ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتون، “هیلې، اندیښنې، وړاندیزونه”
په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتون، “هیلې، اندیښنې، وړاندیزونه”
لیکنه: ډاکټر خوشال تسل
د سرطان د ناروغۍ بیلا بیلو ډولونو په ټوله نړۍ کې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړیدی، په وروستیو څو لسیزو کې یې پیښې په افغانستان کې هم مخ په زیاتیدو ښکاري، کیدای شي د نورو مساعدونکو فکتورونو ترڅنګ په وروستیو څه د پاسه څلورو لسیزو کې په دغه هیواد کې د جګرو له امله د وسلو او بمونو د بیلابیلو ډولونو د استعمال یې هم یو له سترو مساعدونکو فکتورنو څخه وګڼل شي.
تر ډیره کچه په هیواد کې پدغه ناروغۍ اخته کسان د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو او زیات شمیر یې ګاونډی هیواد پاکستان ته مخه کوي.
د دغه ناروغۍ د درملنې د روغتون جوړیدل یو ستر ګام او ولس ته هیله بخښونکی خبر دی، خو دا چې کومو امکاناتو او شرایطو ته اړتیا لري، په لنډ ډول ورڅخه یادونه کوم.

ډاکټر خوشحال تسل

د سرطاني ناروغیو د درملنې ملي روغتون د یوه هیواد په کچه ستر روغتیايي مرکز دی، چې لږ تر لږه د لاندې امکاناتو او شرایطو برابرول ورته اړین دي:
۱- مناسب ځای او ودانۍ: د روغتون لپاره مناسب ځای او ودانۍ ډیر لګښت ته اړتیا لري، که چیرې بسپنې او ولسي مرستې په ځمکه او ودانۍ ولګول شي، تر ډیرو لسیزو به مونږ یوازې ودانۍ ولرو، خو روغتون به ونه لرو.
ښه به دا وي چې د مناسب ځای او ودانۍ امکانات د حکومت لخوا چمتو شي، نه مرستندویه بنسټونو او افرادو لخوا، چې په راتلونکي کې د روغتون د مالکیت موضوع هم مهمه ده، ځکه چې ملي بنسټونه د حکومت لخوا جوړیږي نه د اشخاصو لخوا.
۲- د دایمي بریښنا شتون: یو روغتون دایمي بريښنا ته اړتیا لري، چې د افغانستان په څیر یوه هیواد کې یوازې حکومتونه کولی شي چې د روغتونونو لپاره تر یوه حده دایمي بریښنا چمتو کړي.
۳- د روغتون طبي تجهیزات: لابراتواري پرمخ تللی ټکنالوژي او ماشینونه او لابراتواري ریجنټونه، د پتالوژی مجهز لابراتوار او لابراتواري مواد، د سرطاني برخو د سلایډ جوړولو وسایل او تجهیزات، د اکسري، الټراساونډ، CT Scan، MRI، مموګرافي بیلابیل ماشینونه، د جراحي عملیات خونو میزونه، د عملیات خونو څراغونه، د جراحي څانګې او عملیات خونو بشپړ تجهیزات، وسایل او مواد او د طبي تجهیزاتو ترمیم او سرویس کافي مالي امکاناتو ته اړتیا لري.
۴- د روغتون غیر طبی تجهیزات لکه: څوکۍ، میزونه، المارۍ ګانې، کمپیوټرونه، تلویزیونونه، سکینرونه، پرنټرونه، د مرکز ګرمي سیستم، بخارۍ ګانی، ایرکنډیشنونه، د آشپزخانې د ضرورت وړ جنسونه لکه: دیګونه، داشونه، برقي او ګازي تسهیلات او د خوړو او څښاک لوښي، یخچالونه، ټرالي ګانې، چپرکټونه، د چپرکټ ترڅنګ ناروغانو میزونه، توشکونه، بالښتونه، کمپلې، روجایي ګانې، د کړکیو او چپرکټونو پردې، د اوبو ټانکرونه، د تنظیف سامانونه، انتي سپتیک مواد، د روغتون د شنې ساحې او بڼ جوړونې وسایل او ماشینونه، د کثافاتو بیلرونه، د موادو د انتقال وسایل او انسنریټور.
۵- ترانسپورتي وسایط: یو روغتون د ناروغانو د لیږد را لیږد لپاره مجهز امبولانسونو، د کارمندانو، درملو او د اړتیا وړ موادو او سامانونو د لیږد را لیږد لپاره ترانسپورتي وسایطو لکه: کوچنیو موټرو، بسونو، لاریو او ټانکرونو، ترانسپورتي استهلاکي تجهیزاتو، پرزه جاتو او روغنیاتو ته اړتیا لري.
