه ده. له پاکستان او ایران سره د افغانستان د ژبې ورته‌والی او فرهنګي مشترکات باید داسې عیار شوي وای چې د یادو دواړو هېوادونو خلکو د خپلو دولتونو پر مشرانو او دستګاه باندې تر دې کچې فشار وارد کړی وای څو یې په افغانستان کې نه لاسوهنه، د ثبات لپاره مرسته او دایمي ملګرتیا تضمین کړې وای.

ژبه او ډيپلوماسي: پر بهرنیو ژبو د افغان ډيپلوماتانو نه برلاسي هم د دې لامل کېږي چې موږ د خپل هېواد او خلکو غوښتنې، ارمانونه، تجربې او لیدلوري له نورو ملتونو سره شریک نه کړو؛ دې چارې موږ په ډيپلوماتیک ډګر کې له ماتې او کم‌کارۍ سره مخ کړي یو؛ دې ستونزې ته یوه پټه او له سترګو پناه نیمګړتیا ویلی شو چې له امله یې لږ تر لږه زموږ رسمي ډیپلوماتیک استازي نه شي کولای د خپلو خلکو څه باندې څلوېښت کلن درد او کړاو د اړوند هېوادونو خلکو، علماوو، متخصصینو، چارواکو او فعالینو ته ورسوي. د اړوندو هېوادونو پر ټولنیزو نورمونو، د هغوی د ژبو پر پیغامونو او پر فرهنګي شاخصونو پوهېدل له افغان ډيپلوماتانو سره دا مرسته کوي چې دا ډيپلوماتان د هغو خلکو روان او غوښتنې درک کړي او د خپلو خلکو غوښتنې او پیغام ور ورسوي.

د همدې پورتنۍ خبرې پر دوام غواړم په ډيپلوماسۍ کې د ژبې پر څرنګوالي وغږېږم او هغه برخې روښانه کړم چې د ژبې او ډيپلوماسۍ اړیکې او متقابل اغېز څرګندوي.

ژبه د خبرو اترو یا مفاهمې وسیله ده چې په ډيپلوماسۍ کې ځانګړی اهمیت لري او په دوه ډوله کارول کېږي.

دلته یوه پوښتنه مطرح کېږي چې کومه ژبه ډيپلوماتیکه ژبه ده یا په ډيپلوماسۍ کې د مفاهمې لپاره د کومې ژبې کارول تر نورو غوره دي؟ د دې پوښتنې ځواب بېلابېلو هېوادونو او اشخاصو په بېلابېلو وختونو او دورو کې د بېلابېلو دلایلو پر اساس په بېلابېل ډول وړاندې کړی دی.

یو شمېر کسانو یوه ژبه د اسانتیا او علمي شتمنۍ په لحاظ د ډيپلوماتانو ترمنځ د مفاهمې لپاره غوره بللې، نورو د ډېرو ویونکو په پام کې نیولو سره غوره بللې او درېیمې ډلې بیا د سیمه‌ییز او نړۍ وال سیاسي، اقتصادي، او سوداګریز نفوذ پر اساس خپله یا بله ژبه مهمه بللې ده.

که څه هم دا ځواب یو نه دی یا په نورو ټکو د ډيپلوماتانو ترمنځ د مفاهمې لپاره په یوه ژبه ځانګړی توافق نه دی شوی، خو په وروستیو پېړیو کې له اکیډین رانیولې چینایي،‌ یوناني، ترکي، عربي،‌ هسپانوي، فرانسوي او اوس زموږ په وختونو کې انګلیسي داسې ژبه ګڼل کېږي چې د ډيپلوماتانو ترمنځ مفاهمې پرې ډېرې کېږي خو ډېر هېوادونه اوس هم دا نه مني او استازي یې له سیالو ډيپلوماتانو سره په مفاهمه کې خپلې ځانګړې یا ملي ژبې کاروي.

د دغه نظر لرونکي ډيپلوماتان په نړۍوالو غونډو او کنفرانسونو کې خپلو ژبو ته ډېر اهمیت ورکوي او د خپل پیغام رسولو لپاره له خپلو ژبو کار اخلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنیو غونډو کې د نړۍ د مشرانو ویناوې یې یو ښه مثال دی.

دا وخت د عربي، چینایي، انګلېسي، فرانسوي، روسي او هسپانیايي په شمول شپږ ژبې د ملګرو ملتونو د موسسې رسمي ژبې دي او د مفاهمې او لیک لپاره ترې کار اخیستل کېږي، خو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنیو غونډو کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران د انګلېسي ترڅنګ خپلو ملي ارزښتونو ته په پام سره پر خپلو ژبو خبرې کوي چې مؤظف ترجمانان یې انګلېسي او نورو لویو ژبو ته ژباړي چې نور مشران پرې پوه شي.

