ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په اړه د اسټرالیا کرکټ بورډ پرېکړه، عوامل، غبرګونونه او عواقب یې
د افغانستان په اړه د اسټرالیا کرکټ بورډ پرېکړه، عوامل، غبرګونونه او عواقب یې

لیکوال: جعفر هاند

هر هېواد ځان ته بهرنۍ تګلاره لري‌ چې ټولې سیاسي، ‌فرهنګي‌او نورې اړیکې یې په هماغه اساس مخې ته ځي. د اسټرالیا کرکټ «په افغانستان کې د طالبانو له لوري‌ د ښځو او نجونو د تعلیم او کار د بندیز په غبرګون کې» له افغانستان سره درې لوبې لغوه کړې، دا پرېکړه یې هم د حکومت د تګلارې په اساس کړې ده. اسټرالیا افغانستان کې خپل سفارت تړلی، د نوي حکومت له راتګ وروسته یې له افغانستان سره هر ډول مرستې بندې کړې او نوره راشه درشه هم ورسره نه لري.

سافټ پاور:
ورزش، فرهنګي او دا ډول نور مسائيل «سافټ پاور» بلل کېږي‌ چې هېوادونه یې د بهرنۍ تګلارې د یوې برخې په توګه د خپلو ستراتېژیکو اهدافو لپاره ترې کار اخلي. په کرکټ کې یې هند او پاکستان ښه مثال دی. هند له پاکستان سره لوبې نه کوي، په آی پي ال سیالیو کې یو پاکستانی هم نه نیسي او د پاکستان لیګ ته هم خپل لوبغاړي نه انتقالوي او پاکستان هم د لوبو لپاره نه ورځي. دا د دوی د بهرنۍ تګلاره یوه برخه ده او د یو ملت او دولت په توګه یې مخې ته وړي او غواړي له دې لارې په پاکستان فشار راوړي،‌ اقتصادي او معنوي ‌زیانونه ور واړوي.
اسټرالیا حکومت هم د طالبانو په حکومت باندې د فشار راوړلو لپاره همدغه «سافټ پاور» کارولی دی. نه غواړي له افغانستان سره لوبه وکړي، خلاص.
خو، بحث دا دی چې ایا اسټرالیا رښتیا هم، ښه هدف په نښه کړی دی؟ کرکټ لوبغاړي او مینه وال وايي‌ چې د افغانستان کرکټ او د طالبانو حکومت دوه جلا مسایل دي. د طالبانو ټس باید له کرکټ‌ څخه ونه ایستل شي، چې د ډېرو په باور دلته همداسې کیسه ده.
استرالیا ولې دا پرېکړه وکړه؟
ظاهرآ، استرالیا د خپلې پرېکړې عمده علت په افغانستان کې ښځو ته د هغوی د حقونو « نه ورکول» بولي. استرالیا د کرکټ‌ د نړیوالې شورا بشپړ غړې ده او د دغې شورا په منشور کې ښکاره راغلي دي‌ غړي هېوادونه مکلف دي‌ د «نارینه وو او ښځو د متوازن ورزش د غوړېدو لپاره کار‌» وکړي.
استرالیا وایي د طالبانو په حکومت کې په افغانستان کې ښځو ته اساسي‌ حقوق نه ورکول کېږي نو زه یې ولې له لوبډلې سره لوبې وکړم؟ استرالیا د ۲۰۲۱ په وروستیو کې د طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې د ښځو ورزش یې بند کړ، له افغانستان سره د ټست لوبه هم وځنډوله.
بله خبره دا ده چې استرالیا ځان یو دموکراتیک هېواد او د بشري‌ حقونو مدافع ګڼي او هلته د ښځو او بشري‌ حقونو د ځينو سازمانونو له لوري هم تر فشار لاندې ده چې د طالبانو په حکومت باندې باید فشارونه راوړي.
بله خبره دا ده چې په استرالیا کې لسګونه زره افغانان اوسېږي،‌ نسل نسل یې په دې فکر لوی شوي‌ چې باید « نارینه او ښځو ته یو ډول او مساوي حقوق» ورکړل شي. اوس چې دوی په وطن کې روان وضعیت ګوري،‌ ورته د منلو نه دي،‌ او له خپلو استازو،‌ حکومتي ادارو او نورو څخه غواړي چې د طالبانو په حکومت باندې فشار راوړي، که هر ډول وي. د دوی په اعلامیې کې هم ویل شوي دي‌ چې «له دخیلو غاړو سره» تر خبرو وروسته یې دا پرېکړه کړې ده.
او ممکن بله خبره دا هم وي چې استرالیا له افغانستان سره په دغو لوبو کې ډېره اقتصادي‌ ګټه نه کوله. دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د وتلو لپاره وې او استرالیا وار د مخه دغه جام ته وتلې ده.
استرالیا په یوه غشي یې څو ښکاره وکړل.
ورزش او سیاست:
افغانستان کرکټ‌ بورډ دا پرېکړه نا عادلانه او سیاسي ‌بللې ده. راشد خان او نوین الحق ګواښ کړی که استرالیا دا پرېکړه بدله نه کړي‌،‌ دوی به په بګ بش کې یا نه لوبېږي‌ او یا به د لوبېدو په اړه جدي‌ فکر کوي. نورو لوبغاړو هم دا پرېکړه غندلې او د استرالیا له کرکټ بورډ څخه یې غوښتي چې کرکټ او سیاست سره جلا کړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ‌لوبډلو مخکښو لوبغاړو،‌ راشد، نبي،‌ ګربز، ګلبدین او نورو د نجونو په تحصیل باندې د بندیز په اړه د طالبانو د حکومت د پرېکړې مخالفت هم کړی و.