۶- د اړتیا وړ اوبه: روغتون د څښلو، لوښو وینځلو، تشنابونو، شنو ساحو د خړوبولو، د دهلیزونو او لارو د وینځلو لپاره د اوبو زیرمې، ماشینونو، د اوبو تصفیه کونکو وسایلو او ټانکرونو ته اړتیا لري.
۷- د ناروغانو د اړتیا درمل: د سرطاني ناروغیو درمل تر نورو عادي درملو ګران دي او کافي مالي امکاناتو ته اړتیا لري.
۸- خواړه: ناروغان او د روغتون کارونکی په دوامداره ډول مناسبو خوړو او میوې ته اړتیا لري، چې کافي مالي امکاناتو ته اړتیا لري.
۹- د روغتون مسلکي کارکوونکي: یو روغتون کافي مسلکي کارکونکو ته اړتیا لري، لکه: متخصصین، ډاکټران، نرسان، پتالوجستان، هیماتولوجستان، ټکنالوجستان، راډیولوجستان، فارمسستان، فزیوتراپستان او داسې نور.
په اوسني شرایطو کې له یوې خوا زیات شمیر علمي او مسلکي کدرونه له هیواد څخه وتلي او له بلې خوا په هیواد کې لا دمخه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مسلکي کارکونکي د ګوتو په شمیر وو.
په ټوله کې افغانستان لا دمخه په عمومي ډول د طبي مسلکي بشري ځواک له کمښت سره مخامخ و، په هیواد کې وروستیو څیړنو ښودلی ده چې افغانستان په منځني ډول د لس زره (۱۰۰۰۰) وګړو د معالجې لپاره څلور (۴) تنه معالج ډاکټران او دوه (۲) تنه متخصصین لري، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د بیلابیلو هیوادونو د اقتصادي او لوستي بشري ځواک په پام کې نیولو سره په منځني ډول د لس زره (۱۰۰۰۰) وګړو د معالجې لپاره (۳۰-۴۰) تنه معالج ډاکټران او (۱۸-۲۲) تنه متخصصین لري. وروستۍ څیړنه په ډاګه کوي چې افغانستان اوسمهال د خپل نفوس په پام کې نیولو سره د طبي مسلکي کدرونو د شتون له مخې له نړۍ څخه ډیر وروسته پاتې دی، چې پدې تناسب د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملني مسلکي کدورونه مو ډیر کم دي.
اړینه ده چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره په لنډ مهال کې له هیواد څخه بهر په اروپايي، امریکايي او نورو هیوادونو کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې له مسلکي افغاني کارپوهانو څخه غوښتنه وشي ترڅو پدغه برخه کې مرسته وکړي او د امکان په صورت کې کله نا کله هیواد ته راشي او دلته د ناروغانو درملنه وکړي او په اوږد مهال کې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره مسلکي کدرونه وروزل شي، ښه به وي چې سر اوسه یو شمیر تکړه او با استعداده ځوان ډاکټران په دغه برخه کې بهرنیو هیوادونو ته د مسلکي زده کړو په موخه واستول شي، ځکه چې دغه مسلکي زده کړه لږ تر لږه څلور یا پنځه کاله وخت ته اړتیا لري.
د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې د مسلکي کدرونو ګمارنه دوامداره کافي مالي امکاناتو ته اړتیا لري، پټه دې پاتې نه وي چې د دغه برخې کارکونکي له معاش څخه سربیره د حق الخطر مستحق هم ګڼل کیږي، چې د حکومت څخه پرته دا کار د خیرته بنسټونو د وسې کار ندی.
۱۰- د روغتون اداري کارکوونکي: د مسلکي کارکونکو په څیر د اداري کارکونکو لکه: آمرینو، مدیرانو، مامورینو، کمپیوټرکارانو، خدماتي کارکونکو لکه: تخنیکرانو، د بریښنا د برخې کارکونکو، د اوبو د سیستم، مرکز ګرمي، جنراټورنو او نورو برخو تخنیکي کارکونکو، څوکیدارانو، صفاکارانو، آشپزانو، ترکاڼانو، رنګمالانو، پلسترکارانو، بڼوالانو، تنظیفاتي کارکونکو او حفظ او مراقبت کارکونکو ګمارنه هم دوامداره مالي امکاناتو ته اړتیا لري، چې له حکومت څخه پرته دا کار د خیرته بنسټونو د وسې کار ندی.
۱۱- د روغتون مدیریتي بورډ: د روغتون رییس، مسلکي او اداري مرستیالان، سرطبیب، د بشري زیرمو مدیران، مشاورین او نور کارکونکي باید د اړتیا له مخې په سیمه او ګاونډ کې د ورته روغتونونو په څیر په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د دغه برخې د افغاني متخصصو په مشوره د روغتون د تشکیل او مدیریت لپاره کار وکړي.
