ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میرویس عزیزي د پانګونې حلاجي
د میرویس عزیزي د پانګونې حلاجي

لیکنه: نصرالله صاحبزاده، د اقتصادي چارو شنونکی

معلومه ده چې ښاغلی عزیزي ملي پانکوال، د بانک مالک او مجرب افغان سوداګر افغان دی؛‌ هېواد ته یې راتګ په نېک پال ګڼم. د هرات د خلکو لپاره یې شهرک جوړ کړ، هېوادوالو ته یې مثبت پیغامونه ورکړل او په ملي لویو پروژو کې یې د لس میلیارد ډالرو پانګونې اعلان وکړ.‌

لس میلیارد ډالر ډېر لوی رقم او د هېواد په ټول تاریخ کې یې ساری نشته. ښکاره داسې معلومیږي چې ګواکې ښاغلی عزیزي په دې ژمنه کې مبالغه کړې مګر باید ومنو چې په ننني عصر کې دا رقم دومره هم لوی نه دی چې زموږ ویښته دې ودروي؛‌ پانګه ډېره لویه مګر ممکنه ده.‌

دا چې تجارت، پانګه او هر سوداګریز کاروبار د منفعت لپاره کېږي، ښاغلی عزیزي به هم د ګټی په فکر کې وي مګر دا چې نوموړی د هېواد په داسې سختو حالاتو کې هېوادوالو ته لاس ورکوي، نو حتماً به (دا کاڼې لعلونه شي، دا خاوره به سره زر شي). ګټه د هر پانګوال حق دی، مګر داسې جسورانه قدم د هر سوداګر د توان خبره نه ده.‌

له دغه اعلان وروسته عجیب مباحث پیل شوي؛ څوک یې چالاک سوداګر، څوک یې کلاه‌بردار، څوک یې فاسد او د هېواد د ګټو خلاف، څوک یې د ملي ریرزف د تخریب استازی او څوک یې په داسې حالاتو کې اسماني فرښته ګڼي خو خبره دا ده چې که احساسات یوې خوا ته پرېږدو، په داسې حالاتو کې یوازې اعلان هم د ملي مورال لوړېدو او راتلونکي ته د هیلو پیدا کېدو سبب کېدای شي.‌

هېوادونه په کارونو، غوره ملي سیاسي درایت او لوړ ملي مورال جوړېدای شي؛ همدا دلایل وي چې پر راتلونکي د خلکو باور پیدا شي او ټول لاس په لاس مخ پر وړاندې حرکت وکړي، دا چې په دغه اعلان کې به د ښاغلي عزیزي څه راز نغښتی وي، هغه د ښاغلي عزیزي راز مګر زه په نېک پال نیسم.‌

عزیزي په عربي متحده اماراتو کې لږ تر لږه ۲۰۰ سوداګریزې ودانۍ چې تر ۱۲ میلیارد ډالرو پورې پانګونه پرې شوې، لري خو هیچا هم نوموړی چالاک سوداګر نه باله، بلکې د هېواد نامتو هستي یې بلله.‌

نوموړې پروژې اوس روانې دي، عربو پرې باور وکړ، هیچا پرې انتقاد ونه کړ او هر څه سم روان وو او روان دي، مګر کله چې یې په خپل هېواد کې تر هغې د کمې پانګونې اعلان وکړ، زخمونه تازه او شور و شر جوړ شو، ولې او څنګه؟‌

ښاغلی عزیزي په لندن، امریکا او اروپا کې تر ټولو د لویو ساختمانونو او ودانیو جوړولو خبر ورکړی و مګر هغه مهال هیچا هم شک او تردید ښکاره نه کړ؛ په ټوله دنیا کې هیڅ داسې پانګوال نشته چې خپلې ټولې پیسې دي ولري او یا دې یې مصرف کړي؛ پانګوال نور پانګوال جذبوي، پیسې یې اخلي، مصرفوي یې، ودانۍ جوړوي او بیا ګټه د هغوی د سرمایې په تناسب ورسره شریکوي؛ دغه کار د هندوستان امباني، د افریقا  ډانګوټي، د امریکا ایلن ماسک، د سعودی خالد بن طلال، د دوبۍ ابن فطیم، د پاکستان ملک ریاض او داسې نور پانګوال هم کوي؛ کېدای شي ښاغلی عزیزي هم نور پانګوال ولري.‌

دغه راز بانکونه، په ځانګړې توګه تجارتي بانکونه همدې ته ناست دي چې خپلو مشتریانو ته قرض پیسی ورکړي او پیسې پرې وګټي.