سیاست او ورزش ښایي سره جلا وګڼل شي او یا ونه ګڼل شي، خو د افغانستان په اوسنيو شرایطو کې استرالیا او نورو دا ډول هېوادونو ته سخته ده چې دا دوه مسايل سره جلا کړي او یا جلا کړل شي. نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، بندیزونه پرې لګوي‌ او د بشري حقونو سرغړونکي یې بولي او افغان کرکټ بورډ بیا د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې فعالیت کوي،‌ بودیجه ترې ترلاسه کوي او کله ناکله یې مشران له یو شمېر افغان لوبغاړو سره هم ګوري. استرالیا غوندې هېواد ته سخته ده دا مسايل سره تفکیک کړي، لنډه لاره یې همدا وه چې غوره یې کړه. استرالیا کولای شوای/شي چې له نورو لارو چارو هم د طالبانو په حکومت فشار راوړي او سافټ پاور وکاروي، لکه ښځو او نجونو ته د تعلیم او زده کړو زمینو برابرول، تحصیلي بورسونه
ورکول او داسې نور.
د لوبغاړو غبرګون او پایلې؟
ځینو لوبغاړو د استرالیا به بګ بش کې د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده. دا د دوی خپل حق او خپل دریځ دی او زه یې درناوی کوم. دوی وخت ناوخت په ځینو ملي مسایلو باندې دریځونه ښکاره کوي. دا مسئله د افغانستان مسئله وه او دوی دا خپل حق وګاڼه چې غږ اوچت کړي او غږ یې تر استرالیا او نورې نړۍ ورسېده.
شاید له دې وروسته د دغو لوبغاړو سره د استرالیا د کرکټ‌ بورډ روابط د پخوا په څېر نه وي، او یا شاید وي، خو افغان لوبغاړو هڅه وکړه او استرالیا او نړۍ ته وویل چې تاسو په غلط ځای باندې ګوته اېښې ده، کرکټ د افغانستان د سرپرست  حکومت ملکیت نه دی او دا د ولس د خوشحالۍ یوازینۍ وسیله ده. د افغانستان د کرکټ بندول او نه بندول شاید په طالبانو هېڅ اغیز ونه کړي؟ دا مهال زموږ پنځه شپږ لوبغاړي په بګ بش کې لوبېږي او لیګونه دومره ډېر دي، چې ممکن دا لوبغاړي بیا بګ بش ته وزګار هم نشي.
د آی سي سي غونډه او نور عواقب؟
شک نشته چې د استرالیا دا پرېکړه نورو هېوادونو ته هم دا جرات ورکوي چې د طالبانو په حکومت باندې د فشار راوړلو لپاره د افغانستان کرکټ پر ضد اقدامات وکړي. دا اوس هند او پاکستان هم له افغانستان سره د لوبو له کولو انکار کړی دی خو رسمآ یې اعلان نه دی کړی. افغانستان له دغو دواړو هېوادونو سره درې-درې لوبې لرلې چې نه یې کوي.
د استرالیا کرکټ اعلامیه وايي چې د کرکټ نړیواله شورا هم په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه لري او په دې اړه به په را روانې غونډې کې خبرې وکړي. دا مسئله د اندېښنې وړ ده. د کرکټ د نړیوالې شورا دا غونډه د مارچ په میاشت کې ده. شرایط داسې دي چې په نړیوالې شورا کې اوس اکثریت هېوادونه د افغانستان ننګه نه کوي او دا د افغان کرکټ بورډ له وسه هم پورته خبره ده چې هغوی ته قناعت ورکړي چې د افغانستان د کرکټ په اړه منفي پرېکړې ونه کړي. افغان کرکټ بورډ ډېر څه نشي کولای. خو د لوبغاړو غبرګونونو او د مینه والو عکس العملونو به د کرکټ نړیوالې شورا ته د افغانانو مستقیم پیغام انتقالولای شي.
څه باید وشي؟
له نورو هېوادونو سره د کرکټ او نورو لوبو مسایل د دپلوماتیکو چینلونو له لارې مخې ته وړل کېږي. افغانستان یوازینی هېواد دی چې داخلي دپلوماسي یې د طالبانو حکومت مخې ته وړي‌ او بهرنۍ دپلوماتیکې دستګاوې یې جمهوریت د مهال دپلوماتان مخې ته وړي.
د طالبانو حکومت له نړۍ سره مخامخ دپلوماتیک راوبط نه لري‌او نړۍ یې هم په رسمیت نه پېژني. بنآ، افغان کرکټ بورډ هېڅ هم نشي کولای او هر څه به په اعلامیې، د لوبغاړو او مینه والو په غبرګونونو پورې منحصر وي. ځکه چې افغانستان د نړیوالې شورا بشپړ او رسمي غړی دی خو په افغانستان کې واکمن نظام نړیوالو ته رسمیت نه لري.
له غیر رسمي لارو چارو افغان لوبغاړي، ‌د کرکټ فعالان،‌ لیکوالان، خبریالان او د بورډ مسئولین کولای شي چې د نړیوالې شورا استازو سره خبرې وکړي او په دې یې پوه کړي چې کرکټ د افغانانو دی او د واکمنانونه دی. فکر نکړم، که د کرکټ نړیواله شورا کومه پرېکړه کوي،‌ افغان کرکټ بورډ به د دې جوګه وي چې پرېکړه پرې بدله کړي، مګره که سیاسی‌ حالت بدل شي او د افغانستان کې داسې نظام رامنځ‌ ته شي‌ چې هم «افغانانو او هم نړیوالو» ته د منلو وي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1391

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.