د عامې روغتیا وزارت وایي، نن د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د څلورو ورځو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو چې په لړ کې به یې نږدې شپږ میلیون ماشومان واکسین شي.
ذبیحالله مجاهد په ترکیه کې د «اسلامي نړۍ د عالمانو مسوولیت» تر عنوان لاندې د دیني علماوو جوړې شوې غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو خلاصېدل حتمي دي او نجونو ته د نصاب سمونې او د جلا ښوونیز سیسټم جوړولو پر برخو کار روان دی.
د افغانستان د فواید عامې وزارت او یوه ترکي ساختماني شرکت ګډ پلاوی د کابل – کندهار او سالنګ لويو لارو له ويجاړ شوو پلونو ليدنه کوي او له تخنیکي سروې وروسته به یې د بیارغونې چارې پیل شي.
د رسنیزو تخطیو او شکایتونو ارزونې کمېسیون د رسنيو قانون د ژر تصویب غوښتنه کړې او له ټولو ادارو یې غوښتي چې هره رسنيزه موضوع دې د همدغه کمېسيون له لارې تعقيب کړي.
هند وایي، د روغتیایي مرستو دیارلسمه کڅوړه یې افغانستان ته لېږلې او نن په کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون سپارل شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي، ایران افغانستان ته د نفتو ترانزيټ او د ګاز واردولو د چمتووالي اعلان کړی او هڅې روانې دي چې په را روان ژمي کې هېواد کې د اوبلن ګازو بیې لوړې نه شي.
کابینې د ۱۳۸۹ کال له پیله تر ۱۴۰۱ هجري لمریز کال پورې د نقلیه وسایطو مالیاتي جرایم سل سلنه معاف کړي او د دغو وسایطو د باقیاتو لپاره یې په څلور کټګوریو کې تخفیف منظور کړی دی.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د تلې ۱۹مه) شاوخوا ۱۰ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، روسیې د کادرونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه د افغانستان لپاره ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي دي.
یو شمېر اهل هنود او سِک هېوادوالو د کابل له ښاروال سره په لیدنه کې د خپلو غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې او ښاروال ویلي چې هر راز ستونزو ته یې رسېدنه کوي.
د افغانستان د ښارجوړونې وزارت او کابل ښاروالي، د غیرقانوني ښارګوټو، ښاري سرغړونو او غیرقانوني ښاري ودانیو له جوړولو سره د مخنیوي لپاره یوه تخنیکي او حقوقي کمېټه جوړوي.
کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې له خصمانه دریځه لاس واخلي او د دغه