د پورتنیو شرایطو او امکاناتو څخه سربیره، مهمه خبره داده چې د انساني وجود د بیلابیلو برخو د سرطاني ناروغۍ له تشخیص څخه وروسته په دریوو مهمو لارو تداوي کیږي:
الف: د درمل پواسطه درملنه یا Chemotherapy
ب: د جراحي عملیات پواسطه درملنه یا Surgical Therapy
ج: د شعاع پواسطه درملنه یا Radiotherapy
په سرطاني ناروغیو اخته کسان تر ډیره کچه د درملو او جراحي عملیات پواسطه له درملنې څخه وروسته شعاعي درملنې ته اړتیا لري، د اړوندو څانګو د مسلکي کارپوهانو د وینا له مخې د درملو پواسطه له تداوي شوي په سرطاني ناروغیو د اخته کسانو تقریباً اتیا سلنه ناروغان جراحي تداوي او تقریباً شپیته سلنه ناروغان شعاعي تداوي ته اړتیا پیدا کوي.
د سرطاني ناروغیو شعاعي درملنه تر ټولو ستونزمن او د مالي امکاناتو له مخې ګران کار دی، مخکې لدې څخه چې د وړانګو پواسطه د سرطاني ناروغیو درملنه یا شعاعي درملنه پیل شي، د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د کوبالت پواسطه درملنه یا Cobalt Therapy مروجه وه چې د ځینو سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره ورڅخه ګټه آخیستل کیده، د سرطاني ناروغیو د درملنې د پخوانیو کارکونکو د معلوماتو له مخې د سردار محمد داؤد خان د حکومت په دوران کې د شرقي اروپا په مرسته د کابل په علي آباد روغتون کې د کوبالت تراپي لپاره کار پیل شو، چې دا برخه هم هغه مهال د جمهوریت له نسکوریدو او بیا په هیواد کې د کورنیو جګړو له کبله ویجاړه شوه او کیدای شی اوس یې هم ویجاړ شوي اثار شتون ولري.
د وروستۍ یوې لسیزې په اوږدو کې کله چې د کابل ښار په لویدیځه څنده کې د محمد علي جناح روغتون جوړ شو، یوې امریکايي مؤسسې غوښتل چې په نوموړي روغتون کې سل (۱۰۰) بستره برخه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ځانګړی او په همدغه روغتون کې د وړانګو پواسطه د سرطاني ناروغیو درملنه یا راډیوتراپي څانګه جوړه شي چې دا به په هیواد کې د راډیوتراپي لومړنۍ هڅه وي، خو د وخت په تیریدو په نړۍ او افغانستان کې د کرونا وبا خبره شوه چې د نړۍ فکر یې ځان ته واړوه، له همدې امله د راډیوتراپي د بنسټ ایښودنې هڅه پرځای پاتې شوه، نړۍ کرونا ونیوله، بیا د راډیوټراپي په اړه هڅه ونشوه چې د وخت په تیریدو په هیواد کې سیاسي بدلون رامنځته شو، چې تر اوسه بیا د راډیو ټراپي په اړه کوم اقدام ندی شوی.
د شعاعي درملنې په مرکز کې د شعاع ساتنه او استعمال ځانګړو شرایطو ته اړتیا لري، هیڅ هیواد د هستوي انرژي نړیوال آژانس له اجازې څخه پرته نشي کولای د شعاعي درملنې مرکز جوړ کړي، چې افغانستان تر اوسه د دغه مرکز د جوړونې اجازه نلري، دغه اجازه اخیستل هم د خیریه بنسټونو د وسې کار ندی، یوازې حکومتونه کولي شي چې دا باور تر لاسه کړي او د هستوي انرژي له نړیوال آژانس څخه اجازه واخلي.
د سرطان د تشخیص او درملنې د کارپوهانو او پخوانیو مدیرانو په وینا اوسمهال د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملني ملي روغتون له مناسبې ودانۍ، بریښنا او بشري ځواک له ګمارنې پرته د روغتون بنسټ ایښودنې او د ډاکټرانو او نورو مسلکي کارکونکو د روزنې او ظرفیتونو د پیاوړتیا لګښت لږ تر لږه لس ملیونه (۱۰۰۰۰۰۰۰) امریکايي ډالر او د درملو، طبي موادو، بریښنا، روغنیاتو او غذایي موادو کلنی لګښت یې یو نیم ملیون (۱۵۰۰۰۰۰) امریکايي ډالر اټکل کیږي.
