د افغانستان بانک، د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا افغانستان کې د ۷۹۳ میلیونو ډالرو درېیو پروژو د تصویب هرکلی وکړ.
له افغان شخصيتونو سره د اړیکو کمېسيون وايي، د دغه کمېسيون د هڅو په پایله کې د تېر نظام د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن افغانستان ته راستون شو.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د غبرګولي ۱۶مه) شاوخوا ۱۳ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
له طبيعي پېښو سره د مبارزې او چمتووالي وزارت وایي، د نورستان او کونړ ولایتونو په ځنګلونو کې اورلګېدنه اوس مهار شوې ده.
حکمتیار، د بحران د ډاډمن حل لپاره په پرېکړو کې د ملت پر ونډه ټینګار کوي، سرپرست حکومت ته په خطاب کې وایي: «مه پرېږدئ څوك داسې وانګېري چې دا هېواد دوى فتح كړى او د دې هېواد ولس د هغوى اسيران دي؛ بېځايه غرور، نظامونه نسكوروي.»
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال په مشرۍ یو پلاوی، د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ.
افغانستان کې په تېرو پنځو میاشتو کې تر ۵زره ډېر کسان لیوني سپي داړلي او له دې امله اتو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسيا کانکیندنې روسي ګروپ مسوولینو د افغانستان د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره افغانستان ته راغلي دي.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر وایي، د افغانستان او ترکیې اړيکې مثبت اړخ ته روانې دي؛ هڅه کوي چې نورې هم پراخې شي او ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د مالیې وزارت وایي، د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو باروړونکو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي، څو د ترافیکي تراکم له امله د تازه مېوو د خرابېدو مخه ونیول شي.