ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اوړي کې واوره!
په اوړي کې واوره!

لیکنه: محب‌الله عمري، د چاپېریال ساتنې فعال

د اقلیم بدلون د روانې پېړۍ تر ټولو ستره ننګونه ده؛ د شدیدو سېلابونو راوتل، د ځمکې د تودوخې زیاتوالی، بې‌وخته یخني، د وچکالیو بې‌ساری تکرار، ځنګلونو کې اورلګېدنې، د سمندري اوبو سطحې لوړېدل، د اوزون پردې نازک کېدل‎، د قطبي دایمي یخونو ویلې کېدل او داسې نور هغه موارد دي چې له امله یې په روانه لسیزه کې د اقلیمي بدلون بحث تر بلې هرې موضوع زیات مطرح کېږي.

څېړنې او تحلیلونه څرګندوي چې تر ۲۱۰۰ میلادي کال پورې به د ځمکې په تودوخه کې نږدې څلور درجې زیاتوالی راشي، نو پرته له شکه چې دا بدلون به په نړیواله کچه سخت زیانونه واړوي.

د یادو بدلونونو اصلي لامل د چاپېریالي مسایلو په اړه د انسان بې‌باکي او ناسم چلند ګڼل کېږي.

ښه به وي چې د اقلیم بدلون پر تعریف هم وغږېږو؛ د ملګرو ملتونو سازمان د کنوانسیون د تعریف پر بنسټ د اقلیم بدلون داسې تعریفولای شو: هر هغه بدلون چې د اوبو او هوا په طبیعي حالت کې رامنځته شي، اقلیمي بدلون بلل کېږي؛ دا بدلون په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د انساني فعالیتونو له امله دی.

په تېرو زماني دورو کې اقلیم په طبیعي توګه یا هم د طبیعي لاملونو پر بنسټ بدلون کړی خو اوس مهال له اقلیمي بدلونه موخه هغه تغییرات دي چې په اتموسفیر کې د انساني فعالیتونو امله رامنځته شوي چې دا چاره له طبیعي عواملو سره یو ځای اقلیمي بدلون ته چټکتیا وربښي. دا پدیده له هغو صنعتي پروسو پایله ده چې په څو وروستیو پېړیو کې ترسره شوې دي؛ د ډبرو سکرو، تېلو او په ټوله کې د فوسیلي سون‌توکو بې‌حده زیات کارول، د ځنګلونو بې‌باکه تخریبول او پرې کول او ځیني کرنیز فعالیتونه چې په اتموسفیر کې د ګلخانه‌یي غازونو لکه کاربن‌دای‌اکساید، میتان، کلورو‌ فلورو کاربونونه (CFC) او نایتروجن اکساید د زیاتوالي لامل شوي دي.

یاد ګازونه د اتموسفیر په لوړو برخو کې ځای نیسي او د لمر هغه وړانګې چې د ځمکې پر سطحه لګېږي او بېرته منعکسېږي، جذبوي او یا نه پرېږدي چې دغه منعکسه وړانګې له اتموسفیر څخه بهر شي، له دې امله د لمر وړانګې د ځمکې سطحې ته په نږدې اتموسفیر کې پاتې کېږي چې ورسره جوخت د ځمکې د تودوخې درجه لوړېږي. دا غازونه د شنو خونو په څېر عمل کوي چې له همدې امله ورته ګلخانه‌یي غازونه وایي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ګلخانه‌یي غازونو په تولید کې ځانګړی رول نه لري او د یادو غازونو په نړیوال ټولټال تولید کې نږدې ۰.۰۶ سلنه ونډه لري چې په نړیوال نوملړ کې یوسلو او څلورم مقام لري نو له افغانستانه د ګلخانه‌یي غازونو په کمولو کې چندان تمه هم نه کېږي؛ ځکه د فقر کچې او د اقتصادي پراختیا ټیټې سطحې ته په کتو دا غوښتنه نه واقع‌بینانه ده او نه هم منصفانه خو دا په دې معنا نه ده چې د اقلیمي بدلون اغېزې به هم لکه د غازونو په تولید کې د کم سهم په څېر محدودې وي.

دا د اقلیم بدلون یوه مهمه ځانګړتیا ده چې د نړۍ هر ګوټ اغېزمنولای شي او کومې خاصې پولې نه پېژني نو له همدې امله اړینه ده چې د یادې پدیدې پر وړاندې په لازمو تدابیرو فکر وشي، څو له اغېزو یې خوندي پاتې شو.

د شته واقعیتونو او اټکلونو له مخې، افغانستان یو له هغه هېوادونو دی چې د اقلیم بدلون د اغېزو پر وړاندې به تر ټولو زیات زیانمن شي؛ ځکه د Vulnerability یا هم زیان‌مننې له اړخه د اقلیم بدلون د اغېزو، په ځانګړې توګه د وچکالۍ (Drought)، سېلابونو (Flood) او ځمک‌ښویېدنې (Landslide) پر وړاندې تر ټولو زیات له ګواښ سره مخ دی. د دې اسیب پذیري یو دلیل د اقلیمي بدلون د توقع خلاف اغېزو پر وړاندې د خلکو د پراخ حساسیت پایله ده؛ دا حساسیت څو اړخونه لري او په ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي عواملو پورې تړلی دی.

