په کاپیسا کې سیمهییز خبریال او په دغه ولایت کې د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې ولایتي مرستیال عبدالحنان محمدي نادرکه شوی دی.
د ماشومانو د ژغورنې موسسه وایي، کولای شي په افغانستان کې د امنیت ټینګښت له امله په ډاډه زړه تر اړمنو ماشومانو ځان ورسوي.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، د دولسمې امنيتي حوزې اړوند بتخاک څلورلارې سره پر يوه موټر چاودنه شوې چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، سبا به له افغانستانه سعودي عربستان ته په لومړۍ الوتنه کې شاوخوا ۳۵۰ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږدول شي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د افغانستان په اړه بروکسل کې غونډه کړې او د افغانستان پر وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د شرابو دوې کارخونې او یوه اندازه نشهیي توکي یې کشف کړي او په تړاو یې ۱۲ کسان نیولي دي.
د بریتانیا د اپوزېسیون یو مشر افغانستان ته د سفر پر مهال، له خپل حکومته د داسې ستراتیژي جوړېدو غوښتنه کړې چې له مخې یې میلیونونه افغانان له لوږې وژغورل شي.
کورنیو چارو وزارت نن په یوه غونډه کې د پولیسو نوی یونیفورم معرفي کړ، ویې ویل چې واحد یونیفورم د نظم او ډسپلین ښکارندوی دی او د امنیتي پېښو په مهار کې هم مرسته کولای شي.
له افغان شخصيتونو سره د اړیکو کمېسيون وايي، د دغه کمېسيون د هڅو په پایله کې د تېر نظام د برېښنا شرکت رییس امانالله غالب نن له بریتانیې څخه افغانستان ته راستون شو.
  . . .
د کورنیو چارو وزارت وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې په ټول هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۸۳۱ کسان نیول شوي او ترڅنګ یې ۱۲ کسان د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي دي.