ویل کېږي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې په لومړي ځل د افغانستان په استازیتوب پخواني فقید ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله په پښتو ژبه خبرې وکړې، خو وروسته بیا دغه بهیر ودرېد؛ په وروستیو کې یو شمېر د نظر خاوندان وايي چې افغان مشران باید په نړۍوالو غونډو کې په پښتو ژبه خبرې وکړي چې د افغانستان د ډېرو خلکو ژبه ده.‌

د ډيپلوماسۍ د ژبې بله بڼه د چارو ترسره کولو او چلند طریقه ده چې یو ډيپلومات څنګه خپل چلند داسې جوړ کړي څو هم خپل پیغام نورو او خپلو سیالو ډيپلوماتانو ته ورسوي او هم خپل او د خپل هېواد حیثیت او ګټې خوندي کړي.

پر دغه اساس، ژبه د ډيپلوماسۍ اساس جوړوي؛ ځکه ډيپلوماتان د خپلو کارونو او چارو ترسره کولو په لړ کې خبرې اترې کوي، نور هڅوي او دا کار په مؤثره توګه د ډيپلوماتیک کار ترسره کولو لپاره د ژبې مهارتونه ضروري ګرځوي.‌

یو بریالی ډيپلومات باید د ژبې په تحریري او شفاهي یا د وینا او د لیک دواړو په برخه کې په مفاهیمو او مهارتونو کې رسېدلی وي او اړتیا لري چې پیغام ورسوي او د پيغام په سیاق او سباق پوه شي، د خپل پیغام غبرګون بېرته تعقیب کړي او په ورته وخت کې د نورو ډيپلوماتانو له خوا ترلاسه شوي پیغامونه واخلي،‌ تحلیل یې کړي او مناسب غبرګون ور وښيي.‌

په دې برخه کې ځان‌ژبه (Body Language) ځانګړی ارزښت لري، د سر ښورول، اوږې غورځول، د لاس ښورول، د ګوتوښورول او نورځانګړي حرکتونه هر یو خپل، خپل ارزښتونه، تحلیلونه او تفسیرونه لري چې مثبت حرکتونه خپل اغېز لري او منفي حرکتونه خپلې ستونزې راپورته کوي چې د ډيپلوماتانو او هېوادونو تر منځ د اړیکو د خرابېدلو تر حده پورې رسېږي.

پر دې سربېره، کېدای شي چې له ژبې څخه د عمل د یوې بڼې په توګه کار واخیستل شي،‌ یعنې کله چې موږ د یوه ډيپلومات په توګه یو چاته خبرداری ورکوو،‌ ګواښ ورته کوو، وړاندیز ورته کوو، توافق ورسره کوو یا یو بل څه کوو،‌ دا یوازې ویل نه دي، بلکې کول هم دي او دغه پیغام رسول په عمل کې د ژبې کارول ښیي.‌

د ډيپلوماسۍ له ژبې څخه پر خپل ځای استفادې سره، یو ډيپلومات مقابل لوری دې ته هڅوي او قناعت ورکوي چې د ده د هېواد په ګټه پرېکړې ته لېوال شي؛ د خپل ملت او ارزښتونو په پام کې نیولو سره مفاهمې، معاملې او توافقات سره وکړي؛ او د خبرو اترو له بهیره خپل هېواد ته ډک لاس راستون شي.

دغه بحث ډېر پراخ دی؛ دلته زه خپلې خبرې په دې راټولوم: هغه ډيپلومات بریالی او موفق بلل کېږي چې د چلند ژبه یې پسته، فصیحه، رسا، قانع کوونکې او مثمره وي، خپل هدف په منظم ډول نورو ته ورسوي، په هغوی کې قناعت ایجاد کړي او مثبت غبرګون ترلاسه کړي.

حوالې:

  • د معاصرو نړیوالو اړیکو په تیوري او عمل کې کلتوري ډیپلوماسي. ایریک پتینکا د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځی – UMB Banská Bystrica E. 2014
  • CUMMINGS، C. 2003. کلتوري ډیپلوماسي او د متحده ایالاتو حکومت: یوه سروې. واشنګټن: د هنر او کلتور مرکز، 2003.
  • کلتوري ډیپلوماسي د “نرم ځواک” په توګه او په افغانستان کې د آلمان په ماموریت کې د کلتوري پوهې اړتیا د نیلس کلبونډ لخوا

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.