Language

د کابل – کندهار او سالنګ لویو لارو پلونو بیارغول؛ یو ترکي شرکت یې تخنیکي سروې پیلوي

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د فواید عامې وزارت او یوه ترکي ساختماني شرکت ګډ پلاوی د کابل - کندهار او سالنګ لويو لارو له ويجاړ شوو پلونو ليدنه کوي او له تخنیکي سروې وروسته به یې د بیارغونې چارې پیل شي.

د ټولګټو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د افغانستان د لویو لارو ویجاړ شوو پلونو بیارغولو او جوړولو په اړه تېره ورځ د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت له مرستیال براق انسال سره ولیدل.

سرچينې لیکلي، په دې ليدنه کې دواړو خواوو د زابل ولایت د بسکې پل په اړه چې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت له خوا د نمونې په ډول تر کار لاندې دی، بحث وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په یاده لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د وزارت او ياد شرکت ګډ ټيم به د کابل - کندهار او سالنګ لويو لارو له ويجاړ شوو پلونو ليدنه کوي او د تخنیکي سروې مراحلو له طی کېدو او قرارداد وروسته به د یو شمېر نورو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې هم  پیل شي.