د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) مرستیالې، د پوهنې له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، په پام کي لري چې افغانستان کې پنځه زره نور سیمهییز ټولګي جوړ کړي.
کابل ښاروالۍ د اسلامي او تاریخي ارزښتونو ساتلو او د فرهنګي میراثونو د بډاینې په موخه د کابل په کمپنۍ چوک کې بیت المقدس ته ورته ګومبزه جوړه کړې ده.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د غویي ۲۸مه) شاوخوا ۱۳ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي، په افغانستان کې هیڅوک له جګړې او جنګي ډلو ملاتړ نه کوي.
د امریکا حکومت وایي، له هغو افغانانو چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته په کوزوو کې د «بوندسټیل» په نوم د امریکا پوځي اډې ته لېږدول شوي- ۱۶ کسان امریکا ته د تلو پر شرایطو برابر نه دي.
سرچينې وايي، عربي متحده اماراتو ته د افغانستان د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د سفر مخه نيول شوې ده.
د ببر شرکت رییس وایي، دغه شرکت چې د انلاین ټکسي او د کورنیو د اړتیا وړ توکو رسولو په برخه کې یې کار کاوه، پر بازار د اقتصادي وضعیت د منفي اغېزو له امله خپل فعالیت بد کړی دی.
د پاکستان پخواني مخکني وزیر عمرانخان ادعا کړې ده چې په پاکستان کې دننه او له دغه هېواده بهر یې د بندو دروازو تر شا د وژلو پلان جوړ شوی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۴۰۱ کال لپاره ۲۳۱.۴ میلیارده افغانۍ بودجه تصویب کړه، وایي چې دغه بودجه په بشپړ ډول له کورنیو عوایدو تمویلېږي.
د کابل ښاروالي وایي چې د ښاري خدمتونو محصول نه ورکولو او د پلیو لارو د غصب له امله د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې موټر پلورنځي يې تړلي دي.
د کابل د ترافیکو ریاست وایي، د کابل ښار په «سرای شمالي» سیمه کې د یوې ترافیکې پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي په پنجشیر کې د ملکیانو د وژنې په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ بللي، خو حکومت دا راپورونه ردوي او بېبنسټه یې بولي.