د پورتنیو امکاناتو او شرایطو پوره کول یو ستونزمن کار دی، د افغانستان په څیر یو هیواد چې اوږده جګړه یې تیره کړي وي او یا په جګړه کې ښکیل وي له خپلې ملي بودجې څخه د دغه شان ملي روغتون جوړول ورته هم ستونزمن دی او هم په دغه پړاو کې ورته روغتیايي لومړیتوب نلري، زمونږ په هیواد او نړۍ کې د سرطاني ناروغیو په پرتله د نورو ناروغیو له کبله د انسانانو د مړینې کچه لوړه ده، لکه: اسهالات، تنفسي ناروغۍ، د زیږون پرمهال د میندو مړینه، قلبي ناروغۍ، انتاني ناروغۍ، تراوما او ترافیکي پیښې او داسې نور، چې مدیریت یې د سرطاني ناروغیو په پرتله آسانه دی او لږو مالي امکاناتو ته اړتیا لري او غوره مؤثریت او مثمریت لري. د یادونې وړ ده چې په طبابت کې د سرطاني ناروغیو درملنه یوه له ګران بیه درملنو څخه ګڼل کیږي.
وړاندیزونه:
افغانستان به د تل لپاره کمزوری اقتصاد ونلري، له ځمکې لاندې شته زیرمې، د اوبو مهارول او ښه مدیریت او د شاړو دښتو زرغونول به دا هیواد د نړۍ په یوه بډایه هیواد بدل کړي، داسې وخت به هم راشي چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ترڅنګ د نورو ډیرو ناروغیو تخصصي او فوق تخصصي روغتونونه ولري، چې د دغه هیلو شتون مونږ اړ کوي چې د ځینو کارونو د بنسټ ایښودلو لپاره فکر وکړو.
باید ووایو چې د دغه شان ملي سترې پروژې بنسټ ایښودنه په تیرو دوو لسیزو کې د جمهوریت پر مهال چې حکومت زیاتې نړیوالې مرستې ترلاسه کولی هم نا ممکنه وه، په اوسني وخت کې دغه شان ستر کارونه په یوازې ځان نه حکومت کولی شي، نه په ولسي مرستو او بسپنو کیدای شي او نه هم نړیوال دومره مرسته کوي چې دا کار پرې وشي، ښه به دا وي چې ټولې هڅې او مرستې همغږی شي، د حکومت دې د مناسب ځای او ودانۍ له ټاکلو څخه وروسته، د حکومتي روغتیايي ادارو (د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو)، مرستندویه روغتیايي سازمانونو، د سرطان بنسټ، په هیواد کې دننه او له هیواد څخه بهر د اړوندې برخې افغاني متخصصینو، خیریه او مرستندویه بنسټونو، یو شمیر ملي سوداګرو او د مسلکي کسانو په مشوره د یوه مسلکي او تخصصی بورډ تر مشرۍ لاندې کار پیل کړي، د لومړي پړاو بودجه دې ورته ځانګړی کړي، د سرطاني ناروغیو د درملنې د ملي مرکز په نوم دې بانکي مشترک اکونټ جوړ شي، په دغه نامه دمخه راټولی شوی پیسې او مرستې دې په دغه اکونټ کې واچول شي، مرستندویه بنسټونه، ملي سوداګر، په هیواد کې دننه او له هیواده بهر هیوادوال دې وهڅول شي چې خپلې مرستې، بسپنې، خیراتونه او صدقات دغه بانکي اکونټ ته ولیږي، د مالیې وزارت او ګمرکات دې د سرې میاشتې سره د مرستو په څیر د مالیاتو په څانګه کې د مرستې یو کوډ جوړ کړي، هر مالیه ورکونکی دې د سرې میاشتې سره د مرستې په څیر د سرطان د درملنې له دغه بنسټ سره هم مرسته وکړي، ان شاالله باور لرو چې څو لسیزې وروسته به وتوانیږو چې یو ستر روغتون جوړ کړای شو.
ټولو هغه مرستندویه بنسټونو، د کرکټ ملي لوبغاړو او طبي مسلکي کسانو چې د دغه روغتون د جوړیدو غږ پورته کړی، نوښت او هوډ یې د ستایلو وړ دی.
واحد بانکي حساب ته د مرستو راټولول او د یوې ګډې کمیټې تر څار لاندې د پیسو د لګښت میکانیزم به مو د ولس باور لا پیاوړی کړي.
یادونه: له ښاغلي ډاکټر میهن عبدالله، ښاغلي ډاکټر سید اکرام هاشمي، ښاغلي ډاکټر فوشنجي، ښاغلي ډاکټر سعیدزي او نورو دوستانو څخه مننه کوم چې د معلوماتو او مشورو له شریکولو څخه یې ځانونه ندي سپمولي.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 210

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.