د مالیې وزارت وایي، د ګمرکونو د ساتنې تنفیذي قطعې ځواکونو په تورخم کې ۲۸ بورۍ د ښځو د سر وېښتان کشف او ترلاسه کړي دي.
د پوهنې سرپرست وزیر د اروپایي ټولنې له استازۍ سره ناسته کې ویلي چې افغانستان له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې سره په تعلیمي ډګر کې د نږدې اړیکو او مثبتو تعاملاتو غوښتونکی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې درې کسان نیولي چې یوه کس ته یې د ۱۸۰۰ ډالرو په بدل او د هغه په غیاب کې برېښنایي تذکره جوړوله.
د عامې روغتیا وزارت وایي، پرېکړه یې کړې چې د ډاکټرانو له خوا د «شِفري او اصولو په پام کې نه نيولو سره د غيرقانوني» نسخو مخه به په کلکه نیسي.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د تلې ۱۰مه) شاوخوا لس میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د استخباراتو ریاست وایي، امنیتي ځواکونو په بغلان کې یو کس له ۲.۴ میلیون غلا شویو افغانیو سره نیولی او په پکتیکا کې یې له یوه کوره په ناقانونه ډول ساتل شوې سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې دي.
د کابل ښار ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمه کې د مولانا جلالدین محمد بلخي ښوونځي ته څېرمه چاودنه شوې ده.
امنیتي ځواکونو یو کس په بامیان کې بهر ته د ۱۷ قلمه لرغونو اثارو د قاچاق په تور نیولی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي، هغه ۱۵۰ افغانان د دوی په هڅه خوشي شوي چې څه موده مخکې د کراچۍ پولیسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نیول شوي وو.
د روسيې په یوه مرکزي سیمه «ایژوسک» کې د یوه کس له خوا پر یوه ښوونځي په ډزو کې، لږ تر لږه ۳۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او بریدګر هم ځانوژنه کړې ده.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د تلې ۴مه) شاوخوا ۱۱ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د څلورمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې یې یوه مېرمن د خپل خاوند د وژلو په تور نیولې ده.