Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر حکومت کې د برېښنا شرکت رییس امان‌الله غالب هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): له افغان شخصيتونو سره د اړیکو کمېسيون وايي، د دغه کمېسيون د هڅو په پایله کې د تېر نظام د برېښنا شرکت رییس امان‌الله غالب نن له بریتانیې څخه افغانستان ته راستون شو.

په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي بدلون وروسته، یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته تللي او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي؛ خو د تېر کال د کب پر ۲۵مه د افغانستان د سرپرست حکومت کابینې «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون» جوړ او تصویب کړ چې د غويي پر ۳۱مه دغه کمېسیون خپله کړنلاره اعلان کړه او کار یې پیل کړ.

د ياد کمېسيون وياند احمدالله وثیق نن پر خپل ټويټر ليکلي چې د دغه کمېسيون په هڅو د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان‌الله غالب هم هېواد ته را وګرځېد.

هغه پژواک ته وویل چې غالب له بریتانیې څخه هېواد ته راستون شوی دی.

وثیق لیکلي: «موږ ورته هرکلی وايو او په اړونده برخه کې به يې له تجربو او مشورو ګټه واخیستل شي.»

یاد کمېسیون مخکې ويلي و چې د هڅو په پایله کې يې د مخکني حکومت د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو د خوندیتوب ادارې مشر انتظار خادم د غبرګولي په پنځمه، د تېر حکومت د ترانسپورټ سرپرست وزیر حسن مبارک عزیزي د غبرګولي په ۱۲ مه، د ملي دفاع وزارت پخواني ویاند جنرال دولت وزیري د غبرګولي په پنځلسمه او د ملي دفاع وزارت ۱۶ پوځیان تېره ورځ (د غبرګولي په ۱۶ مه) هېواد ته راستانه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.