له بده مرغه څېړنې ښيي چې د هېواد په اکثرو سیمو کې د وچو او تودو ورځو شمېر زیات شوی؛ اټکل کېږي چې سوېل لوېديځې برخې (لکه نیمروز، فراه، هرات او بادغیس ولایتونه)، شمالي برخې (لکه جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونه) او په ټوله کې د افغانستان ګڼې سیمې به د اورښت له شدید کمښت سره مخ شي چې له دې سره به د هېواد په اکثرو سیمو کې د وچکالۍ لامل شي.

وروستیو څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې د واورې اورښت کم شوی او پر ځای یې په تودو موسمونو کې باران او حتی په ځینو سیمو کې د توقع خلاف واوره ورېږي، لکه د بامیانو په قرغنه‌نو او شاوخوا سیمو کې چې واوره شوې او نږدې ټولې سیمې خپل پسرلنی زرغون رنګ په سپین واورین رنګ بدل کړی چې د بامیانو په‌دې موسم کې د واورې اورښت لږ تر لږه په تېرو ۲۰ کلونو کې یوه نادره پېښه ده چې له بده مرغه یادې پېښې کرنیز حاصلات سخت زیانمنوي. دا چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او نږدې ۸۰ سلنه وګړي پکې په کرنه بوخت دي، نو د اوبو په طبیعي نظم کې معمولي بدلون هم زموږ یاده برخه خورا زیاته اغېزمنولی شي.

د بېلګې په توګه تېر ژمی او همداسې پسرلی ورښتونه کم وو او برعکس اوس، یعنې د پسرلي په پای او د اوړي په پیل کې د شدیدو بارانونو اټکل کېږي او همداسې ځینو سیمو ته د مونسومي بارانونو څپه هم رارسېدلې ده چې یاد ورښتونه له یوه اړخه د سېلابونو راوتلو لامل کېږي او له بله اړخه څرنګه چې د دې ورښتونو اوبه نه زېرمه کېږي، نو د کال د اړتیا وړ هغه اوبه چې لږ تر لږه تر راتلونکو ۵ یا ۶ میاشتو پورې ورته شدیده اړتیا ده، نه تأمینېږي چې له امله یې زموږ د اقتصاد اصلي اتکا یعنې کرنه زیان ویني او په محصولاتو کې د پام وړ کموالی راځي؛ د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې زموږ د حساسیت بارز ټکی هم همدا دی.

سربېره پر دې، همدا پسرلی د هېواد په ګڼو سیمو، په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو کې د تودوخې درجې د زیاتوالي او د ورښتونو د کموالي له امله اکثرا حوضونه او څرځایونه د اوبو له کمښت سره مخ شوي چې د بېلابېلو ژوو، الوتونکو او نباتاتو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی چې له بده مرغه اوسني تېز ورښتونه، نه یوازې دا چې د یادو ستونزو په حل کې مرسته نه کوي، بلکې د سېلابونو راوتلو تر څنګ د کرنیزو محصولاتو د تخریب لامل هم کېږي.

له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې شورا د کلني راپور پر بنسټ، راتلونکې اته کلونه د ځمکې له تودوخې او اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې برخلیک ټاکونکي کلونه دي خو له بده مرغه یادې شورا لا هم د پرمختللو هېوادونو لپاره له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره سخت او اړین مجبوریتونه او اصول نه ‌دي رامنځته کړي.

په نړۍ کې اوس هم ګلخانه‌یي غازونه په پراخه کچه اتموسفیر ته لېږدول کېږي، خو د ۲۱مې پېړۍ په دویمه لسیزه کې د یاد تولید کچه نسبتاً تېرې هغې ته کمه شوې ده.

د انرژۍ د تولید په موخه د فوسیلي سون‌توکو له استفادې ډډه کول او پر ځای یې له نوې کېدونکو سرچینو (لمر، باد او نورو…) ګټه اخیستنه او همدارنګه د ځنګلونو د تخریب مخنیوی، له اقلیمي ناورین سره د مبارزې لپاره تر ټولو مهم او اغېزناک اقدامات دي خو له اقلیمي بدلون سره مبارزه یوه نړۍواله موضوع ده او بین‌المللي ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

دا چې د ګلخانه‌یي غازونو په تولید کې پرمختللي هېوادونه نږدې ۸۴ سلنه ونډه لري او د پنځوسو کم‌پرمختللو هېوادونو ونډه یوازې ۱۴سلنه ده، نو د تړونونو له مخې باید له هر څه مخکې پرمختللي هېوادونه له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره له کم‌پرمختللو یا غریبو هېوادونو سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي، څو له اقلیمي بدلون سره د توافق درجه یې لوړه او حساسیت یې راکم شي. دا چې افغانستان هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یو زیانمن هېواد دی، نو اړینه ده چې له نړۍ‌والو جدي غوښتنه وشي چې په‌دې برخه کې د تېر په څېر خپل مالي او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي څو په هېواد کې د اقلیمي‌بدلون د ناوړه اغېزو کمولو لپاره ولګول شي.

د یو اباد، سمسور او له هر افت څخه خوندي افغانستان په هیله!

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.