په بانکي دنیا کې اوس ۱۰ روپۍ د ۱۰۰ او یا ۱۲۰ روپیو معنا لري؛ ‌د بانکي اصولو او قوانینو پر بنسټ، یو بانک کولی شي چې ۱۰ روپۍ ۱۰ کسانو ته قرض ورکړي، ‌اوس دنیا ډیجیټلي شوې، نغدې پیسې له منځه تللې او په دې چاره ښاغلی عزیزي تر بل هر چا ښه پوهېږي چې څنګه په پیسو پیسې وګټي.‌

زه مطلق نه وایم چې دا پانګونه به هرومرو عملي کېږي؛ کېدای شي زماني، مکاني او نړۍوال وضعیت د دې پانګونې په عملې کېدو کې خنډ او ځنډ رامنځته کړي، مګر اعلان په خپل ذات کې نېک قدم او د هېواد د ابادۍ پر لور د نورو کورنیو او نړۍوالو پانګه‌والو د تشویق سبب کېدای شي.

معنا دا چې اوس دنیا بلې مرحلې ته تللې ده؛ لس میلیارد ډالر ډېر لوی رقم مګر ممکن رقم دی،‌ د دې لپاره چې اعلان عملي جنبه واخلي، لاندې وړاندیزونه کوم:‌

۱- حکومت دې له ښاغلي عزیزي سره ابتدایي مجلس وکړي او د نوموړي غوښتنې دې په غور واوري.‌

۲- حکومت دې د دې پانګې د تحقق په موخه یو بین‌الوزارتي کمېټه جوړه کړي چې کارونه به یې د ښاغلي عزیزي له تخنیکي ټیم سره په همغږۍ کې وي.‌

۳- تخنیکي ټیم باید د دې پروژې همغږۍ لپاره خپل کاري ستراتیژیک پلان (Strategic Action Plan) جوړ کړي چې دا پروژه له اولې ورځې بیا تر اخره څنګه تعقیب، ملاتړ او کامیابه شي.‌

۴- د ښاغلي عزیزي تخنیکي ټیم دې لومړی خپله ټوله پانګه او لرلید د مکمل پریزینټېشن په شکل کې د حکومت پلاوي ته وړاندې کړي او بیا دې مکمل تخنیکي او مالي پروپوزل (Technical and Financial Proposals)  ترتیب شي.

۵- د پروژو او پانګې د منظورۍ په صورت کې باید حکومت او د ښاغلي عزیزي تخنیکي ټیم موافقه وکړي چې د درېیو میاشتو په جریان کې به د پروژو ټوله تخنیکي طرحه او ضمایم (Technical Concepts and Annexes) حکومت ته سپاري او حکومت به ورته د مخکې تګ اجازه ورکوي.

۶- تخنیکي کمېټه دې خپل کاري پرمختګونه هرې څلور میاشتې وروسته د حکومت له مشرتابه او ملت سره شریکوي څو پر پانګونې باور رامنځته شي او ملت په ارام زړه د روښانه راتلونکې لپاره امیدونه ولري.

وروستی دا چې زه نه وایم دا پانګونه به حتماً عملي کېږي او نه هم پرې ډېر بې باوره یم؛ د پانګونې خبره په ښه فرصت کې وشوه، حکومت یې باید ملاتړ او ملت پرې باور وکړي. ملت او حکومت باید د دې پر ځای چې ښاغلی عزیزي پر خپل دغه اعلان پښېمانه او شا ته کړي، باید د نوموړي لپاره بستر جوړ کړي او بیا یې اړ کړي چې خپله ژمنه پوره کړي او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.‌

شک د ایمان زیان دی؛ د شک پر ځای باید مسلکي برخورد وکړو؛ له ښاغلي عزیزي سره تفاهم وکړو، اړ یې کړو، ملاتړ یې وکړو او بالاخره یې دې ته اماده کړو، حتا که اماده هم نه وي چي پانګونه وکړي او هېواد د پرمختګ په لور روان کړي.‌

و ما علینا الاالبلاغ

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 755

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.